کرکټ

زمبابوې کرکټ لوبډلې سره د افغان لوبغاړو د ټېسټ نوملړ اعلان شو

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ له زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره د ټېسټ لوبې لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

بورډ نن (پنج شنبه، ۳۰ د سلواغې) پر خپلې فیسبوکپاڼې د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې ټاکل شوې دغه دوه ټېسټ لوبې د همدې راتلونکې مارچ په میاشت کې ترسره شي.

په دې نوملړ کې اصغر افغان لوبډلمشر همدارنګه اتلس نور لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، حشمت الله شاهدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، عبدالمالک، منیراحمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهیرشاه محبوب، راشدخان، امیرحمزه هوتک، فضل الحق فاروقي، سیداحمد شېرزاد، سلیم صافی، وفادار مومند، ضیاالرحمن اکبر او یامین احمدزی شامل دي.

دغه لوبې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي. افغانستان د کرکټ په دې فارمټ کې تر ټولو کمې لوبې کړې دي. په شل اورونو او پنځوس اورونو لوبو کې یې نړیوال جام کې لوبې ترسره  کړې دي.