استاد

د کابل پوهنتون ترڅنګ چاودنه کې د دې پوهنتون یو استاد «مبشر مسلمیار» وژل شوی

اطلاعات روز: یوه معتبره امنیتي سرچینه تاییدوي چې د کابل پوهنتون ترڅنګه چاودنه کې د دې پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د یو استاد په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

دغې سرچېنې چې و یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، اطلاعات روز ته وویل چې دغه پېښه نن سهار وړاندې له غرمې ۱۱:۳۰ دقیقې د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند د «علي اباد روغتون واټ» کې رامنځته شوې ده.

هغه په دې چاودنه کې د وژل شوي استاد نوم مبشر مسلمیار یاد کړ. دغه سرچینه ټینګار کوي چې د بل وژل شوي تن هویت لا څرګند نه دی.

له دې وړاندې د کابل پولیسو کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي و چې د شرعیاتو پوهنځي بل استاد معروف راسخ هم په دې چاودنه کې وژل شوی دی.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، په دې چاودنه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه زیاته کړې چې دغه چاودنه د ماین له امله وه او «کرولا» ډوله موټر یې ښکار شوی دی.

د نننۍ پېښې ځای انځور

ښاغلي فرامرز په دې اړه ډېر جزیات ور نه کړل، خو ویلي یې دي چې امنیتي ټیم یې څېړي. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

مبشر مسلمیار د تېر ۱۳۹۸ لمریز کال د سرطان په میاشت کې داعش ډله کې د غړیتوب او نظام پر وړاندې د تبلیغ له امله ملي امنیت نیولی و. په هغې وخت کې ملي امنیت ویلي و چې دغه تن د معروف راسخ، ابو عبیدالله متوکل او ظاهر داعي سره یو ځای ځوانان او زده کړیالان لومړی سلفیت او بیا له هغې لارې داعش ترهګرې ډلې ته جذبوي.

له بلې خوا دا استاد داسې مهال وژل کیږي چې څو اونیو کې کابل ښار کې ماین چاودنو او هدفي وژنو خلک اندېښمن کړي دي. او دا پېښې د حکومت له ژمنو سره سره رامنځته کیږي او له خلکو قرباني اخلي.

د دې پېښو ډېریو مسوولیت یې څوک نه اخلي، خو دولت تل د دې پېښو مسولیت پر طالبانو اچولی دی.