فراه کې نصرت کانال

فراه کې د «نصرت کانال» چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وایي، فراه ولایت کې د نصرت په نوم کانال چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یادې ادارې نن (شنبه، ۲۵ د سلواغې) له خپلې فیسبوکپاڼې په خپرې شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کانال د اوبو مدیریت، کرنیزو ځمکو خړوبولو او د موسمي سیلابونو کنټرول لپاره جوړ شوی دی.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لیکلي: «دغه پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د موسمي سیلابونو کنټرول په موخه په په فراه ولایت کې بشپړ او ګټ اخیستنې ته وسپارل شو.»

دغې ادارې دغه راز ویلي، نصرت کانال چې ۳۶ کیلومټره اوږدوالی لري، ۵ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱۱۳۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

له دې وړاندې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په کابل کې له هند هېواد سره د «شاه توت» بند جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی و.