انجونې

په ګردېز او ولسواليو کې د مدني بنسټونو لخوا انجونو ته ګڼ ژمني کورسونه جوړ شوي

خبریال: امېد اشنا

په پکتيا ولايت کې په لومړي ځل د حماس خيريه بنسټ او ځينو نورو مدني بسنټونو لخوا په ګردېز او څو ولسواليو کې انجونو د بېلابېلې مضمونونو او کانکور د امادګي ژمني کورسونه جوړ شوي دي.

د پوهنې رياست مسولين وايي چې دا ساينسي مضمونونو، رياضياتو او انګليسي دا کورسونه ورته په ګردېز، احمدابا، څمکني، ډنډپټان، ځاځي اريوب، ميرزکه او سيدکرم ولسواليو کې فعال شوي دي.

د حماس خيريه بنسټ مشر ډاکټر عبدالهادي حماس وايي چې هلکان په ښار کې په بېلابېلو کورسونو کې زده کړې کولی شي، خو انجونو ته داسې اسانتيا نه وه چې ستونزمن مضمونونه پکې تعقيب کړي.

حماس اطلاعات روز ته وويل چې د دوی د معلوماتو او تحليل له مخې اوس هم په دې برخه کې زياته اړتيا ده او له نورو دولتي او غير دولتي خيريه بنسټونو ورته پاملرنه غواړي.

د نوموړي په خبره ياده چاره د انجونو زده کوونکو لپاره خورا مهم ارزښت لري او د لېسې دورې د ټولګيو سربېره په کانکور کې ور سره حياتي مرسته کوي.

ډاکټر هادي حماس وايي: «په کانکور کې د پکتيانيو خوېندو د کم ګډون يا د ډېرې اړتيا وړ يعنې طب پوهنځي ته کم برياليتوب يو لامل دا دی چې زموږ خوېندې د کانکور د آمادګي کورسونو ته لاسرسی نه درلود.»

يوه ښوونکې کامله احمدي وايي چې انجونې د ساينسي مضمونونو، رياضياتو، انګليسي او د کانکور چمتووالي کورسونو ته ډېره اړتيا لري.

احمدي وويل چې څه موده يې په حليمه خزان د انجونو ښوونځي کې په وړيا ډول انجونو ته د ساینسي مضمونونو تدريس کاوه، خو اوس په نسوان شهري لېسه کې ګڼو انجونو ته د حماس خيريه بنسټ لخوا په جوړ شويو کورسونو کې د کانکور د چمتووالي تدريس کوي.

نوموړې زياته کړه: «شاګردانې ډېرې خوشاله دي او په ډېره علاقمندي دلته راځي. له لرې ځايونو هم راځي، خو کوشش کوي چې ګډون وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ ډېرو شاګردانو ته دا ډول سهولت برابر شي.»

د ښاري نسوان لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې ثنا د اسانتياوو کموالي ستونزه جدي بولي او وايي چې ښوونځی يې مناسبه ودانۍ نلري او د ښيښو تو ماتو کړکيو او دروازو له امله په سړه هوا کې درس وايي.

ثنا وويل: «موږ چې کوم مضمونونه په مکتب کې وايو، هغه ټول ضرور دي، د دې تر څنګ کمپيوټر او انګليسي ډېره مهمه ده چې بايد موږ ته يې سهولت برابر شي. موږ ډېر خوشاله يو چې دا کورس راته برابر شو. غوښتنه مو دا ده چې د دې کورسونو موده زياته کړي.»

د ياد ښوونځي يوه بله زده کوونکې تمنا وايي چې تېر تعليمي کال يې د کرونا ناروغي له امله زيانمن شوی او له نورو مرستندوی بنسټونو د ورته کورسونو فعالولو او مودې غځولو غوښتنه کوي.

تمنا خواشيني ښيي چې لا هم په ګردېز ښار کې انجونو ته د عمومي کوروسونو اسانتياوې ندي برابرې او نه ورته په ښوونځيو کې د ورته کوروسونو جوړېدو برخه کې لازم کار شوی دی.

نوموړي شته فرصت ته هم ډېره خوشاله ده پر دوام يې ټينګار کوي.

تمنا وويل: «کانکور زموږ په ژوند کې ډېره مهمه پروسه ده. انجونې ګردېز کې لا هم د اسانتياوو نه برابرېدو له امله نشي کولی چې په ښار کې کورسونه ووايي. معارف رياست، خيريه خلک او بنسټونه دې په مرکز او ولسواليو کې په لېسو کې دا ډول د کانکور د امادګي کورسونه جوړ کړي.»

د پکتيا د پوهنې رياست مرستياله روحانيه سحر ياد کورسونه ډېر ګټور وبلل او ويې ويل چې ورته اقداماتو ته لا هم زياته اړتيا ده او له مدني بنسټونو او سوداګرو د همکاري غوښتنه کوي.

سحر اطلاعات روز ته وويل چې د محصلينو او ځوانانو ټولنو، مدني ټولنو، خيريه بنسټونو، وکيلانو او شتمنو کسانو لخوا د جوړ شويو کورسونو شمېر له پنځوس زيات دی.

نوموړي زياته کړه چې د منځنۍ دورې د ځينو مضامينو او د کانکور د امادګي په دې کورسونو کې له پنځه زره زيات زده کوونکي زده کړې کوي، چې شاوخوا ۵۰۰ يې انجونې دي.

روحانيه سحر وايي چې په پوهنې رياست کې د دې او په ګردېز او ځينو ولسواليو کې ځينو ښوونځيو ته د ښځينه مديرانو او آمرينو په ګمارل کېدو ښوونځيو ته د انجونو پر تګ مثبت اغېز کړی دی.

سحر وويل: «د معارف کيفيت په هغه کچه ندی، خاصتا د انجونو لپاره چې هغوی دې يوازې په دولسم صنف وکولی شي چې کانکور کې بريالۍ شي، نو دا ډېر ضرور دي او هڅه کوو دوامداره يې وساتو. تېر کال مو د احمدابا ولسوالي څخه د دا ډول کورس په مټ ډېره ښه نتيحه تر لاسه کړه.»

سږکال په کانکور ازموينه کې له پکتيا څخه له ۶۰۰ زياتو انجونو ګډون کړی و، چې له ۲۰ تنو پرته يې نورې بېلابېلو پوهنځيو او څانګو ته بريالۍ شوې وې، چې د بري يو لامل يې د ګردېز ښه ښاري نسوان او احمدابا ولسواليو کې انجونو ته د يو، يو ژمني کورس فعاليت و.