پکتیا ګمرک

ګمرکونو کې فساد؛ د پکتيا ګمرک عوايد ۱ ميليارد افغانۍ کم شوي

خبریال: امېد اشنا

ګمرکات مهمې ثابتې عايداتي ادارې دي، چې د هېواد د اقتصادي بنسټ لپاره اساسي ګڼل کيږي.

که څه هم له دې لارې په معمول ډول ملي خزانې ته په کلني ډول لسګونه ميلیارده افغانۍ جمع کيږي، خو په دې مهمو عايداتي ادارو کې پراخ فساد لويه اندېښنه ده، چې په روڼ ډول د عايداتو راټولېدو مخه نيسي.

ډېری خلک او اقتصادپوهان په دې اند دي که د عايداتي ادارو، په تېره د ګمرکاتو عوايد په سم ډول ملي خزانې ته ولېږدول شي، ښايي افغانستان خپل ډېر لګښتونه له بهرنيو مرستو پرته تمويل کړی شي.

سره له دې چې ولسمشر غني له لومړيو وختونو په ګمرکاتو کې د فساد د مخنيوي ژمنې کړې او اړوندو ملي او نړيوالو بنسټونو يې د روڼتيا پر تامين ټينګار کړی، خو لا هم په دې مهمو ادارو کې د فساد له امله زياته اندازه پيسې د ځينو کسانو او کړيو جېبونو ته ځي.

په دې لړ کې سږکال د پکتيا د ګمرک عوايد هم شاوخوا ۱۰۵۰ ميليونه افغانۍ کم شوي، چې کابو ۷۰ سلنه کيږي.

د معلوماتو له مخې دې ادارې ته د مالي کال په پيل کې د ۱.۶ ميليارده افغانۍ عوايدو راټولولو هدف ورکړل شوی و، خو ګمرک ادارې د کال تر پايه يوازې ۵۵۴ ميليونه افغانۍ راټولې کړې دي.

که څه هم د ګمرک اداره د عوايدو د کمېدو لوی لامل د کرونا له امله څو مياشتې د سوداګريز تګ، راتګ په مخ د لويو لارو تړل کېدل يادوي، خو د پکتيا والي وايي چې دا دلايل د منلو ندي.

ښايي ماليې وزارت ته هم دا لاملونه د ډېرې توجيه وړ نه ښکاري او پر دې بنسټ يې دې ادارې ته په رهنمودي مکتوب کې د عوايدو په راټولولو کې د جدي هلو، ځلو  سپارښتنه کړې ده.

د پکتيا اوسېدونکي هم په ګمرک کې د پراخ فساد ادعا کوي او وايي چې د دې مهمې عايداتي ادارې عوايد له ډېرو کلونو د يوې محدودې کړۍ جېبونو ته ځي.

دوی وايي چې د ګمرک له لارې د واردېدونکو توکو د لازم کنټرول د نشتوالي له امله د ناوړه کيفيت توکي هېواد ته راوړل کيږي او د بار وړونکو موټرونو د زيات وزن په برخه کې د فساد له امله ډېری سړکونه هم خراب شوي دي.

د ځوانانو عالي شورا غړی جمعه ګل افغان وايي چې د ګمرک ادارې په هره برخه کې فساد دی او ډېر بار وړونکي موټرونه ترې له رسمي محصول پرته تيږي.

افغان وويل: «په يوه پرچه باندې له ۱۰ تر ۵۰ موټرونه تيريږي. تقريبا ۸۰ ټنه ټېلر او نور لوی موټر راباريږي او شته لارې يې خرابې کړې. په ګمرک کې بايد جدي او واقعي اصلاحات راشي.»

د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي وايي چې يو ځل يې په سيمه کې په مکرر ډول په فرعي لارو په قاچاقي ډول د بار وړونکو موټرونو مخه ونيوله، خو په خبره يې د خلاصون لپاره د ګڼو دولتي او غير دولتي کسانو لخوا پرې سخت فشارونه راغلل.

احمدي وويل چې که د ګمرک په عوايدو راټولولو کې دقيق څار او روڼتيا رامنځته شي، نو له دې ادارې له اوسني حالت څخه څو چنده عوايد تر لاسه کېدی شي.

نوموړي زياته کړه: «موږ ماخوستن موټرونه ودرول، خو په يوه ساعت کې دومره زنګونه راغلل، چې له حساب وتلي و، بېلابېلو کسانو زنګونه کول، آخر موږ هم ووېرېدو او په دې تضمين مو پرېښودل چې بيا به پټ نه ځي. د دې تر شاه لويه مافيا ده او منظمه کړۍ ده.»

مدني فعال عبدالله شريف چې زيات شمېر بار وړونکي موټر په قاچاقي لارو يا د شپې لخوا له ګمرکي محصول پرته تيريږي، چې په خبره ميليونونه افغانۍ فساد پکې کيږي.

شريف وويل چې د ډېورنډ له فرضې کرښې دې غاړې ته د موټرونو د رااوښتو او بې له محصول تېرېدو په برخه کې د ځينو کسانو ونډې معلومې دي او زيات موټر له محصول پرته او يا په خورا کم محصول رااوړي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د پکتيا ګمرک لوی مديريت مشخص نظر هم ولرو، خو د يادې ادارې سرپرست جلال الدين په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي بيا د ګمرک د عوايدو کمېدل د خواشيني وړ بولي او وايي چې په دې اداره کې جدي سمونونو ته اړتيا ده.

د پکتیا والي محمدحلیم فدایي د ګمرک عوایدو کموالی د خواشینۍ وړ بولي.

فدايي د کلني حساب ورکولو په غونډه کې وويل چې پر دې لاره کېدونکې سوداګري له راټولېدونکو عوايدو زیاته ده او بايد روڼتيا ته يې جدي پام وشي.

نوموړي زياته کړه: «د ګمرک عوايدو څه باندې يو ميليارد کم راټول شوي، که څه هم د کرونا له امله د لارو بندېدل يې يو لامل دی، خو د عوايدو دومره زيات کمېدل د منلو ندي، په دې برخه کې اصلاحاتو ته اړتيا ده او کار به پرې وشي.»

پکتيا ګمرک دوه چک پوسټونه لري، چې يو يې پر ډېورنډ فرضي کرښه پرته ډنډپټان او بل هغه يې په ځاځي اريوب ولسوالي کې دی.

د دې ګمرک لپاره د لازمو اسانتياوو او تاسيساتو نشتوالی لويه ننګونه ګڼل کيږي، چې د مسولینو په خبره له امله فساد او د مالونو د نه تشرېع ستونزه هم رامنځته کيږي.