روبوټ

روبوټونه به انسانانو ته ماتې ورکړي او پر نړۍ به حاکم شي

لیکوال او راټولوونکی: رحمت الله محمد

لمړی به Artificial Intelligence یا مصنوعي هوښ وپېژنو:

مصنوعي هوښ یا Artificial Intelligence د اوسنۍ نړۍ تر ټولو مهم بحث دی. هوښ مستقیم د لیدو وړ ندی، خو د یو انسان هغه استعداد چې په وسیله یې فکر کوي، تحلیل کوي، په پیچلو مسئلو ځان پوهوي او د هغوی لپاره حل لاره پیدا کوي، هوښ بلل کېږي. انسانان د خپل قوي هوښ په وسیله د لسګونه زره کلونو په موده کې په دې وتوانېدل، چې د پېژندګلوۍ، زراعتي او صنعتي انقلابونه رامنځته کړي، او د نړۍ کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

انسانانو د خپل قوي هوښ په وسیله پیچلي ریاضيکي فورمولونو ته حل لاره پیدا کړه، د طبیعت په قوانینو یې ځان پوه کړ، راډیویي څپې یې کشف کړې او زرهاوو پیچلو مسایلو ته یې حل پیدا کړ، چې په پایله کې په دې وتوانېدل چې ټیکنالوژي رامنځته کړي، د شبکو سیستم جوړ کړي، د نړۍ تر ټولو ستره شبکه یا انټرنیټ رامنځته کړي او ټوله نړۍ د یوه کوچني کلي په څېر ونښلوي. خو دا موضوع دلته پای ته ونه رسېده، بلکه انسانانو مصنوعي هوښ هم رامنځته کړ، چې د زیاتو فیلسوفانو په نظر، که کنټرول نشي، دا به د نړۍ د راتلونکي لپاره یو ګواښ وي.

مصنوعي هوښ د ریاضي د پیچلو فورمولونو په وسیله کار کوي، که څه هم دا موضوع له مخکې لا موجوده وه، خو د شلمي پېړۍ له نیمايي وروسته پرې جدي کار پیل شو.

لمړی ځل په ۱۹۵۶م کال کې د امریکا په ډارټ موټ کالیج کې په دې اړه سترې څېړنې وشوې، او په ۱۹۶۰م کال کې د لمړي ځل لپاره د امریکا دفاع وزارت په دې برخه پانګونه وکړه. په ۱۹۶۵م کال کې مصنوعي هوښ په رسمي توګه د یوه علم په توګه وپېژندل شو.

له همدې راوروسته د مصنوعي هوښ په اړه څېړنې زیاتې شوې، او بېلابېلو کمپنیو د مصنوعي هوښ په وسیله بېلابېل ډوله روبوټونه، ماشینونه او کمپیوټري پروګرامونه جوړ کړل.

په یویشتمه پېړۍ کې تر ټولو مهمه موضوع مصنوعي هوښ بلل کېږي، ځکه تر دې مهاله یې د انسانانو په ژوند تر بل هر څه زیاته مثبته اغېزه کړې، خو دا چې راتلونکې کې به څه وکړي؟ په دې اړه زیات مثبت او منفي نظرونه شته.

لمړی به د مصنوعي هوښ مثبت او منفي اړخونه پرېږدو، په اوسنۍ نړۍ کې د مصنوعي هوښ کارووني ته به راشو:

مصنوعي هوښ د ټیکنالوژيکي وسایلو تر څنګ په صنعتي، طبي او زراعتي برخه کې هم په پراخه کچه کارول کېږي:

د مثال په ډول:

۱. زراعت: د زراعت په برخه کې مصنوعي هوښ بېلابېل وسایل لري، لکه: د خاوري پېژندني ماشینونه، د نباتاتو د نارغیو پېژندني ماشینونه، اتومات ماشینونه چې کښت کوي او رېبلای یې شي، د اوبو او دوا شیندلو لپاره ډرونونه او داسي نور بېلابېل ماشینونه.

۲. صنعت: په لویو کمپنیو کې له روباټونو څخه ګټه اخیستل کېږي او هغه کارونه چې کول یې د انسانانو لپاره خطرناک وي، روباټونه تر سره کوي. هغه کارونه چې تکراري وي د روبوټونو په وسیله تر سره کېږي.

۳. طب: په مصنوعي هوښ سمبال تر ۹۰ زیاتې داسې وسیلې شتون لري، چې په طبي برخه کې په پراخه کچه کارول کېږي، او دې برخې ته یې پرمختګ ورکړی.

۴. زده کړې: د مصنوعي هوښ په وسیله زده کړې هم اسانه کېدای شي، او په دې برخه کې به په راتلونکي کې لا جالب او په زړه پوري وسیلې ولرو، چې له زده کوونکو او زده کړیالانو سره به مرسته کوي، حتی ځیني کارپوهان لا په دې اند، چې هغه روبوټان چې په قوي مصنوعي هوښ سمبال وي، کولای شي په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د انساني ښوونکو په ځای درس ورکړي.

۵. تجارت: په نننۍ نړۍ کې په زرګونه بانکو او شرکتونه، لکه: UBS, Deutsche او… شتون لري، چې مهمي او سترې برخې یې د مصنوعي هوښ په وسیله کنټرولېږي.

۶. شخصي مالي حسابونه: د شخصي حسابونو لپاره بېلابېل په مصنوعي هوښ سمبال اپلیکېشنونه شتون لري، چې کولای شي د یوه انسان ورځني مصارف او عاید محاسبه کړي.

۷. هوانوردي: په دې برخه کې بېلابېل ډوله الوتکې مثال ورکولای شو، چې بې له پیلوټه د مصنوعي هوښ په وسیله کنټرولېږي. که څه هم تر دې مهاله په کمه اندازه دا ډول مسافروړونکي الوتکې شتون لري، خو په راتلونکي څو کلونو کې به د نورو الوتکو ځای ونیسي.

۸. کمپیوټر: څېړونکې د کمپیوټري علومو په تر ټولو سخته برخه کې له مصنوعي هوښ څخه کار اخلي. راسل نویینګ په خپل کتاب کې، چې په ۲۰۰۳م کال کې نشر شوی، ویلي: د کمپيوټر ګرافیکي کول، موس، پروګرامونو چاپیریال جوړونه، د اتومات ذخیره کولو مدیریت، د درېیم نسل پروګرامینګ ژبې او دې ته ورته نورو پیچلو موضوعاتو په رامنځته کولو کې له مصنوعي هوښ څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل شوې ده.

۹. دولت: دولتونه له مصنوعي هوښ څخه په بېلابېلو برخو کې ګټه اخلي. د مثال په توګه: د مجرمینو پېژندنه، استخبارات او داسې نور…

۱۰. د نړۍ ستر ویب سایټونه، د لټون ماشینونه (Search Engine)، ټولنیزي شبکې او داسې نور… په پراخه کچه له مصنوعي هوښ څخه ګټه اخلي. په دغو شبکو کې کارېدونکی مصنوعي هوښ د دې وړتیا لري چې هر کارونکی بېل بېل وڅاري، د هغه ذوق، احساسات او فکري لیدلوری وپېژني او له هغه وروسته هر چا ته د هغه د ذوق مطابق خدمات وړاندې کړي.

بې شمېره کارونه دي، چې اوس له مصنوعي هوښ څخه په کې په کمه یا زیاته کچه ګټه اخیستل کېږي او یا هم په مکمل ډول د مصنوعي هوښ په وسیله کنټرولېږي.

مصنوعي هوښ کوم ګواښونه رامنځته کولای شي؟

د یویشتمي پېړۍ مشهور فیلسوف نوح هراري وایي، چې مصنوعي هوښ د انسانانو لپاره دوه ستر ګواښونه رامنځته کولای شي:

۱. لکه څنګه چې مو پورته مثالونو کې وویل، هغه ویب سایټونه چې په ورځني ډول یې په نړۍ کې په میلیاردونو کسان کاروي، لکه: ګوګل، یوټیوب، فیسبوک او… په مصنوعي هوښ سمبال دي، او خپل هر کاروونکی څاري. نوح هراري وايي: مصنوعي هوښ د دې وړتیا لري چې د یوه انسان ذوق، احساسات، فکر، باورونه او… تشخیص کړي، نو کله چې مونږ د انسان په ذوق، احساساتو، فکر او باورونو پوه شو، دا په دې معنی ده، چې مونږ هغه انسان هک کړی دی، او هر کار چې وغواړو د نوموړي په وسیله یې تر سره کولای شو، په داسې حال کې چې هغه به پوه هم نشي. نوح هراري د یوه انسان دې ډول پېژندني ته د نوموړي هک کول ویلي، او د هراري په نظر، چې دا یو غیر قانوني عمل دی، ځکه په دې ډول سره یو شرکت د انسان شخصي حریم ته داخلېږي، او د نوموړي په ټولو پټو رازونو پوهېږي، هغه رازونه چې زمونږ تر ټولو نږدې ملګري هم پرې خبر ندي. نوح هراري وایي چې په راتلونکي کې به حکومتونه د دې ډول شرکتونو په وسیله د نړۍ ټول انسانان هک کړي، او د روبوټونو په څېر به یې کنټرولوي، په داسې حال کې چې انسانان به په ځان هم نه پوهېږي. چې دا د غلامۍ نوی ویرژن یا نوي بڼه وي.

۲. همدارنګه، دوهم لوی ګواښ چې ټیکنالوژي یې رامنځته کولای شي، هغه د دندو کمښت ده. په اوسنۍ نړۍ کې مونږ وینو، هغه تکراري کارونه چې مخکې به انسانانو کول، اوس یې روباټونه یا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ماشینونه کوي، او زیات شمېر انسانان یې بې دندي کړي دي. مثلاً: یو روباټ کولای شي، په رستورنات کې د درې یا څلورو ګارسونانو په ځای کار وکړي، په یوه زراعتي سیمه کې د دوا شیندني لپاره به مخکې څو کارکوونکو ته اړتیا وه، خو اوس دا کار یوه ډرون کولای شي، په نږدې کلونو کې به بې موټروانه اتومات موټرونه بازار ته وړاندې شي، او له هغه وروسته به موټرونان هم بې دندې شي او دې ورته په سلګونه دندي دي چې اوس یې ربوټونه تر سره کوي، او هغه انسانان چې په همدې ځای به یې کار کول، بې دندي شوي دي. د دې تر څنګ د سترو نړیوالو شرکتونو رامنځته کېدو په کوچنیو کاروبارونو بده اغېزه کړي، مثلاً: امازون شرکت په نړۍ کې په لکهاوو کوچني کاروبارونه اغېزمن کړي دي.

نو په راتلونکي کې به له مصنوعي هوښ او ربوټونو څخه ګټه اخیستنه زیاته شي، او په سلهاوو میلیونه انسانان به بې کاره شي، چې دا به د نړۍ د امنیت لپاره یو لوی ګواښ وي.

خو د دې تر څنګ بیا یو بل فیلسوف سټیفن هاوکېنګ تر دې هم خطرناک نظر درلود:

هاوکېنګ په ۲۰۱۴م کال کې له بې بې سي سره په یوه مرکه کې وویل: د ټیکنالوژي زیات پرمختګ به په خپل لاس د بشریت د له منځه وړلو لامل شي.

د خپروني وړاندي کوونکي یې د دلیل پوښتنه وکړه، او هاوکېنګ زیاته کړه:

تر دې مهاله چې مونږ له مصنوعي هوښ څخه ګټه اخلو دا د انسانانو لپاره ډېر ګټور دی، خو مصنوعي هوښ ته نور پرمختګ به د دې لامل شي، چې روبوټونه په خپلو پښو ودرېږي، دا چې دوی به د فکر او زده کړي وړتیا لري، نو دا به هم وکولای شي، چې نور پرمختګ خپله وکړي او تر انسانانو مخکې شي.

هاوکېنګ زیاتوي: مصنوعي هوښ به مخکې لا د انسانانو ټولي معلوماتي سرچینې په خپل لاس کې لري، او د هغه تر څنګ به دا هم کولای شي، چې د انسانانو فکرونه وژباړي، او په هغو پټو رازونو هم پوه شي، چې یو انسان یې په خپل ذهن کې لري. هاوکېنګ خپلې هغې وسیلې ته اشاره کوي، د کوم په وسیله چې دی خبرې کوي (هاوکېنګ په ۱۹۶۳م کال کې د اې ایل ایس په ناروغۍ اخته شو، د هغه د بدن ټول غړي فلج شوو، او حتی خبرې یې هم نشوی کولای، هاوکېنګ به د یوې ځانګړي وسیلې، چې د مصنوعي هوښ په مرسته جوړه شوي وه، خبرې کولې، دې وسیلي به د هاوکېنګ فکر لمړی متني او بیا غږیزي ژبي ته ژباړل) او وایي: دا وسیله د دې وړتیا لري، چې د یوه انسان فکر وژباړي، نو راتلونکي کې به هر روبوټ همدا وړتیا ولري. هغوی به د انسانانانو له فکرونو او خپلو فکرونو څخه په ګټي اخیستني سره چټک پرمختګ وکړي، او مونږ به د بیولوژیکي نیمګړتیاوو له امله تر دوی شاته پاتي شو. نو په دې سره به روبوټان د نړۍ واکمني په خپل لاس کې واخلي، او دا به د انسانانو لپاره تر ټولو بد خبر وي.

هاوکېنګ څو ځله تأکید کړی، چې د مصنوعي ځیرکتیا په پرمختګ کې ډېر په احتیاط مخکې لاړ شئ.

خو په نړۍ کې بیا زیاتره کارپوهان په دې باور دي چې مصنوعي هوښ به نړۍ یوه ښه لور ته بوځي، او د مصنوعي هوښ په مرسته به مونږ لا پیچلې مسئلې په اسانۍ سره حل کړو.

خو هغه اندېښنه، چې له زیاتو فیلسوفانو سره ده، هغه په کاري ډګر کې د روبوټونو کارونه ده، روبوټونه به د انسانانو په ځای په کار پیل وکړي، او په سلهاوو میلیونه انسانان به بې دندي کړي. یوازې هغه کسان چې ښه مهارتونه لري، دندې به پیدا کولای شي.

نو تر ټولو ښه خبره دا ده، چې نوي ځوانان باید د خپلي ښې راتلونکې لپاره خپل مهارتونه قوي کړي.

سرچینې:

1. https://en.wikipedia.org/wiki/Artificial_intelligence

2. https://www.analyticsinsight.net/will-artificial…/….

3. https://www.bbc.com/news/technology-30290540….