ننګرهار

جلال اباد ښار کې د داعش ډلې د ځانمرګي په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعشیانو د ځانمرګي په ګډون د دې ډلې د مشرتابه اووه غړي وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن(دوشنبه۲۷سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند غوچکو سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د ځانمرګي بریدګر په ګډون د رهبرۍ ۷ غړي له افغان ځواکونو سره دمقاومت په جریان کې وژل شوي دي.

ښاغلی خوږیاڼی وایي، وژل شویو کسانو پلان درلود چې جلال اباد ښار کې په دولتي ارګانونو ځانمرګي او ډله یيز بریدونه ترسره کړي چې هدف ته تر رسیدو وړاندې په نښه شول.

خوږیاڼی زیاتوي: «تیره شپه جلال اباد ښار غوچکو سیمه کې افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې ۷ غړي وژل شوي چې یو په کې ځانمرګی بریدګر هم شامل وو.»

د معلوماتو له مخې ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په جریان کې یو د ځانمرګي واسکټ، یوه قبضه راکټ، ۳ کلاشینکوفونه ، ۲۰ کړۍ لاسي بمونه او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.