ننګرهار جلال اباد

ننګرهار کې د داعش او نورو وسله والو ځپل؛ چارواکي یې لامل د امنیتي پېښو مخنیوي نوي تدابیر یادوي

اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې یې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره نوي تدابیر نیولي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (دوشنبه، ۲۷ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت امنیتي وضعیت د نورو ولایتونو په پرتله د ډاډ وړ بولي.

نوموړی وایې، په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونه توانیدلي چې جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د هدفي وژنو د پلانوونکو په ګډون یو شمیر نورو هغه کسان هم ونیسي چې په امنیتي پېښو کې یې لاس درلود.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا تازه تیره شپه د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار اوومې ناحیې په غوچکو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د ځانمرګي بریدګر په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي وژلي دي.

د خوږیاڼي په وینا وژل شویو کسانو پلان درلود چې جلال اباد ښار کې په دولتي ارګانونو ځانمرګي او ډله یيز بریدونه ترسره کړي چې هدف ته تر رسیدو وړاندې په نښه شوي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «په دې ولایت کې امنیت د نورو ولایتونو په پرتله ډیر ښه دی، مونږ توانیدلي یو، چې د امنیتي ځواکونو په مرسته یو د هدفي وژنو ډلې ونیسو او لا په دې هڅّه کې یو امنیت کنترول شي، تیره شپه هم د عملیاتو پرمهال د داعش ۷ غړي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.»

خو بل لورته بیا د ننګرهار اوسیدونکي د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي او وایې، د پخوا په پرتله دې په ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې، چسپکي ماین چاودنې او نورې جنایې پېښې زیاتې شوي دي.

نوراغا د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی هغه له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي. هغه زیاته کړه: «د جلال اباد ښار او ولسوالیو کې امنیت ورځ تربلې خرابیږي او لوی لامل یې د چارواکو بې پروایي ده، ځکه پولیس مجرمین نیسي خو سزا نه ورکول کیږي همدا لامل دی چې امنیت خراب شوی.»

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي د ننګرهار ولایتي او نور امنیتي ارګانونه په خپلو چارو کې پاتې بولي. د ننګرهار پوهنتون استاد منګل شیرزاد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ناامنیو د زیاتیدو لامل په امنیتي ادارو کې د مسوولو کسانو نامسلکي والی، فساد، فقر بې وزلي او نور هغه لاملونه یادوي چې له امله یې د دې ولایت امنیت خراب شوی دی.

شیرزاد زیاتوي: «که هر څوک وایې، چې د ننګرهار امنیت ښه شوی دا سمه خبره نه کوي، ځکه هره ورځ د نورو ولایتونو په څیر دې ولایت کې هم هدفي وژنې او چاودنې کیږي او لامل یې هم فساد د چارواکو بې غوري او خپلو دندو ته د مسولینو نه ژمنتیا ده.»

د ننګرهار امنیتي چارواکي داسې مهال په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه والي ډاډ ورکوي، چې په دې وروستیو کې له مرکز جلال اباد ښار سربیره له یو شمیر لیرې پرتو ولسوالیو هم د امنیتي پېښو او د وسله والو ډلو د فعالیتونه راپورونه ورکول کیږي.