اغزن سیم

د پاکستان افغانستان ترمنځ د کرښې اوږدو کې کټارې مخ په بشپړېدو دي

ازادي راډیو، فردود بېژن او داوود خټک

دري ژباړه او خلاصه: شریفه عرفاني

پښتو ژباړه: بهادرخان رحماني

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۶۷۰ کیلو مټره کرښه، چې ځینې برخې یې د نړۍ صعب العبوره یا په سختۍ تېرېدونکې سیمې دي، خالي دښتې او له ۴۰۰۰ مترو په ډېرې ارتفاع یا لوړوالي غرونه لري.

په نولسمې پېړۍ کې د انګلیسي استعمار چارواکو دغه کرښه خپلسرې وکښله او د شاوخوا ۵۰ میلیونه پښتنو د بېلتون لامل شوه، چې په اصطلاح د «ډیورنډ کرښې» داړو خواووو ته ژوند کوي.

کورنۍ، سوداګر او چریکي جنګیالي، نسلونه دي چې په خپلواک ډول له دې کرښې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له کوم وره پرته تېرېږي راتېرېږي.

خو په ۲۰۱۷ز کال کې کله چې د پاکستان پوځ په ټوله کرښه په درې متره لوړوالي د اغزن سیم په لګولو پیل وکړ، بدلون پیل شو. د پراخو لوجستیکي ننګونو سره، پاکستاني چارواکو په جنوري کې اعلان کړه چې د دې سیم ۹۰ سلنه بشپړ شوی او د پلان سره سم به د جون تر میاشتې پای ته ورسیږي. د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په دې کار سره یې د سوېلي اسیا هېوادونو د شاوخوا ۲۲۰ میلیونه نفوس لپاره د کرښې بریدونو پر وړاندې خنډ رامنځته کړ.

د پاکستان امنیت ښه کول

د پاکستان پوځ د دې هېواد قبایلي سیمو کې د یو لړ مرګونو عملیاتو پسې چې په ۲۰۱۴ز کال کې پیل شول، د اغزن سیم جوړول پیل کړل.

د پاکستان پوځ لیکواله او کارپوه عایشه صدیقه وایي: «له نظامي نظره، اغزن سیم د پاکستان امنیت ښه والي لامل شوی. خو کولی شو په کنټرول کې یې نرمښت ولرو. ملګرو ته یې د تېرېدو اجازه ورکړه او د دښمنانو مخه یې ونیوله.»

د سوېلي اسیا د ټرورېزم پورتال پر بنسټ، په نوي ډهلي کې د مېشت ډېټابېس پر بنسټ، پاکستان په ۲۰۲۰ز کال کې، د ترورېزم اړوند ۳۱۹ پېښو او ملکي وګړو کې د ۱۶۹ وژنو شاهد و چې ۲۰۱۳ز کال پرتله پام وړ کموالی یې درلود؛ په هغه وخت کې د ترورېزم اړوند شاوخوا ۴۰۰۰ پېښې شوې وې چې د ۲۷۰۰ څخه زیات کسان یې وژلي و. د پاکستان اغزن سیم د دې لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د پاکستان هڅه یادیږي.

نظامي ملیشو سره د پاکستان د مبارزې سره سره، خیال کیږي چې اسلام اباد پاکستان کې له مېشتو نورو افغان او کشمیري نظامي ملیشو په افغانستان او هند کې د نیابتي جګړو د ځواکونو په توګه ملاتړ کړی دی.

د پاکستان ځواکمن پوځ، له ډېرې مودې په دې تورن دی چې افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ خپلو سټراټیژیکو موخو ته لاسرسی غواړي: کابل کې د پاکستان پلوه حکومت رامنځته کول او د هند نفوذ کمول.

د پاکستاني طالبانو د تحریک بېرته راتګ

له دې ټولو سره، څارونکي په دې اړه چې اغزن سیم په یوازېتوب سره د جنګیالیو مخه نیولی شي، شک لري. ځکه چې په ناهمواره سیمو کې همدارنګه شا ته پاتې سیمې او سیمه ییز فساد او په تېرېدونکو سیمو کې د ساتونکو بډې اخیستل هم ستونزې دي.

د دې مانع یا خنډ جوړولو سره سره، د پاکستاني طالبانو د تحریک ملیشې په قبایلي سیمو کې په خپلو پخوانیو مورچلو کې یو ځل بیا شتون پیدا کړی او وروستیو میاشتو کې یې مرګوني بریدونه برابر کړي دي. په یو مرګوني برید کې، د اکټوبر په ۱۵مه په جنوبي وزیرستان کې په ۱۵ چاودنو کې ۱۱ پاکستاني سرتیري ووژل شول. شپږ نور د سړک غاړې پر ماین د دوی موټرو پر وربرابرېدو وژل شوي دي. او کله چې د لېږد بله وسیله د پېښې ځای ته ور رسېدلې، دویمه چاودنه د ۵ سرتېرو په مرګ تمامه شوې.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دواړو چاودنو مسوولیت منلی دی.

د سیمې په اوسېدونکو د اغزن سیم اغېزې

د پاکستان له خوا د کرښې په اوږدو کې د دې اغزن سیم تېرول د خلکو د مرګونو بریدونو لامل هم شوی دی. جولای میاشت کې، د چمن په تېرېدونکې کرښه د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ له نښتې وروسته، لږ تر لږه ۱۵ افغان ملکیان ووژل شول چې وروستیو کلونو کې یوه مرګونې پېښه وه. دا نښتې له کرښې د اوښتو را اوښتو په موخه د اسلام اباد له خوا د تېرېدو د پېژندلیک او بایومټریک سیسټمونو لپاره د سیمې خلکو له اعتراض وروسته رامنځته شو.

د کرښې سیمې پښتانه اوسېدونکي وایي، چې دا ګام د کورنیو د بېلتون او د دندو د له منځه وړلو لامل شوی. د سیمې پښتانه اوسېدونکو چې د کرښې دواړو غاړو ته یې په ازادانه ډول د سوداګرۍ، کورنیو سره د لیدنې یا ان د زده کړو لپاره خپل توان له لاسه ورکړ، ډېر زیانمن شول.

په افغانستان کې هېڅ دولت دا نه مني

د اسلام اباد دا یو هر اړخیز ګام افغانستان محکوموي، ځکه چې دا کرښه، د اختلاف ځای دی او افغانستان د اوسني پاکستان زیاته برخه یا قلمرو د خپلې خاورې اړوند یادوي.

صدیقه وایي، د پاکستاني پوځ له خوا د «کرښې ځواکمنتیا» یو «سیاسي اړخ» هم لري. د هغه په وینا: «اغزن سیم په اساس کې د ډیورنډ کرښې عملي بیان ده.»

افغانستان هېڅکله دا کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې. کابل پر دې ټینګار سره چې د ډیورنډ کرښې اوږدو کې فعالیتونه باید د داوړو هېوادونو تایید ځان سره ولري، د کرښې ځواکمنتیا لپاره د پاکستان پرېکړه محکومه کړه.

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر جانان موسی زی وایي، چې اغزن سیم «د دواړو خواوو پر اړیکو منفي اغېز کوي او د کرښې دواړو خواوو ته پرتو پښتنو د «پردیوالي» لامل کیږي. د اوسېدونکو ترمنځ د خنډ رامنځته کول او د هغو خلکو ترمنځ تفرقه اچونه چې د ژورو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو لرونکي دي، ګټور به نه وي او په افغانستان کې هېڅ دولت یې نه مني.»

افغان چارواکي وایي، دا کټارې به د جنګیالیو او ترورېزم مخنیوي کې کوم رول و نه لري. هغوی وایي، د هغې د جوړولو اصلي لامل په خپله د پاکستان سیاست دی چې موخه یې ملیشه وو ته سلاح او پناه ورکول او په سیمه کې د ترورېزم لېږد دی.