تورغونډۍ بندر

د هرات تورغونډۍ بندر څلور لوړپوړي چارواکي د فساد په تور ونیول شول

اطلاعات روز: کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات تورغونډۍ بندر څلور لوړپوړي چارواکي د فساد په تور نیولي او کابل ته یې لېږدولي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین نن (پنج شنبه، ۳۰ د سلواغې) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې پولیسو تېره ورځ د تورغونډۍ بندر رییس، مالي کارپوه، د بلانس مدیر او د عوایدو مدیر یې د مالي فساد اسنادو له مخې نیولي او کابل ته یې لېږدولي دي.

ښاغلی ارین وایي، چې ولسمشر محمد اشرف غني له وړاندې د دې بندر د اروزنې لپاره یو پلاوی ټاکلی و. د نوموړي په وینا د دې پلاوي موندنې ښیي چې تېرو څو کلونو کې له راټولو شویو عوایدو په سلګونه میلیونه افغانۍ د دې خلکو له خوا غلا شوي دي.

له دې وړاندې د ننګرهار په ګمرک کې هم د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د دې ولایت ګمرک رییس او ځینې نور مامورین نیولي او د زیاتو څېړنو لپاره یې کابل ته لېږلي و.