هنر

هنرمندان: پکتيا کې هنر ته هېڅ پام نه کيږي

خبریال: امید اشنا

په پکتيا کې د هنر د بېلابېلو برخو فعالان او هنرمندان شکايت کوي چې په دې ولايت کې هنرمندانو او د هنر پراختيا ته هېڅ پاملرنه، نه کيږي. 

د پکتيا خطاطان، رسامان، ميناتوران، انځورګرانو او تابلو جوړوونکي، چې د ودان افغانستان ګوند ولايتي دفتر لخوا د هنرمندانو د ستاينې په يوه پروګرام کې يې خپل اثار او تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې، هنر ته د دولت او مسولو ادارو په نه پاملرنه خواشيني دي. 

کندهار مشعل له ماشومتوبه د انځورګري مينه وال و او له تېرو شپاړس کلونو راهيسې خطاطي او انځورګري کوي، خو وايي د کار په برخه کې يې د ملاتړ او تشويق د نشتون له امله په پخوانۍ مینه کار نشي کولی. 

مشعل وويل چې په پکتيا کې په ياده برخه کې هېڅ کار ندی شوی او نه يې اوس دولت او نورې ادارې پراختيا او ښه کېدو ته کار کوي. 

دی وايي: «پکتيا کې هنري حالت ډېر خراب دی، موږ سره هيڅوک همکاري نکوي. موږ تابلوګانې جوړې کړو، خو زموږ په دفتر او هنري څانګه کې خرابيږي او بازار نه ورته لرو، چې هلته يې خلک وګوري او ويې پيري. موږ له دوی څخه نه رنګ غواړو، نه برس غواړو او ورنه کاغذ غواړو، فقط موږ دې تشويق کړي.»

د ګردېز اوسیدونکی بهايي جان، چې له تېرو کابو پنځه ويشت کلونو راهيسې د هنر په رسامي او ميناتوري برخو کې فعال دی، وايي چې په خپل شخصي لګښت يې دې چارې ته دوام ورکړی دی. 

جان وويل چې له هنري لارې لا هم عايد نشي تر لاسه کولی او د کورنيو ورځنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره نور کاروبار کوي. 

دی وايي: «پکتيا کې هېڅ کار ندی شوی، زه د کابل له پوهنتون څخه کادر فارغ شوی یم، شل کیږي چې له خپل هنر څخه لري يم، خو زه دومره علاقه لرم چې په خپلو شخصي امکاناتو دا کار کوم. له حکومت نه غواړم چې هنرمندان تشويق کړي.»

يو تن خطاط طاهر افغان هم ورته شکايت کوي او وايي چې د هنر د هرې برخې فعالان په زياتو ستونزو کې خپل هنري ژوند او هنري چارو ته دوام ورکوي. 

افغان وويل: «لکه څنګه چې د نورو ځايونو او هېوادونو هنرمندان يوه تابلو جوړوي او هغسې يو بازار ورته لري او بيا يې خرڅوي، موږ ته هغسې بازار ندی جوړ شوی. نندارتونونو او د خلکو لېوال کولو ته کار ندی شوی؛ همدارنګه چا مو پوښتنه نده کړې، چې د کار لپاره اسانتياوې راته برابرې کړي.»

نثار حبيب هنر د هرې ټولنې جدي او د کلتوري سمون او غنا مهمه برخه يادوي او ټينګار کوي چې د اصيل افغاني هنر احيا او پراختيا ته بايد زيات کار وشي. 

حبيب وويل چې هنر نه يوازې د ټولنې د افرادو عالي ذوق روزي، بلکې د ناسمو ټولنيزو پديدو په حل او له منځه وړو کې هم رول لري. 

دی وايي: «هنر دومره يوه ښه ځانګړتيا لري، چې هم پيغام لېږدوي، هم مفهوم او مانا لېږدوي، هم نيوکه کوي او هم د خلکو احساسات نه راپاريږي، نو له دې اړخه زموږ د ټولنې په جوړېدو، له ټولنې د کاذبو ارزښتونو په نفي کېد او د کلتور په سمون او غنا کې ډېر زيات رول لوبولی شي.»

د دې پرورګرام يو تن تنظيموونکی نصير غورځنګ وايي چې موخه يې دولتي او او غير دولتي هنري ادارو ته په پکتيا کې د هنر د برخې ظرفيت ښودل او د هغوی پام رااوړل دي. 

غورځنګ وويل: «هدف دا و، چې هنرمندان خپل خطاطي شوي او رسامي شوي اثار خلکو ته وړاندې کړي، چې پکتيا کې څومره ظرفيت دی او بل دا چې دولت دوی ته پام وکړي؛ ځکه اکثره هنرمندان د اقتصادي ستونزو له امله په شخصي کارونو کې مصروف دي.»

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور صلاح الدين سليس وايي چې تر وسه يې هنر پاللو او د هنرمندانو د ستونزو په حل او تشويق کې هڅه کړې ده، خو په خبره يې د بوديجې د کموالي له امله تر دې زيات څه نشي تر سره کېدی. 

مشفق وویل: «ستونزې شته، هغسې چې لازمه ده کافي بوديجه د اطلاعاتو او فرهنګ په واک کې هم نشته، خو بيا هم په هره ربعه کې موږ تقريبا هنرمندانو ته دوه او درې نندارتونونه جوړ کړي او د وزير په لاسليک مو تنديسونه او لاسليکونه ورکړي او دوی مو نازولي او تر دې وروسته هم کوشـش کوو چې لا زيات پام ورته وکړو.»

پکتيا کې په داسې حال کې د فرهنګ او هنر او په دې هره برخه کې له زياتو ستونزو او د همکاري له نشتوالي شکايتونه کيږي، چې د ارقامو له مخې په تېر مالي کال کې هم ياد وزارت آن خپله نيمه بوديجه نه وه مصر کړې.