هوایي شرکتونه

له دې وروسته کورني هوایي شرکتونه حاجیان لېږدوي

اطلاعات روز: د حج او اوقافو وزارت وایي، راتلونکی ۱۴۰۰ل کال کې د حاجیانو لېږد لړۍ به کورنیو الوتنو سره وشي.

دغه پرېکړه نن (دوشنبه، ۲۷ د سلواغې) د صنعت او سوداګرۍ وزارت کې په یوې غونډه کې چې د دې وزارت او حج او اوقافو وزارت چارواکي او د افغانستان د اریان افغان او کام ایر هوایي شرکتونو او د خصوصي سکټور استازو په کې ګډون درلود شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد هوایي شرکتونو د دې لړۍ پیلولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.

د خبرپاڼې له مخې: «په دې ناسته کې، د افغانستان دآریانا افغان او کام ایر هوايې شرکتونو سعودي عربستان ته د حاجیانو په لیږدولو کې خپل چمتووالی اعلان کړ ، او ویې ویل چې دوی په راتلونکي لمریز کال کې سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږدولو لپاره بشپړ چمتو والی لری.»

د خبرپانې په وینا، د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني وویل، چې د دې غونډې هدف سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږد په پروسه کې د کورنیو شرکتونو د امکاناتو څیړنه او د حکومت لخوا د هغوي مالي ملاتړ دی.

همدا راز د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ټینګار وکړ چې د حاجیانو د لیږد پروسې قرارداد به د وزارت د شرط نامې سره سم کورنیو دولتي او خصوصي هوایی شرکتونو ته ورکړل شي.

د یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي حلیمي زیاته کړه که چیرې کورني هوايي شرکتونه سعودي عربستان ته د حاجیانو د لیږدونې امکانات نه درلودل، وزارت به د حاجیانو د لیږد لپاره له بهرنیو شرکتونو سره تړون لاسلیک کړي.