اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو په بريد کې ۹ امنيتي سرتيري وژل وي او يو بل ټپي دی.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط اطلاعات روز ته وويل چې پېښه د لوګر د مرکز پُل علم اړوند حصارک نومې سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې ګڼو وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پاڅونوالو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی او د سختې جګړې او مرستې نه ور رسېدو له امله پوسته سقوط شوې ده.
د هغه په خبره يې په پېښه کې يو پاڅوال ټپي شوی هم دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو له دې امنيتي پوستې څخه وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لوګر د امنيه قومنداني يا ولايت مقام نظر هم ولرو، خو بريالي نشو.
وسله والو طالبانو د بريد مسوليت منلی او ويلي يې دي چې د حصارک سيمې د پوستې ټول سرتيري يې وژلي او د هغوی وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
د سولې د خبرو سره هممهاله د خلکو له غوښتنو سربېره وسله والو طالبانو نه يوازې اوربند ندی کړی، بلکې جګړې او بريدونه يې زیات کړي هم دي.