هلمند سیند

هلمند سیند کې د ورا یو موټر نښتو پېښه کې لس تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د ارزګان ولایت ګېزاب ولسوالۍ کې له واده سره یو تلونکی موټر چې له هلمند سینده اووښته، بند پاتې او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې لس تنو خپل ژوند بایللی.

د ارزګان والي ویاند احمدشاه ساحل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه پرون (سه شنبه، ۵ د کب) سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې د واده له ورا سره یو تلونکي موټر غوښتل د هلمند له سینده واوړي، خو بند پاتې شوی او له چلوونکي پرته سپاره نور لس تنه په کې مړه شوي.

ښاغلي ساحل وویل: «کله چې د هلمند په سیند ور ګډ شوی، بند پاتې شوی. موټر چلوونکي هڅه کړې راووځي او د وتلو لپاره بل موټر پیدا کړي، خو په دې موده کې یې موټر همغسې چالان پرې ایښی او د موټر دروزاې یې هم بندې او ښېښې یې هم پورته پاتي، په شاوخوا ۱۵ دقیقو کې د موټر ماشین ته اوبه ورغلي، ګیس یې کړی او د سپرو ساه یې نیولی او مړه شوي دي.»

د والي ویاند په وینا، په دې پېښه کې له موټر چلوونکي پرته ټول سپاره چې ۶ ښځې، ۳ ماشومان او یو زلمی و، مړه شوي دي. احمدشاه ساحل زیاته کړه دغه موټر له ګېزاب څخه سرتګاو سیمې ته واده وړه، چې یاده پېښه رامنځته شوه. د هغه په وینا، ناوې په دې موټر کې نه وه.