طالب

کونړ کې یو طالب قوماندان له دوو لوڼو سره وژل شوی

اطلاعات روز: د کونړ امنیتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې نامالومه وسله والو یو طالب قوماندان او د هغه دوه لورګانې په خپل کور کې وژلي دي.

د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان نن (پنجشنبه، ۳۰ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نامالومه وسله والو تېره شپه د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ اړوند «سیدور» سیمه کې د شاهین په نوم د طالبانو قوماندان او د هغه دوه کوچنۍ لورګانې په خپل کور کې وژلي دي.

ښاغلي دهقان زیاته کړه: «هو دا پېښه تیره شپه د کونړ چپې درې سیمه کې شوې چې په کې د وسله والو طالبانو یو قومندان او دوه کوچنۍ لورګانې نامالومه وسله والو وژلي دي.» وسله والو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.