لویې لارۍ

د لويو موټرو چلوونکي: له ګټې مو تاوان ډېر دی، نور ناقانونه پيسې نشو ورکولی

اطلاعات روز: پکتيا کې د لويو بار وړونکو موټرو ګڼو چلوونکو ورڅخه په لويو لارو کې د غيرقانوني پيسو اخيستل کېدو په غبرګون کې اعتراض پيل کړ او ويې ويل چې له دې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی د ګردېز اړوند په تېره سيمه کې د ګردېز ــ کابل لويه لار وتړله او وايي سره له سبا به کوچنيو موټرو ته هم د اعتراض په ډول پر دې لاره د تګ، راتګ اجازه ورنکړي.

د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي چې په لويو لارو کې ترې د ځينو امنيتي پوستو پوليس، ترافيک پوليس او د ترنسپورت او ترازو ادارې په غيرقانوني ډول پيسې اخلي، چې نور يې د ورکولو توان نلري.

د لويو موټرو د اتحاديې ولايتي مشر محمدايوب وايي چې له ډنډپټان څخه تر پلازمېنې کابل پورې ورڅخه د غير قانوني اخيستل کېدونکو پيسو اندازه شاوخوا ۳۰ زره افغانيو پورې رسيږي.

ايوب وویل: «هر قومندان څو، څو پوستې لري. هر يو پيسې اخلي. طالب خو هسې ملا تړلې، حکومته ته مو ولې شکوې؟ ترافيک له ګردېز ښار نه بالاده ته راځي او پيسې رانه اخلي، حکومته ته خبر نه يې، که شريک يې؟!»

د دوی له ډلې علي محمدخان وايي چې د ډنډپټان ــ ګردېز لويې سوداګريزې لارې په اوږدو کې، په تېره په سيدکرم او ميرزکه ولسواليو کې د ځينو امنيتي پوستو له ناوړه چلند او باج ګيري څخه خورا زيات تنګ شوي دي.

خان وويل يادې چارې يې پر کاروبار هم ناوړه اغېز کړی او نور ورته د اووښتونکي تاوان زغم نلري.

نوموړي زياته کړه: «موږ نور غير قانوني پيسې نه منو. قانون ته پوره احترام لرو، قانوني پيسې ورکوو، خو غيرقانوني پيسو مو نور ملا راماته کړې ده. ترانسپورټ د ۵۰۰ افغانيو پر ځای رانه ۲۰۰۰ افغانۍ اخلي.»

يو بل لوی موټر چلوونکي حاجي محمد وويل چې د دې ستونزې له امله د هېواد په نورو زونونو کې هم د اعتراض په ډول لويې شوې؛ ځکه په خبره يې شاوخوا ۱۵ مياشتې مخکې ورته ولسمشر د دوی د اعتراضونو په غبرګون کې له ۳۰ ټنه کم داخلي ترانسپورټ معاف کړی و، خو اوس ګمرک، ترانسپورت او ترازو په هر ولايت کې ورڅخه بېلې، بېلې پيسې اخلي.

محمد وايي: «دا ډرېوران د دې ملت او د دې وطن خلک دي، د خلکو ډېر مشکلات حلوي او شيان ورته رسوي. ولې ظلم راسره کيږي؟»

يو بل موټر چلوونکی نعمت الله وايي چې د اتحاديې ګډونوالو يې په غزني ولايت کې هم د کندهار ــ کابل لويه لاره هم د ټولو موټر چلوونکو په مخ تړلې ده.

نعمت وويل: «په سيدکرم، د زابل په نورک او د غزني په ځينو سيمو کې له پوستې ټيم راته راځوړند کړي، پيسې رانه پکې پورته کوي. ما هغه ورځ په زابل کې په ټيم کې زر افغانۍ ورکړې، د ټوپک ډز يې راباندې وکړ، چې کمې دي. نو دا څنګه دولت دی؟»

په غزني کې د کندهار ــ کابل لويې لارې تړل کېدو له امله واړه موټر لومړی ګردېز او له هغه ځايه پلازمېنې کابل ته ځي، چې د کرايې سربېره يې د لارې د اوږدوالي له امله هم ستونزې زياتې دي.

د غزني اوسېدونکي وايي چې د غزني ــ کابل کرايه ۳۵۰ افغانۍ ده، خو د لارې تړل کېدو له امله ۱۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د پکتيا ولايت د سوداګرۍ خونې مسولين هم دا ستونزه جدي بولي او وايي چې له دې امله سوداګرو له زياتو ستونزو سره مخ دي، خو مسولو چارواکو سره له څو ځله شريکېدو سربېره يې د حل لپاره اقدام ندی شوی.

د يادې خونې مشر عبدالنصير عالميار اطلاعات روز ته وويل په لويو سوداګريزو موټرونو کې مېوو، سبزيجاتو او ځينو ژر خرابېدونکو توکو په اړه اندېښمن دی، چې ځينې له اوس خراب شوي دي.

خو د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر وايي چې په دې اړه دې ور سره مستند شکايت شريک شي.

سرتېر وويل: «د شکايت مرجع قومنداني ده، دوی دې خپله خبره ثبوت کړي، د هغه ځای او شخص عکس دې واخلي يا دې يې شهرت راوړي، موږ به ورته سزا ورکړو.»

د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل هم وويل چې له قانوني محصول پرته هېڅوک له بار وړونکو موټرو د غيرقانوني پيسو اخيستو حق نلري او دوی به په دې اړه پلټنه وکړي.

د موټر چلوونکي وايي چې د ځينو دلتي ادارو يا پوستو سربېره ترې وسله وال طالبان هم په بېلابېلو ځايونو کې پيسې اخلي، خو ياده ډله وايي چې له لويو موټرونو محصول د خپلو اصولو پر اساس اخلي.