ننګرهار ماشوم

ننګرهار کې یو نوی زېږېدلی ماشوم د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په یو روغتون کې یو نوی زېږېدلی ماشوم، چې د یوې مېرمنې له لوري تښتول شوی و، بېرته ازاد او کورنۍ ته یې وسپارل شو.

د دې ولایت رسنیو دفتر په نن (پنج شنبه، ۷ د کب) خپرې کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې نوزېږدي ماشوم تښتوونکې د دې ولایت پچیراګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، چې څېړنې ترې روانې دي.

خبرپاڼه کاږي: «د مالوماتو له مخې هغه مېرمن چې ماشوم يې تښتولی و اصلي د پچير اګام ولسوالۍ اوسيدونکې ده، چې اوسمهال د خيبر پښتونخوا په چارصدې سيمه کې ژوند کوي. له نوموړې څخه څېړنې روانې دي.»