کرونا

افغانستان کې کرونا؛ تېر ۲۴ ساعتونو کې پرې ۲۲ تنه اخته شوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۸۱۴ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۲ پایلې یې مثبتې وې.   

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، تخار، کونړ، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۵ زره او ۵۱۴ تنو ته ورسېد.    

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته یو ۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۴۸ زره او ۳۹۵ تنو ته ورسېد.         

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته هېڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر هماغه دوه زره او ۴۲۷ تنه دي.