پکتیکا والي

والي: د پکتيکا ۲۲ ولسواليو ته نوي ولسوالان ټاکل شوي، ژر به دندې پيل کړي

اطلاعات روز: پکتيکا په سوېل ختيځ کې پروت هغه ولايت دی، چې ډېر کلونه يې د جګړو له امله ورغځېدلې لارې تړل شوې وي او خلک يې له ګڼو اړخونو محروم پاتې شوي دي.

له دې ډلې يوه ستونزه په ادارو کې د دې ولايت د ځوانانو کمه ونډه او په ډېرو ادارو کې د نورو سيمو د اوسېدونکو لخوا د دندو مخ ته وړل و، چې ځينې وخت به د مسوولينو د کم شتون يا نورو خنډونو له امله د خلکو چارې ځنډېدې.

خو د پکتيکا والي ډاکټر مجيب الرحمن څمکني شاوخوا درې مياشتې وړاندې له اطلاعات روز سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي و، چې د نورو برخو سربېره يې دا ستونزه هم درک کړې او د دندې له پيله يې د ياد ولايت په دولتي ادارو کې د دې ولايت د ځوانانو پر ګمارل کېدو ټينګار کړی دی.

اوسمهال څمکنی وايي چې سږکال د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ادارو کې د ښځو په ګډون ۹۸۴ تنه پر دندو ګمارل شوي، چې ډېری يې د ياد ولايت اوسېدونکي دي.

نوموړي له اطلاعات روز سره د تېر يوه کال د کړنو په اړه د مالوماتو ورکولو پر مهال وويل چې روان کال کې د دې ولايت شاوخوا ۱۵۰۰ تنه نورو ځوانانو د خلکو او هېواد ساتنې لپاره د ملي امنيتي ځواکونو په ليکو کې دندې پيل کړې دي.

والي وايي: «د دې ولايت ځوانان له خپلې سيمې او خلکو سره بلد دي او په چارو کې موثر تماميږي، بل دا چې دا د دوی حق دی. موږ په دې برخه کې هلې، ځلې کړې او دې هڅو ته به دوام ورکوو.»

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکنی

مجيب الرحمن څمکنی وايي چې سږکال په دې ولايت کې ۱۱۵۲ لويې او وړې پروژې پيل شوې، چې ډېری يې بشپړې شوې او د ځينو نورو چارې روانې دي.

څمکني وويل چې په ټوله کې په ياد ولايت کې له دولتي بوديجې او د ځينو موسـساتو لخوا د يادو ټولو پروژو لګښت شاوخوا ۷.۲ ميليارده افغانۍ دی.

نوموړي زياته کړه چې سږکال د پکتيکا ولايت څلور غير رسمي ولسوالۍ هم رسمي شوې او ۲۲ ولسواليو ته يې نوي ولسوالان ټاکل شوي، چې نږدې ورځو کې به په اړوندو ولسواليو کې دندې پيل کړي.

د پکتيکا والي وايي چې د ځينو سړکونو د رغونې او ترميم سربېره يې په دې ولايت کې ۲۰ تړلي ښوونځي هم بېرته پرانيستلي او د دې ولايت په هوايي ډګر کې هم ځينې چارې تر سره شوې دي.

مجيب څمکني وويل: «الحمدلله د خلکو په همکاري او زموږ د زړورو ځواکونو په اتلولي پکتيکا کې امنيتي وضعيت هم تر ډېره ښه دی. د تروه، وړممۍ او وازېخوا ولسوالیو د لويو لارو پر امن کولو هم کار روان دی. د ښرنې ــ ګردېز لويه لاره امن شوې. د افغانستان اسلامي جمهوريت خپل ولس ته د خدمتونو وړاندې کولو او د سهولتونو ايجاد ته ژمن دی.»

د پکتيکا اوسېدونکي او ولايتي شورا هم په روان کال کې د ځينو پروژو د چارو پر پيل او پلې کېدو خوښي ښيي او ټينګار کوي چې د دې ولايت نفوس او جغرافيې ته په کتو شته اسانتياوې خورا کمې دي او بايد زياتې شي.

د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز وويل چې په دې ولايت کې د پوهنې، روغتيا، کرنې، صنعت، مخابراتو او ورته نورو برخو کې جدي کار ته اړتيا ده؛ ځکه په خبره يې د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې خلک په يادو برخو کې آن لومړنيو اسانتياوو ته هم لاسرسی نلري.

عزيز وايي: «څه کم دوه لسيزې چې پکتيکا بيخي محرومه او څنګ ته پاتې شوه، دا بس ده. تېر وخت له پکتيکاوالو سره لوی ظلم او جفا شوې او هغه د جبران وړ هم نده؛ زموږ جدي غوښتنه دا ده چې پکتيکا کې دې زيات کار وشي. دلته هم فرصتونه برابر دي او هم خلک کاملا همکار دي.»

مدني فعال الیاس پکتين وايي چې د ښرنې ښار د پرمختيا لپاره بايد ماسټر پلان جوړ او د حلقوي سړک په ګډون دې پکې ځينې مهمې او لويې پروژې پلې شي.

الياس اطلاعات روز ته وويل چې په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره زمينه برابره ده او که د صنعتي ښارګوټي چارې تر سره شي، نو زيات خلک به پکې پانګونې ته زړه ښه کړي.

نوموړي زياته کړه: «دا اوس پکتيکا دا برق را روان دی، چې برق راورسيږي، دلته به نور هېڅ مشکل نه وي. دلته لوی، لوی ښارګوټي جوړېدی شي، خلک ژوند ته لېواله دي، همکار دي. موږ دا وايو چې دولت دې پکتيکا له نورو ولايت سره پرتله کړي او بيا دې انصاف وکړي. موږ کار او خپل حقونه غواړو.»

سږکال په پکتيکا ولايت کې په شاوخوا ۲۳ ميليونه ډالرو د پلتو اوبو بند د چارو پيل ته خلک ډېر خوښ دي او وايي چې د دې بند په څېر ځينې نورې مهمې پروژې هم شته، چې په تر سره کېدو سره يې د خلکو پر ژوند اوږدمهاله مثبتې اغېزې لري.