شېرزاد ولسوالۍ

ننګرهار کې د طالبانو د وسلو او نشه یي توکو بازار نیونه؛ له پاکستانه راغلې وسلې به پر طالبانو خرڅېدې

خبریال: جان اغا صالح

ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وایې، په شیرزادو ولسوالۍ کې یې هغه بازار نیولی چې وسله والو طالبانو به په کې د وسلو پیر او پلور ترسره کاوه.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو درېیمې پلې لوا قومندان کریم نیازي نن (چهارشنبه، ۶ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د ملي اردو په مشرۍ افغان ګډو ځواکونو د ننګرهار په شیرزادو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

د ښاغلي نیازي په وینا، تازه یې د وسله والو طالبانو د وسلو او نشه یي توکو د قاچاقو د پیر او پلور یو مهم بازار نیولی دی. نیازی وایې، چې وسله والو طالبانو له یاد بازار څخه د یوې عایداتي سرچینې په توګه ګټه اخیسته او هره ورځ به یې تر زرګونه افغانۍ پېسې ترلاسه کولی او په ترلاسه شویو پېسو یې روانه جګړه توده ساتله.

نیازي زیاته کړه: «کوم عملیات چې پیل شوي، افغان ځواکونه توانیدلي چې له وسله والو طالبانو د وسلو او نشه یي توکو د قاچاق، پیر او پلور یو داسې بازار ونیسي چې وسله والو طالبانو به ترې ډیر عواید ترلاسه کول او روانه جګړه یې توده ساتلې وه.»

شېرزادو کې هغه هټۍ چې د طالبانو د وسلو د پېر او پلور بازار و.

د هغه په خبره د وسله والو طالبانو د وسلو د پیر او پلور یاد بازار ته سپکې او درنې وسلې او نورو مهمات له پاکستان راوړل کیدل او له دې ځایه به یې پرې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پر وسله والو ډلو یادې وسلې ویشل کیدې.

هغه زیاتوي: «کوم بازار چې افغان زړورو ځواکونو په ولکه دی، دې بازار ته به سپکې او درنې وسلې د پاکستان څخه راوړل کیدې او بیا به له دې ځایه نور وسله وال طالبان تمویل کیدل چې جګړه وکړي، نه یوازې وسلې بلکې دلته د نشه یي توکو قاچاق هم په ښکاره ډول ترسره کیده.»

د ملي اردو د چارواکو په خبره په شیرزادو کې د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۱۲۰ وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله هم اړولې او همداراز یې لسګونه واړه او لوی کلي له وسله والو تصفیه کړي دي.

د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قومندان کریم نیازي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو وویل، هڅه کوي چې د یادو ولسوالیو له تصفیې وروسته عملیات د حصارک ولسوالۍ ته هم وغځوي.

نیازی زیاتوي: «له تیرې یوې میاشتې راهیسې چې په شیرزادو کې افغان ګډو ځواکونو عملیات پیل کړي پر مهال یې له سلو ډیر وسله وال طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز ګڼ کلي له یادو ډلې پاک شوي او هڅه کې یو چې د خپلو چاڼیزو عملیاتو لړۍ د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته هم وغځوو.»

شېرزادو ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو د حکومت له لوري دوی ته اړول شوې مرګ ژوبلې په اړه د افغان حکومت ادعا رودوي او وایې، چې د یادو عملیاتو پرمهال یې افغان ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په شیرزاد ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو او جنګ جګړو له امله د یادې سیمې سلګونه کورنۍ هم اړې شوي چې د ننګرهار نورو سیمو ته کډه شي.

له یادې سیمې زیاتره کډه شوې کورنۍ اوسمهال د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې او د جلال اباد ښار په بیلابیلو سیمو کې په کرایه کورونو کې ژوند تیروي. نورشاه د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایې چې په خپل کلي کې یې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو اړ کړی چې خپل کلی پریږدي او چمتلې ته کور یوسي.

هغه وایې: «هلته د شیرزادو په توتو سیمه کې ډیر زیات طالبان ول او هغوی به پر افغان ځواکونو بریدونه کول او هره ورځ به جګړې وې نو مونږ ولسي خلک اړ شول چې خپل ډک کورونه پریږدو او نورو سیمو ته بیځایه شو اوس له حکومت غوښتنه کوو چې مونږ سره دې مرسته وکړي.»

ځایي خلک له حکومت غوښتنه کوي، ترڅو د عملياتو پای ته رسيدو وروسته ورته په ګڼ شمېر برخو کې پروژې تطبيق شي.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایتي چارواکي وایې، په شیرزادو او نورو هغو سیمو کې چې د وسله والو طالبانوله شتونه تصفیه کیږي هلته به ولسي پاڅونوال ځای پر ځای کړي، ترڅو شته امنیتي ننګونو ته په وخت ځواب ورکړي.