اویغور مسلمانان

نيول شوي ايغوريان په کمپونو کې د سيسټماټيک جنسي تېريو قربانيان: «موخه يې د ټولو له منځه وړل دي.»

بي بي سي، متیو هېل، ډېوېډ کمپنل او جو ګانټر

دري ژباړه: شریفه عرفاني

پښتو ژباړه: امېد اشنا

خبرداری: ځينې کيسې ښايي ځوروونکې وي.

تورسونای ضیاالدین وویل: “د هغو سړيو تل ماسکونه پر مخ و، آن هغه وخت هم چې هېڅ ډول وبا هم نه وه او يوازې کميس او پرتوګ يې اغوستل، نه د پوليسو دریشي.»

له نیمې شپې لږ وروسته د خپلې خوښې ښځې د انتخاب لپاره حجرو ته راتلل او هغوی يې له دې ځايه «تورو خونو» ته بېولې، چېرته چې هېڅ کامره نه وه.

هغې وويل: «دا يو دايمي او نه هېرېدونکی زخم دی. زه حتی نه غواړم دا خبرې په ژبه راوړم.»

تورسنای ضیاالدین ۹ میاشتې په سنکیانگ سیمه کې د چين د اجباري کمپونو په پټو او پراخو سيسټمونو کې تېرې کړې دي. د خپلواکو اټکلونو پر اساس په دې کمپونو کې له يو ميليون زياتې ښځې او سړي، چې د چين په خبره د ايغوريانو او نورو اقليتونو د «بيا روزنې» لپاره جوړ شوي، ساتل کيږي.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي د چین حکومت په تدريجي ډول د ايغوريانو څخه مذهبي او نورې خپلواکۍ اخيستې او د پراخ څار، نيولو، جبري اعتراف او آن په اجباري شنډولو يې خپل ظالمانه اقدامات اوج ته رسولي دي.

دا هغه پالیسي ده چې په ۲۰۰۴ کې د ايغور بيلتونپالو لخوا له تروريستي بريد وروسته سينکيانګ ته د چين د ولسمشر شي جين پېنګ له سفر وروسته پيل شوې ده. تر دې لنډه موده وروسته د هغو اسنادو پر بنسټ چې نيويارک ټايمز تر لاسه کړل، پېنګ سيمه ييز چارواکي مسول کړي، چې له هغوی سره «بشپړ بېرحمانه» چلند وکړي. امريکا تېره میاشت وویل چې له هغه وخته د چين اقدامات د نسل وژنې لامل شوي. چين وايي د پراخو نيونو او اجباري شنډولو رپوټونه «دروغ او پوچې ادعاوې» دي.

د پوځي کمپونو له ننه لومړی لاس مالومات ډېر کم دي، خو څو پخوانيو زندانيانو او يوه ساتونکي بي بي سي ته ويلي چې هغوی د ډله ييز جنسي تيري، ځورونې او شکنجې هغه منظم سيسټم ليدلی؛ يا يې په خپلو سترګو ليدلی او يا يې د دال شواهدو پر بنسټ.

تورسنای ضیاالدین، چې له خوشې کېدو وروسته له سنکیانگ څخه تښتېدلې او اوس په متحده ایالاتونو کې اوسیږي، وايي چې میرمنې «هره شپه» له حجرو اېستل کيږي او د یو یا څو نقاب لرونکو چینایانو لخوا پرې جنسي تېري کيږي. هغې وویل چې درې ځله شکنجه شوه او بیا پرې ډله ییز جنسي تېري شوي؛ هر ځل د دوه یا درې سړيو لخوا.

هغې وویل چې مخکې یې له رسنیو سره خبرې کړې، هغه مهال چې په ​​قزاقستان کې يې «چین ته دايمي لېږلو په وېره کې” کې ژوند کاوه. هغه وايي پوهیږي که هغه څه افشار کړي چې د جنسي تېريو په جریان کې يې تجربه کړي او لیدلي او سنکیانگ ته ستنه کړل شي، نو له پخوا به  زياته سزا ورکړل شي. هغه په ​​ویلو شرمېده.

پر ژورنالیستانو د چین د سختو محدودیتونو له امله په بشپړ ډول د ضیاالدین د خبرو تاييدول ناشوني دي، خو د هغې د سفر اسناد او د کډوالۍ شاليد، چې بي بي سي ته يې وښودل، د هغې پر کيسه د تصديق مهر لګوي. په شین یوان ولسوالي کې د ضياالدين لخوا د هغه کمپ تشرېح او ځانګړنې، چې په ایغور کې د کونز ولسوالي په نوم پېژندل کیږي، د سپوږمکۍ له انځورونو سره د بې بې سي لخوا د ليدل او تحليل شويو انځورونو او د تورسنای لخوا د پوځي کمپ په داخل کې د ژوند د حالت او همدارنګه د ناوړه ګټې اخيستنې له څرنګوالي او طريقو د پخوانيو نيول شويو زندانيانو له ورکړل شويو رپوټونو سره مطابقت لري.

له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د کونز ولسوالي د عدليه سيسټم د داخلي اسنادو له مخې، چې په سينکيانګ کې د چين د سياستونو د لوی کارپوه ادريان زنز لخوا بي بي سي ته ورکړل شوي، «د کليدي ډلو د روزنې له لارې د بدلون» دقيقه پلان ګذاري او لګښتونه ښيي. دا نوم (د کليدي ډلو د روزنې له لارې بدلون) د ايغوريانو د مغز مينځلو يا فکر اړولو خورا ناوړه چارې په اړه په چين کې يوه ښه تعبير شوې رايجه اصطلاح ده. د کونز په يوه سند کې د «روزنې» پديدې مانا په «د مغز پاکول، د زړه پاکول، د عدالت پياوړتيا او د شر له منځه وړل» ياده شوې ده.

بي بي سي د سنکیانگ له یوې قزاقې ښځې سره هم مرکه وکړه، چې ۱۸ مياشتې په دې کمپ کې ساتل شوې ده. هغې وویل مجبوره وه چې له خونې څخه له وتلو مخکې ښځې بربنډې کړي او لاسونه يې وتړي او د هغوی له تګ وروسته خونه پاکه کړي.

ګلزيره اويلخان د هغه څه ښودلو لپاره چې مجبوره وه، ويې وکړي، خپلې ګوتې د سر شاته يو پر بل پسې کېښودې او ويې ويل: «زما دنده دا وه چې ښځې تر ملا پورته پورې لوڅې کړم او لاسونه يې وتړم، چې ونه ښوري. بيا مې ښځې پرېښودې او يو سړی به خونې ته راته، يا به پوليس و يا د پوځي کمپ له باندې راغلي چينايان. زه د وره تر څنګ چوپ کېناستم او کله به چې سړي له خونې وتل، ښځه به مې حمام ته بيوله.»

هغې وويل چې چینایي سړيو “د ښکلو ځوانو زندانيانو د انتخاب لپاره» پيسې ورکولې.

په کمپ کې ځينې پخوانۍ ساتل شوې وايي چې يوازې دوه لارې يې لرلې: يا له ساتونکو سره مرسته يا سزا. اويلخان وويل چې نه يې مقاومت کولی شوای او نه يې مداخله.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا د تېري سيسټم په سيستماتيک ډول دی که څنګه؟ وويل: «هو، جنسي تېری.»

نوموړې وايي: «هغوی زه په زور خونې ته ننباسلم. مجبوره يې کړم چې ښځې بربنډې کړم، لاسونه يې وتړم او له خونې ووزم.»

ضیاالدین وویل ځینې میرمنې چې د شپې له حجرو اېستل شوې وې، هېڅکله بیرته راستنې نشوې. هغه ښځې، چې بېرته راوستل کېدې، تهديد شوې وې چې په حجرو يا ډله ييزو کې د هغه څه په اړه چا ته څه ونه وايي، چې پرې تېر شوي دي.

هغې وویل: «حق نلرئ چا ته ووايئ چې څه درباندې تېر شوي، يوازې چوپ ويدې شئ. دا هغه پروسه ده چې د ټولو د روحيې د له منځه وړلو لپاره جوړه شوې وه.»

ښاغلي زنز بې بې سي ته وویل چې د دې کیسې لپاره راټول شوي شواهد «د هغو ډېرو وحشي شواهدو له ډلې دي چې زه يې د جنايت له پيله شاهد وم او د هغو ډېرو ناوړه پېښو تصديق کوونکي دي، چې ما اورېدلي دي. دا رپوټ د جنسي تیريو او شکنجو له هغه په ډېره پراخه کچه معتبر او مفصل شواهد وړاندې کوي، چې فکر مو يې کاوه.»

ايغوريان ډېری د ترکي مسلمان لږکیو ډله ده، چې شمېر یې د چین په شمال لويديځ سينکيانګ ايالت کې شاوخوا ۱۱ ميليونه دی. دا سيمه له قزاقستان سره په ګاونډ کې پرته ده او د ياد قوم ځينې کسان هم په دې سيمه کې ژوند کوي. ضياالدين ۴۲ کلنه ايغور او خاوند يې قزاق دی.

ضیاالدین وویل چې دا او خاوند يې په قزاقستان کې له پنځه کلونو تېرولو وروسته د ۲۰۱۶ کال په ورستيو کې سينکيانګ ته ستانه شول، د داخلېدو په وخت کې ترې پوښتنې، ګروېږنې وشوې او پاسپورټونه يې ضبط شول. څو مياشتې وروسته پوليسو هغوی ته وويل چې له نورو ايغوريانو او قزاقانو سره په يوه غونډه کې ګډون وکړي او بيا په ډله ييز ډول ونيول شول.

د هغې په خبره په زندان کې يې لومړني وختونه مناسبو خوړو او تليفون ته په لاسرسي اسانه و. له يوې مياشتې وروسته د معدې په زخم د اخته کېدو له امله پرېښودل شوه. د مېړه پاسپورټ يې بېرته ورکړل شو او هغه د کار لپاره قزاقستان ته ستون شو؛ خو چارواکو ضياالدين پرېنښوده او هغه يې په سينکيانګ کې بندي کړه. د رپوټونو له مخې چين په قصدي توګه د دې کورنيو ځینې غړي په دې هېواد کې ساتي، چې تللي کسان د څه ويلو جرات ونکړي. هغې وويل چې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۹، کله يې چې خاوند په قزاقستان کې و، ضياالدين ته وويل شول چې د پوليسو يوې سيمه ييزې پوستې ته ولاړه شي. هغې ته وويل چې «نورې روزنې» ته اړتيا لري.

د هغې په خبره په کونز کې پخواني زندان ته ولېږدول شوه، اما دا ځای تر پخوا ډېر پراخ شوی و. کتار بسونه ولاړ و او نوي نيول شوي کسان يې ښکته کول.

د ښځو ګاڼې يې ضبط کړې. هغې وویل چې غوږونه يې ورڅخه د لښتيو باسلو له امله خوږ او وينې شول. هغه يې له نورو ښځو سره په يوه خونه کې زنداني کړه. په هغوی کې يوه زړه ښځه وه، چې وروسته د ضياالدين ملګرې شوه.

ضیاالدین وویل: «ساتونکو د دې ښځې له سره ټيکری لرې کړ او د اوږد کميس اغوستو له امله يې پرې چيغې وکړې. پر اوږدو کميسونو بنديز دی او له دې امله ايغوريان نيول کيږي. له لاندې جامو پرته يې ترې نور ټول کالي وباسل او هغه يې بربنډه کړه. ښځې د شرم له امله ځان په خپلو څنګلو پټ کړی و. ما د هغوی د چلند له امله ډېر وژړل. هغې د باران په شان اوښکې تويولې.»

ضیاالدین وویل ښځو ته وویل شول خپل بوټونه او ټول کشېدونکي يا تڼۍ لرونکي کالي ور وسپاري. بيا يې هغوی ځينو ډله ييزو خونو يا حجرو ته ولېږدولې. په لومړيو يو، دوه مياشتو کې خاص څخه پېښ نشول. هغوی په حجرو کې د تبليغاتي پروګرامونو کتلو ته مجبورې شوې او وېښتان يې په زور پرې واړه کړل.

هغې وویل چې څه موده وروسته پولیسو له هغې د خپل خاوند په اړه پوښتنې، ګروېږنې کولې او کله به چې دې مقاومت کاوه، دا به يې پر ځمکه ويشته او په خېټه کې به يې وهله.

هغې وویل: «د پولیسو بوټونه ډېر کلک او درانه و ، له دې امله مې اول فکر کاوه چې د لرګي په څېر په کلک شي مې وهي. وروسته پوه شوم چې په لغتو مې په خېټه کې وهي. نږدې و، چې مړه شم. بدن مې ګرم شو، فکر مې کاوه ځان مې اور اخيستی.»

په کمپ کې یوه ډاکټر ورته ویلي و، چې ښايي په خېټه کې يې وينه لخته شوې وي. کله چې د خونې نورو ښځو ساتونکو ته وويل چې له دې وينې ځي، هغوی ځواب ورکړ: «له ښځو وينه تلل، طبيعي چاره ده.»

د ضیاالدین په خبره په هر حجره کې ۱۴ ښځې وې، چې دوه چته تختونه، د اوسپنې پنجرې، يو کوچنی حوض او يو د کمود تشناب يې درلود. هغې وويل کله يې چې اول وار د شپې له حجرې د ښځو اېستل وليدل، په لامل يې پوه نشوه. هغې فکر کاوه چې دا ښځې بل ځای ته لېږدوي.

بيا د ۲۰۱۸ په مې مياشت کې «دقيق تاريخ ندی رامعلوم، هلته انسان ته تاريخ نه معلوميږي» ضياالدين او د دې د خونې يوه بله شاوخوا شل کلنه ښځه د شپې راوباسل شوې او یوه چينايي سړي ته، چې ماسک يې اغوستی و، په واک کې ورکړل شوې. انجلۍ بلې خونې ته يوړل شوه.»

ضیاالدین وویل: «خونې ته له ننوتلو سره سم انجلۍ چيغې شروع کړې. نه پوهېږم تاسو ته يې څنګه تشرېح کړم، فکر مې وکړ چې هغه شکنجه کوي، د جنسي تيري فکر مې هېڅ ذهن ته رانغی.»

هغې ښځې چې دوی یې له حجرو څخه راوستلې وې، سړيو ته يې د ضياالدين د وروستۍ خونريزي په اړه وويل.

«وروسته له دې چې ښځه زما د حالت په اړه وغږېده، چينايي سړي ښکنځلې ورته وکړې.» ماسک دار سړي ورته وويل «هغه تورې خونې ته بوزه.»

دې ښځې زه بلې خونې ته بوتلم، چې د انجلۍ خونې ته نږدې وه. هغوی يوه برقي ډنډه لرله، زه نه پوهېدم چې څه شی ده؟ بيا يې هغه زما په تناسلي ځای کې ننباسله او په برېښنايي شاټ يې شکنجه کړم.»

هغې وویل کله چې هغې ښځې د دې د روغتيايي حالت په اړه بيا مداخله وکړه، په تياره خونه کې د ضياالدين د شکنجې لومړۍ شپه پای ته ورسېده او بېرته حجرې ته راوستل شوه.

شاوخوا يو ساعت وروسته د حجرې ښځې هغه بېرته راوستله.

ضیاالدین وویل: «دې انجلۍ له هغه وروسته بيخي توپير وکړ. هيچا سره يې خبرې نه کولې. غلې به ناسته وه. داسې وه لکه چې په تياره خونه کې ناسته وي. ډېرو په هغو حجرو کې عقل له لاسه ورکړی و.»

د حجرو سربېره، د دې کمپونو بله اصلي ځانګړتیا د درسي ټولګيو ده. ښوونکي د نيول شويو کسانو د “بیا روزنې” لپاره ګمارل شوي دي. د دې چارې د فعالانو په خبره دا د ايغورانو او نورو لږکیو د کلتور، ژبې او مذهب د له منځه وړلو او په دوی کې د چينايي کلتور د پر ځای کولو طريقه ده.

قلبینور سدیک، د سنکیانگ یوه ازبکه ښځه، د چینايي ژبې ښوونکې وه چې کېمپونو ته راوړل شوې او زندانيانو ته په تدرس کولو مجبوره شوې وه. سديک له هغه وروسته له چين څخه وتښتېده او د خپلو تجربو او تېر حالت په اړه يې ښکاره خبرې وکړې.

سديک بي بي سي ته وویل د ښځو کمپ «په بشپړ ډول کنټرول شوی و.» هغې وویل کيسې يې اورېدلې وې: د سختو جنسي تیريو نښې او غږونه. سديک يوه ورځ د چينايانو په کمپ کې يوې پوليسې ته، چې پېژندله يې، ور نږدې شوه.

«ما له هغې وپوښتل چې د جنسي تېريو په اړه مې وحشتناکې کيسې اورېدلې دي، آيا ته په دې اړه څه مالومات لرې؟» هغې وويل چې بايد د غرمې ډوډۍ پر مهال په انګړ کې خبرې وکړو.

«زه هم انګړ ته لاړم، هلته ډېرې کامرې نه وې.» هغې وویل: «هو، جنسي تیري په یو کلتور بدل شوي دي. دا جنسي تیري دي او چینایي پولیس نه یوازې پر دوی جنسي تیري کوي، بلکې په برېښنا یې هم شکنجه کوي. هغوی په وحشتناک ډول شکنجه کيږي.»

سديک هغه شپه ويده نشوه: «ما د خپلې لور په اړه فکر کاوه، چې له هېواده  بهر يې زده کړې کولې او ټوله شپه مې وژړل.»

د ايغور د بشري حقونو د يوې پروژې لپاره په يوه بله شاهدي کې سديک وويل، هغې اورېدلي چې د ښځو د شکنجې لپاره يوه برېښنايي ډنډه د هغوی بدن ته ننباسل کيږي؛ هغه تجربه چې ضياالدين يې يادونه کړې وه.

سديک وويل: «څلور ډوله بریښنایی شاټونه شته: څوکۍ، دستکشونه، هیلمېټونه يا وسپنيزې خولۍ او په برقي ډنډه مقعدي تېری. چيغو په ټوله ودانۍ کې ازانګې کولې. ما ځينې وخت د غرمې د ډوډۍ او کله د درسي ټولګي پر مهال چيغې اورېدې.»

په کمپ کې کار ته اړه شوې يوه بله ښوونکې سايراګول ساويتبای بي بي سي ته وويل چې «تېری معمول و» او ساتونکو «هغه انجونې او ځوانې ښځې، چې زړه يې غوښتل، له ځان سره بيولې.»

هغې وويل چې پر داسې ښځه د ډله ييز جنسي تېري شاهده ده، چې يوازې ۲۰ يا ۲۱ کاله عمر يې و؛ هغه د هغو سلو ښځو له ډلې لومړۍ ښځه وه چې د اجباري اعتراف لپاره هلته راوړل شوې وه.

نوموړې وايي: «تر هغه وروسته د ټولو په مخکې پوليسو په نوبت پر هغې تېری وکړ. د دې کار پر مهال هغوی ښځې تر نظر لاندې ساتلې او هر چا چې مقاومت کاوه، لاسونه يې موټی کول، سترګې يې پټولې يا يې بلې خوا ته کتل، هغه به يې انتخابوله او د سزا لپاره يې بيوله.»

ساویتباي وویل: «هغې ځوانې ښځې د مرستې لپاره چيغې وهلې. بيخي ډېر وحشتناک حالت و. داسې مې احساس کړه چې مړه يم. زه مړه وم.»

په کونز کېمپ کې ورځې په اونيو او مياشتو واوښتې. د نيولو شويو وېښتان لنډ شول، ټولګيو ته ولاړل او نه توجيه کېدونکي روغتيايي ازميښتونه پرې کېدل، د ګوليو خوړلو ته اړ اېستل کېدې او په هرو ۱۵ ورځو کې يو ډول «واکسين» ورکول کېده چې هغوی يې ټوخولې او بې حسه کولې.

ضیاالدین وویل چې مېرمنې په زور شنډېدې او يا د IUD (له حامله کېدو د مخنيوي دستګاه) استفادې ته اړ اېستل کېدې، په دوی کې هغه ښځه هم وه چې له ۲۰ کلونو زيات عمر يې نه و. هغه وايي: «موږ ټولو د هغې لپاره غوښتنه کوله.» د اسوشېټېډ پرېس د وروستيو څېړنو له مخې په سينکيانګ کې د ايغوريانو شنډول په چټکۍ زيات شوي دي. د چين حکومت بي بي سي ته وويل: دا ادعاوې «کاملا بې بنسټه» دي.

نوموړې وايي چې د روغتيايي مداخلو سربېره د ضياالدين په کمپ کې نيول شوي اړ و، چې په ساعتونو چينايي د هېواد پالنې سندرې ووايي او د دې هېواد د ولسمشر شي جين پېنګ د وطنپالنې تلويزيوني پروګرامونه وګوري.

«نور مو له کمپ څخه د باندې ژوند هېريږي او په اړه يې فکر نشئ کولی. نه پوهېږم چې هغوی موږ مغزي مينځلي و، که د واکسين او ګوليو جانبي اغېز و. خو په مړه خېټه له ډوډۍ خوړلو پرته مو بله هيله نلرله. سخت به وږي و.»

د کمپ د يوه پخواني ساتونکي وویل، چې له چين بهر له بل هېواد څخه يې د ويډيوي اړيکې له لارې له بي بي سي سره خبرې کولې، چې زندانيانو ته د ځينو سرغړونو، لکه د شي جين پېنګ په اړه د کتاب د ځينو برخو د سم نه ساتلو له امله ډوډۍ نه ورکول کېده.

هغه وويل: «کله چې موږ نيول شوي کسان د اجباري کار لپاره کمپ ته لېږدول، ما لیدل چې ټول د هغه کتاب په ساتلو مکلف دي. هغوی ډېر ساعتونه د هغه کتاب د متن په يادولو تېرول. د ټولو په لاسونو کې کتاب و.»

هغه وايي: «څوک به چې په ازموينه کې کامياب نشول، مجبور و، چې درې رنګه کالي واغوندي او هر رنګ ښودله چې يو، دوه که درې ځله ناکام شوی دی. نورې سزاګانې هم وې، لکه ډوډۍ نه ورکول او وهل، ټکول.»

هغه زياته کړه: «زه هغه کمپ ته ننوتم. زندانيان مې هغو کمپونو ته بوتلل. ما هغه ناروغ او بدبخته کسان وليدل. زه په ډاډ وايم چې هغوی حتما سختې شکنجې تېرې کړې وې.»

د ساتونکي د خبرو خپلواک تصديق شونی نه و، خو هغه ځينې اسناد وښودل چې ښيي چې هغه له هغو په کوم کمپ کې دنده تر سره کړې ده. هغه د هويت پټ پاتې کېدو په شرط خبرې وکړې.

ساتونکي وویل چې هغه د حجرې د جنسي تیريو مالومات نلري. هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د کمپ ساتونکي له برېښنا استفاده کوي، وويل: «هو، استفاده ترې کوي. هغوی هغه برېښنايي وسيلې کاروي.» د دې ساتونکي په خبره له شکنجې وروسته نيول شوي کسان په بېلابېلو خيالي جرمونو اعتراف ته مجبور شول. هغه وويل: «ما هغه اعترافونه په خپل زړه کې ساتلي دي.»

د ولسمشر پېنګ شتون په ټولو کېمپونو کې حس کيږي. د هغه انځورونو او شعارونو دېوالونه پوښلي دي. هغه د «بيا رورنې» د پروګرام مرکز دی. په چين کې پخواني انګرېز ديپلومات او اوسمهال د متحده سلطتني خدمتونو په موسـسه کې ستر همکار چارلز پرټون وايي: «شي جين پېنګ د ايغوريانو پر وړاندې د ټولو سياستونو معمار دی.»

پرټون وويل: «دا پلان ډېر متمرکز دی او په ډېره لوړه کچه پکې ښکېل دي. هېڅ شک نشته چې دا د شي جين پېنګ سياست دی. له احتماله لرې ده چې شي يا دې د ګوند نورو لوړو پوړو چارواکو د تيري يا شکنجې جواز ورکړی وي او يا دې يې هغه مديريت کړی وي، خو له «شک پرته» له هغه خبر دي. زه فکر کوم چې هغوی غوره بولي پر دې کار سترګې پټې کړي. د دې سياست د پلې کېدو ډېر سخت امر شوی او پايله يې دا ده. هېڅ محدوديت نشته. زه نه پوهېږم چې د دې کارونو عاملين څنګه غواړي چې د دې پېښو مخه ونيسي.»

د ضیاالدین په خبره د دې کار د عاملينو مخه ونه نيول شوه.

هغې وویل: «هغوی نه یوازې جنسي تیري کول، بلکې زموږ بدنونه يې هم سوځول. نه پوهېږم چې انسانان و، که حيوانات.» هغه په دسمال خپلې اوښکې پاکوي او تر ډېره چوپ پاتې کيږي، چې ځان کنټرول کړي.

«هغوی زموږ د بدن پر هېڅ ځای رحم ونکړ، زموږ د بدن ټول ځايونه يې سوځولي او وېروونکې نښې يې پاتې شوي دي. هغوی ته کتل کرکجن و. زه درې ځله دغه ډول شکنجه شوم. يو کس نه و، بلکې هر ځل دوه يا درې سړيو بريد کاوه.»

ضياالدين وويل چې څه موده وروسته يوه ښځه حجرې ته راغله، چې ويل يې د ډېرو بچيانو زېږولو له امله نيول شوې ده. هغه درې ورځې ورکه شوه او کله چې بېرته راستنه شوه، هغه نښې يې پر بدن وې.

«هغې خبرې نشوای کولی، يوازې يې زما له غاړې لاسونه تاو کړل او سلګۍ يې وهلې، خو خبرې يې نکولې.»

د چین حکومت د جنسي تیري او شکنجې د تورونو په اړه د بي بي سي پوښتنو ته مستقیم ځواب ورنکړ. د سينکيانګ د کمپونو وياند په يوه بيانيه کې وويل چې کمپونه، زندانونه ندي، بلکې «د روزنې او حرفه يي زده کړو مرکزونه» دي.

ویاند وویل: «د چين دولت د ټولو قومي اقليتونو حقونه او ګټې په مساوي ډول ساتي.» هغه زياته کړه چې دولت «د ښځو د حقونو زيات ملاتړ کوي.»

ضیاالدین د ۲۰۱۸ په ډېسمبر کې له نورو هغو کسانو سره پرېښودل شوه، چې خاوندان يا خپلوان يې په قزاقستان کې و؛ د سياست ښکاره بدلون چې هغه يې تر اوسه په اړه په بشپړ ډول نه پوهيږي.

پولیسو د هغې پاسپورټ بېرته ورکړ او هغه قزاقستان ته وتښتېده او بيا د ايغور د بشري حقونو د ملاتړ پروژې له لارې متحده ايالتونو ته ولاړه. هغې د پناه غوښتنه کړې ده. هغه واشنګټن ډي سي ته نږدې په يوه ارامه څنډه کې د ايغور د سيمه ييزې ټولنې د يوه کور له څښتنې سره اوسيږي. دا دواړه ښځې يو ځای اشپزي کوي او د کور د شاوخوا پر سړکونو قدم وهي. له پېښې لرې ناڅاپه ژوند. ضياالدين چې کله په کور کې وي ډېر ګروپونه ګل کوي؛ ځکه چې په کمپونو کې به تل ورته ګروپونه روښانه و او تر رڼايي لاندې به وې. متحده ايالتونو ته له راتلو يوه اونۍ وروسته اړ شوه چې د سختو لغتو خوړلو له امله په جراحي عمليات خپل رحِم لرې کړي. هغې وويل: «ما د مور کېدو چانس له لاسه ورکړ.» هغه غواړي خاوند يې، چې اوسمهال په قزاقستان کې دی، له دې سره يو ځای شي.

ضیاالدین له خوشې کېدو وروسته، مخکې له دې چې وتښتي، په سينکيانګ کې منتظره پاتې شوه. هغې ليدل چې سيسټم حنګه خلک نيسي او بېرته يې پرېږدي. نوموړې د هغه اغېز شاهده وه، چې د دې سياست له امله د خلکو پر ژوند پرېوتی و. د خپلواکو څېړنو له مخې په سينکيانګ کې په تېرو څو کلونو کې د زېږون کچه په بېساري ډول کمه شوې ده؛ هغه اغېز چې شنونکو «ډله ييزه نسل وژنه» بللې ده.

ضیاالدین وویل چې په ټولنه کې ډېری خلکو شرابو ته مخه کړې ده. څو واره يې پر سړکونو د هغو ښځو بېهوشه کېدل ليدلي، چې په حجره کې ور سره وې؛ هغه ځوانه ښځه هم چې په لومړۍ شپه له هغې سره له حجرې واېستل شوه او د چيغو غږونه يې د څنګ په خونه کې اورېدلي و. ضیاالدین وايي چې روږدي کېدو هغه ښځه بيخي خرابه کړې ده: «د هغې يوازې بدن پاتې، که نه مړه ده. جنسي تېريو له منځه يوړه.»

«هغوی وايي چې خلک پرېښودل کيږي، خو زما په نظر څوک چې له هغه ځايه راووزي، نور ختم دی.» هغې وويل: «پلان همدا و. څارنه، مداخله، اجباري اعتراف، غير انساني کول، شنډول، شکنجه او جنسي تېری. د هغوی موخه د ټولو له منځه وړل دي او ټول پر دې پوهيږي.»