لوګر

د لوګر برکي برک ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال وژل شوی

اطلاعات روز: د لوګر ولایت پولیسو رسنیز دفتر وایي، د دې ولایت برکي برک ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال سیف الله وژل شوی دی.

یاد دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ولسوال نن (سه شنبه، ۲۸ د سلواغې) سهار لس نیمې بجې د خپلو دریو ملګرو سره یو ځای د خپل ماین ښکار او وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کله وژل شوي ولسوال او ملګرو يې ماين په يوه سراچه موټر کې لېږدوو، چې ماين چاودنه کړې او ولسوال سره له ملګرو يې پکې وژل شوي دي.

لوګر د کابل سوېل که هغه ناامنه ولایت دی چې په ځینو برخو کې یې وسله وال طالبان فعاله حضور لري او وخت ناوخت له امنیتي ځواکونو سره په وسله واله نښته کې ښکېلېږي.