کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې پرې اخته هېڅ ناروغ نه دی مړ شوی

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۸۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۱۹ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، بلخ، تخار، کندوز، نیمروز، بدخشان، لوګر، هلمند او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۴۹۲ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته یو ۱۴۶ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۲۷۹ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته هېڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر هماغه دوه زره او ۴۲۷ تنه دي.