پکتیا کې غله

پکتيا کې وسلې او د موټرونو غله نيول شوي

اطلاعات روز: د پکتيا امنيتي چارواکي په دې ولايت کې له وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو نيولو سربېره د موټرونو د دوه غلو د نيولو خبر ورکړی.

د امنيه قومنداني وياند حيات الله نظامي وايي چې پوليسو په ځاځي اريوب ولسوالي کې د کشفي راپورونو پر اساس نظامي عمليات تر سره کړي او په پايله کې يې ځينې وسلې او مهمات نيولي دي.

د نظامي په خبره په تر لاسه شويو وسلو او مهماتو کې ۴ ميله کلاشينکوفونه، يو ميل کرينکوف، ۷ لاسي مخابراتې، دوه GPS دستګاوې، يو کربين او يو راکټ شامل دي.

نوموړي زياته کړه: «وسله وال ترهګر تل وېره خوروي او تخريب کوي. پوليس د خپلو خلکو په خدمت کې دي او د تخريبوونکو فعاليتونو مخه به نيسي. موږ له خلکو غواړو چې له خپلو پوليسو لا زيات همکار واوسي.»

په همدې حال کې د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي چې د دې ولايت د ملي امنيت سرتېرو دوه تنه غله نيولي چې په پکتيا او شاوخوا ولايتونو کې به يې له خلکو موټرونه تښتول.

منګل اطلاعات روز ته وويل چې دا کسان د دقيقو معلوماتو پر بنسټ په ګردېز کې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې له دوی سره يو ټوډي موټر هم نيول شوی، چې په خبره يې شاوخوا يوه نيمه میاشت وړاندې يې په خوست کې له ځينو کسانو تښتولی و.

عبدالرحمن منګل وايي: «له دې کسانو تحقيقات روان دي، چې له لارې يې داسې نور کسان هم ونيول شي. د تورنو دوسيې به له بشپړېدو وروسته څارنوالي ته ولېږل شي. هڅې روانې دي چې د دې ټوډي موټر څښتن پيدا او موټر ورته وسپارل شي.»

د يادونې ده چې په وروستيو کې په پکتيا او خوست ولايتونو کې د موټرونو د تښتونې ځينې پېښې رامنځته شوې دي.