مورنۍ ژبې ورځ

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ پښتو ژبه څنګه ځواکمنولی شو؟

لیکوال: رحمت الله محمد

د فیبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبو نړیواله ورځ ده. ژبه نه یوازې د پوهولو او پوهېدلو وسیله ده، بلکه یوه ژبه د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي او تر راتلونکي نسلونو پورې یې لېږدوي.

لمړۍ به مورنۍ ژبه ښه وپیژنو:

مورنۍ ژبه هغه ژبه ده، چې یو انسان یې د لمړي ځل لپاره په خپل کور کې زده کوي. زیاتره خلک په دې باور دي چې مورنۍ ژبه هغې ژبې ته ویل کېږي، په کومه ژبه چې د یوه انسان مور خبرې کوي، خو داسې نده، که څه هم د مورنۍ ژبې نوم د مور له کلمې ژبې څخه اخیستل شوی، خو هدف یې هغه ژبه ده، کومه چې یو انسان د لمړي ځل لپاره زده کوي. مثلاً: یو ښځه له واده کولو وروسته داسې کورنۍ ته ځي، چېرته چې د دوی په ژبه خبرې نه کېږي، نو کله چې نوی ماشوم نړۍ ته راځي، د هغه مورنۍ ژبه د همدې سیمې ژبه ده، چېرته چې پیدا شوی.

د مورنۍ ژبې اهمیت:

خان عبدالفغار خان وایي: کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي، قام سپک شي، او کوم قام نه چې ژبه ورکه شي، قام ورک شي.

نو ویلای شو، چې ژبه د یوه قوم کلتور او عنعنات ساتي او نویو نسلونو ته یې لېږي.

هغه کورنۍ کې چې نوی پیدا شوی ماشومان یې له خپلي مورنۍ ژبې لرې پاتي کېږي، هغو د خپل قوم له ټولو ارزښتونو او عنعناتو نا خبره وي.

هغه کسان چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوي، هغوی کولای شي په ښه توګه څېړنې وکړي او یا په کارونو کې په اسانۍ سره نوښت وکړي.

ډاکټر جیم کیومنز وایي٫ هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

نېلسن منډېلا وايي، که له یو چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو ستا خبره به د هغه مغزو ته ولوېږي، خو که له هغه سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

په نړۍ کې د ژبو شمیر، او ژبو د لمنځه تللو عومل:

په نړۍ کې په زیاته کچه ژبې شتون لري، ښایي ونه شمېرل شي، خو ویلای شو چې له سیمه ییزو لهجو پرته په نړۍ کې تر ۶۰۰۰ زیاتې ژبې شتون لري، چې تر ۲۰۰ زیاتې ژبې یې تر یو میلیون زیات ویونکي لري.

زیاتره ژبپوهان اندېښنه لري، چې تر راتلونکو سلو کلونو پورې به د نړۍ تر نیمایي زیاتې ژبې له منځه لاړې شي. دوی وایي، د یوې ژبې د له منځه تللو خطر هغه وخت زیات دی، چې د ویونکو شمېر یې تر سل زره کم وي، دا په داسې حال کې ده، چې په نړۍ کې تر ۳۰۰۰زرو زیاتې ژبې تر سل زره کم ویونکي لري.

ویلای شو چې د ژبو له منځه تلل کومه نوي خبره نده، بلکې د تاریخ په اوږدو کې زیات شمېر ژبې له منځه تللي دي. له ژبې سره یې ټول اثار هم له منځه ځي، چې یوه لویه ضایع بلل کېږي.

څنګه پښتو ژبه ژوندۍ وساتو؟

لکه څنګه چې مو مخکې وویل، د تاریخ په اوږدو کې زیات شمېر ژبې له منځه تللي او په راتلونکې کې د زیات شمېر ژبو د له منځه تللو خطر موجود دی. نو پښتو هم له دې خطر نه لرې نده، سانسکریت هغه ژبه وه، چې د پښتو خور بلل کېده، خو د ویونکو د کمېدو له امله پښتو خپله دا خور له لاسه ورکړه.

زمونږ لپاره په کار ده، چې پښتو ژبه ژوندۍ وساتو، خو څنګه؟

دا چې تېر کې پښتو څنګه ساتل شوي، یا په تاریخ کې خلکو خپلې ژبې څنګه ژوندۍ ساتلي او پرمختګ یې ورکړی، له دغو موضوعاتو تېریږو، ځکه یویشتمه پېړۍ په هر لحاظ د بشریت له ټول تاریخ سره توپیر لري، نو مونږ باید اوسنۍ ژبې وګورو، چې څه ډول پرختګ کوي او د پرمختګ لاملونه یې څه دي؟

په یویشتمه پېړۍ کې د یوې ژبې ارزښت هغه وخت زیاتېږي، چې په علمي لحاظ غني شي. کله چې یوه ژبه زیاتې لیکنې او علمي سرچینې ولري نو د نورو ژبو ویونکې هم د هغې زده کړي ته اړ کېږي. خو په کومه ژبه چې معلومات کم پیدا کېږي، نو ویونکي یې اړ کېږي چې نورې ژبې زده کړي او دا د دې لامل کېږي، چې ژبه ورو ورو ضعیفه شي او په پای کې له منځه لاړه شي.

نو د پښتو ژبې د غني کولو لپاره تر ټولو غوره لار د دې ژبې په معلوماتي لحاظ غني کول دي.

خو څنګه یې په معلوماتي لحاظ غني کړو؟

کولای شو لنډ مثال یې فارسي راواخلو، فارسي ژبه د سیمې په کچه په معلوماتي لحاظ نسبتاً زیاته غني ژبه ده. لامل یې دا ده، چې د ځانګړو ټیمونو له لوري ورته وخت په وخت تازه لیکنې، معلومات او کتابونه ژباړل کېږي.

زمونږ لپاره هم په کار ده، چې د پښتو د غني کولو لپاره نورې ژبې زده کړو او ورته تازه معلومات، لیکنې او کتابونه وژباړو. دا کار به هم د ژبې لپاره ګټه وي او هم به مو شخصي ګټه وي.

د پښتو بله ستره ستونزه په لیکدود کې ده، د دې لپاره چې په لیکدود کې موجودي ستونزې مو حل شي او پښتو د ټیکنالوژي ژبو ته داخل کړو، نو باید لیکدود لاتین ته واړوو.