ملي اردو

ننګرهار کې له سلو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وایې، د دې ولایت په خوږیانو او شیرزادو ولسوالیو کې یې دعملیاتو پرمهال له سلو ډیرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.  

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو دریمې پلې لوا قومندان کریم نیازي نن (سه شنبه، ۵ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ملي اردو په مشرۍ افغان ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوږیاڼو او شیرزادو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو پر مهال ۱۲۰ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې او همداراز یې لسګونه واړه او لوی کلي له وسله والو تصفیه کړي دي. ښاغلی نیازی وایې، هڅه کوي چې د یادو ولسوالیو له تصفیې وروسته عملیات د حصارک ولسوالۍ ته هم وغځوي.

نیازی زیاتوي: «له تیرې یوې میاشتې راهیسې چې په شیرزادو او خوږیاڼو کې افغان ګډو ځواکونو عملیات پیل کړي پر مهال یې له سلو ډیر وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ګڼ کلي له یادو ډلې پاک شوي.»