پکتیاوال

د پکتیا والي: رياستونو کې بې کفايتي نوره د منلو نه ده، که کوم رييس پلان عملي نه کړ له دندې به لرې شي

اطلاعات روز: د پکتيا والي د خپلو ولايتي رياستونو او ادارو له چارو سخته نارضايتي څرګنده کړه او ويې ويل چې يادې ادارې په سم ډول د چارو تر سره کولو وړتيا نلري.

محمدحليم فدايي خلکو ته د ولايتي ادارې د کلني حساب ورکولو په غونډه کې وويل چې ولايتي رياستونو کې بې کفايتي اوج ته رسېدلې او د مسولينو د کم ظرفيتي له امله چارې په خپل او سم ډول نه تر سره کيږي.

فدايي وويل چې دا حالت نور د منلو ندی او که رييس يا د ادارې مسول خپل مسوليت په سم ډول تر سره نکړ، نو له دندې به يې لرې کړي.

د نوموړي په خبره سره له دې چې په دې ولايت کې يې د دندې له پيل سره سم د رياستونو د کيفيت او ظرفيت ښه کېدو په برخه کې کار پيل کړی، خو په خبره يې دې هڅو هم کومه پايله نده ورکړې.

والي زياته کړه چې د ادارو د بې کفايتي او کم ظرفيتي له امله فساد ته هم لاره هواريږي او خلکو ته د سمو خدمتونو نه وړاندې کولو له امله واټن له رامنځته کيږي.

محمدحليم فدايي وايي: «زموږ په ادارو کې بې کفايتي حد ته رسېدلې، هر رييس که ورکړل شوي پلانونه په خپل وخت عملي نکړل، که هر څوک ور سره ولاړ وي، له غوږ يې نیسم او له تېرې يې اړوم. که له ما څوک په کومه برخه کې کار وغواړي، زه يې اړوند رياست ته سپارم، چې هغه رياست بې کفايته وي، نو والي څه وکړي؟»

د پکتیا والي محمدحليم فدايي

حليم فدايي وويل چې تېر کال د سکتوري رياستونو تر چتر لاندې د سلګونه ميلیونه افغانيو پروژې پلې شوې او ځينې يې تر عملي کار لاندې دي.

فدايي وايي چې په راتلونکي کال به د سورۍ خولې بند چارو پيلېدو سربېره د پوهنې، روغتيا، کرنې، ټولګټو چارو او ځينو نورو برخو کې هم د ځينو مهمو پروژو کارونه پيل شي.

نوموړي د چارو ښه کېدو په برخه کې د خلکو همکاري لازمه وبلله او له هغوی يې وغوښتل چې د پروژو تطبيق ته د اسانتياوو برابرولو برخه کې دې همکار واوسي.

د پکتيا والي وويل: «پکتيا کې يو لوی مشکل دا و، چې پروژې د کال په نيمايي يا ژمي ته نږدې افتتاح کېدې، موږ سږکال کوشـش وکړ چې دا مشکل حل کړو او د دې برخې ډېر کارونه مو په ژمي کې خلاص کړل، خو متاسفانه د بوديجې د تصويب ځنډ زموږ دا پلان له مشکلاتو سره مخ کړ.»

د پکتيا اوسېدونکي هم د ولايتي رياستونو له چارو خوښ نه ښکاري او نيوکه کوي چې په ډېرو برخو کې دې ولايت ته د کم کار کېدو يو لامل هم د ادارو پڅ فعاليت دی.

قومي مشر حبیب الله مستعان وايي چې ځينې مسولين آن له خپلو مرکزي ادارو څخه د بوديجې په لېږد کې هم ګڼې ستونزې لري.

مستعان د دې رياستونو د کم ظرفيتي او بې کفايتي لوی لامل د وړتيا پر ځای د پيسو او واسطو له مخې د اشخاصو ګمارنه بولي او وايي چې ټولې ادارې بايد پر لوړو معيارونو له سره جدي ارزيابي شي.

نوموړي زياته کړه: «په ځينو ادارو کې د خلکو کارونه په يوه او بله پلمه ځنډيږي، رييسان له شرکتونو سره په فساد کې شريکيږي او پروژې په خراب کيفيت پلې کيږي. بس دې ته يې اړولي وي چې معاش واخلي او له شرکتونو پيسې واخلي بس.»

مدني فعال شریف منګل ټينګار کوي چې د ادارو د کيفيت او ظرفيت لوړېدو لپاره بايد د اړوندو ادارو لخوا له هغوی سره د ورکشاپونو له لارې کار وشي.

منګل زياتوي چې والي بايد له ټولو ملکي او نظامي ادارو وخت په وخت ناڅاپي ليدنې او په جدي ډول ورته د نيمګړتياوو له منځه وړلو امر وکړي.

نوموړي وويل: «دا چې پکتيا دومره وروسته پاتې او پروژې او بوديجه يې کمه ده، لوی مشکل دا دی چې دوی خپل حقونه او امتيازات هم نشي راوړلی. دا حالت جدي تعير ته اړتيا لري. زموږ غوښتنه دا ده چې که هر رييس او مسول په خپلو کارونو کې پاتې راشي، کور ته دې ولېږل شي. پکتيا خو څه لابراتوار ندی.»

د يادونې ده چې د ولسمشر غني هم پکتيا ته د سفر پر مهال ويلي و، چې تېر کې دې ولايت ته کار ندی شوی او لومړۍ درجې ته د دې ولايت له ارتقا سره سم يې ورته د ټولو حقونو، امتيازاتو، تشکيلاتو او بوديجې زياتولو ژمنه کړې وه، خو د دې ژمنو زياته برخه لا هم نده عملي شوې.

همدارنګه په پکتيا کې ځينې لويې پروژې لا هم ندي پلې شوې او يا يې چارې نيمګړې پاتې دي.