ددوحې سولې تړون

د دوحې هوکړې لومړۍ کلیزه؛ ناکام بې ارزښته که د افغانستان د سولې سند؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړن: بهادرخان رحماني

تېر کال په دې ورځ د ۱۳۹۸ کال کب په لسمه، د قطر دوحه کې د «افغانستان ته د سولې راوړلو هوکړه لیک» تر عنوان لاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک، افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مشرتابه شورا مرستیال او د سولې دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شو. د دې هوکړې پر بنسټ امریکایانو ژمنه وکړه څو د افغانستان حکومت وهڅوي چې د دوی له بنده د طالبانو ۵ زره بندیان ازاد کړي او دغه راز د روان کال تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي. پر وړاندې یې طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان کې تاوتریخوالی کموي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره به د سولې بین الافغاني خبرې پیلوي. خو امریکا کې له ډیموکرات ګونده د نوي دولت په توګه د جوبایډن راتګ سره دغه دولت پرېکړه وکړه چې د دوحې هوکړه له سره وګوري.

د دوحې هوکړې پر بنسټ طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، داسې چې دغه ډله باید دا تاوتریخوالی د امریکایي ځواکونو او ناټو پر وړاندې صفر کړي، خو دوی په ټوله او په ځانګړي ډول د افغانستان امنیتي ځواکونو پر وړاندې دغه بریدونه سخت کړل. د افغانانو خپلمنځي خبرو پیل سره باید دواړو خواوې پر یو اوربند هوکړې ته رسيدلي وی، خو له هغې تر دې دمه نه یوازې چې اوربند و نه شو او تاوتریخوالی کم نه شو، بلکې د یوناما راپور پر بنسټ د بین الافغاني خبرو له پیل وروسته افغانستان کې د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره شوې ده، داسې چې ۲۰۲۰ز کال کې، ۳۰۳۵ ملکي کسان وژل شوي او ۵۷۵۸ نور ملکیان ټپیان شوي دي چې له دې ډلې د ۴۵ سلنه مرګ ژوبلې مسوول طالبان دي. د تاوتریخوالي زیاتېدو له هغې ډلې کابل ښار کې د چسپکي ماینونو چاودنې، پر اوربند ټینګېدو د دواړو اړخونو د هوکړې نه کول او د خپلمنځي خبرو ټکنی والی ته په کتو تېر یو کال کې د دوحې هوکړه لیک پایله څه وه؟

بې ارزښته ناکامه پاڼه

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مشره ډاکټر اورځلا نعمت اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې د امریکا او طالبانو دوحې تړون په اړه دریو لیدونو (د افغانستان وګړي، امریکا او طالبان) ته اشاره کوي او وایي، د خلکو له نظره دغه تړون د افغانستان سولې پورې هېڅ اړه نه درلوده، ځکه نه په هغې کې د افغانستان رښتوني استازي ول، نه د هغوی نظر پوښتل شوی او نه هم په کې د هغوی د ساتنې په اړه تضمین په کې ځای شوی دی: «له تېر کال راپه دېخوا د هغه څه چې موږ لیدلي د تاوتریخوالي ډېرښت د طالبانو له خوا و. موخیزې وژنې شوې دي، سره له دې چې طالبانو ویلي د دا ډول بریدونو مسوولیت نه اخلي. خو بیا هم د دولت د یو نظامي مخالف په توګه چې تېر کې یې د تاوتریخوالي او اوربند محدودې برنامې عملي کړي، د هدفي وژنو تر شا رول درلود. پایله کې یې افغانانو ته نه یوازې د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده، بلکې د امنیتي ستونزو د ډېرښت لامل شوی دی.»

د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد مشره ډاکټر اورځلا نعمت

اورځلا نعمت باور لري چې د دویم لید له نظره دا تړون امریکایانو لپاره یو نسبي ښه لاسته راوړنه شمېرل کیږي: «ځکه د هغې پر بنسټ امریکایانو ژمنه کړې وه چې د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه وځي او په مقابل کې یې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر اړوند بنسټونو به هېڅ برید نه کیږي. تړون کې په دې برخه کې امریکایانو لپاره لاسته راوړنه لرله، ځکه په همدې یو کال کې د نړیوالو ځواکونو مرګ ژوبله صفر وه.»

اورځلا نعمت دریم لید طالبانو پورې اړه لري او باور لري چې دا تړون لومړیو کې طالبانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه شمېرل کېده، ځکه چې طالبانو غوښتل یوازې طالبانو سره دا تړون لاسلیک کړي: «د دې تړون پر بنسټ طالبانو ۵۶۰۰ بندیان په داسې وخت کې د افغانستان حکومت له زندانونو ازاد کړل چې د افغانستان حکومت هېڅ ډول مسوولیت او ژمنه نه درلوده. طالبانو په ماهرانه ډول له دې تړونه ګټنه وکړه. د طالبانو ځیني مشران د امریکا له تور نوملړه ووتل. بېلابېلو هېوادونو ته یې د سفر جوګه کړل. خو د بین الافغاني خبرو برخه کې یې سطحي او تاکتیکي چلند وکړ. تر دې چې د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنو دا لړۍ ټکنۍ کړه او بالاخره اوسنیو شرایطو کې په بندون واوښتل.»

څه موده وړاندې د افغانستان ملي امنیت شورا هم د دې تړون د یو کال کېدو سره وویلې، چې د امریکا او طالبانو تړون مثبته پایله نه ده لرلې او د سولې پر لړۍ یې کومه اغېزه نه ده کړې. د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ (د کب په درېیمه یکشنبې ورځ) یو وېډیویي پیغام کې ویلي و، چې دا تړون نه یوازې د سولې پروسه کې ګټور نه و، بلکې هېواد کې یې وینه تویېدنه او جنګ هم نه دی درولی.

ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي داکټر جعفر مهدي اطلاعات روز ته وایي، ښایي نړیوال ځواکونو د روان کال تر مې میاشتې افغانستان پرېنږدي: «ښایي تر راتلونکو ۶ میاشتو د هغوی شتون تمدید شي. په دې دلیل چې طالبانو بین الافغاني خبرو پیل کې ۶ میاشتې ځنډ رامنځته کړی دی. خو په ډېر احتمال چې طالبان به د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې عملیات پیل نه کړي. خو د افغانستان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د دوی عملیات به لا هم سخت شي، چې دا به روان کال کې د پراخه او هراړخیزه جنګ په مانا وي.»

ولسي جرګه کې د کابل خلکو استازي داکټر جعفر مهدي

ښاغلي مهدي دې ته په اشارې چې د دوحې سولې خبرې ماتې او ناکامې شوي، افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سوله هغه مهال ممکنه ګڼي چې هېواد کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګېدو ټولې کورنۍ او بهرنۍ برخې برابرې شي. خو اوسنیو شرایطو کې د تلپاتې او عادلانه سولې هېڅ برخه برابره نه ده: «کورنۍ برخه کې د حکومت او د اپوزېسیون سیاسي ځواکونو ترمنځ پراخه اختلاف شتون لري. د سیمې په کچه د افغانستان ګاونډیانو ترمنځ ژور درز شته دی. په نړیواله کچه هم د افغان سولې په اړه د یوې اجماع لیدونکي نه یو، یانې د اروپایي ټولنې او امریکا ترمنځ جدي اختلاف شته دی. روسیه د افغانستان سولې په اړه یو متفاوت نظر لري. له دې ناهمغږیو سره چې د افغانستان دننه، سیمې او نړۍ کې شتون لري، سخته ده چې په دې نږدیو کې د تلپاتې او عادلانه سولې لیدونکي و اوسو.»

د افغانستان سولې سند

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون اطلاعات روز ته وایي، تېر یو کال کې د افغانستان سولې بهیر اړوند ښه پرمختګونه شوي دي. ښاغلی خوځون د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیل یو ښه او تاریخي ګام په توګه د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې پر بنسټ یادوي.

ښاغلی خوځون د طالبانو په اړه وايي، چې دغې ډلې لا هم د سولې خبرې جدي نه دي نیولي او دوامداره یې نه څاري. داسې چې دویم پړاو کې د افغانستان دولت پلاوی له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیستې انتظار کې دی چې طالبان د سولې مېز ته راشي، خو له یو دوه لومړیو ناستو پرته یې هېڅ پرمختګ نه دی کړی: «بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي، خو طالبانو تر اوسه پر یو اوربند هوکړه نه ده کړې چې دا یوه بلي جدي ستونزه ده. له ټولو لومړۍ موږ افغانستان کې یو تلپاتې اوربند ته اړتیا لرو چې خبرو مخته لاړې شي، خو له بده مرغه چې طالبان د دوحې تړون ته ژمن نه دي.»

د ملي پخلایني عالي شورا ویاند فریدون خوځون

د دوحې تړون له لاسلیک وروسته، د افغانستان حکومت لومړیو کې د طالب بندیانو خوشې کېدو پر وړاندې مقاومت وکړ، خو بالاخره یې ۵ زره طالب بندیان ازاد کړل او سربېره پر دې ۶ سوه نور خطرناکه طالب بندیان یې هم د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر اساس ازاد کړل. د دوحې سولې تړون پر بنسټ د امریکا ځینې ځواکونه له افغانستانه ووتل او بین الافغاني خبرې هم پیل شوې. خو د دې خبرو په هماغه پیل کې په خپله د دوحې تړون دغه خبرې وننګولې، داسې چې طالبانو طالبان د سولې خپلمنځي خبرو بنسټ په خپله همدې تړون یادوه، خو د افغانستان دولت مرکچي پلاوي د طالبانو خلاف دلیل راوړ چې د دوحې تړون کې افغانستان کوم رول نه درلود، پر همدې بنسټ دوی د هغې پر وړاندې هېڅ ژمنتیا نه لري.

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکی لطیف ارش اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، د دوحې سولې تړون لومړۍ پایله د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو پیل و.

لیکوال او د سیاسي مسایلو شنونکی لطیف ارش

ښاغلی ارش په دې باور دی چې اوس د دوحې تړون د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسلې پورې تړلی دی. خو که امریکا په ټاکلې موده کې له افغانستان و نه وځي، درې سناریوګانې د اټکل وړ دي: «لومړۍ سناریو دا چې ښایي طالبان او امریکا د وتلو په نوي جدول هوکړه وکړي او دا به د دوی د نویو خبرو د پیلېدو لامل شي او بین الافغاني خبرې به وځنډېږي. دویمه سناریو دا چې ښایي طالبانو د امریکا پر شتون هوکړه وکړي او دا مسله به طالبان په دوو موافق او مخالف ډلو ووېشي او د دې ډلې د بېلتون لامل به شي. درېیمه سناریو دا چې طالبانو ډله به د امریکا شتون سره موافقه و نه کړي، د امریکایي ځواکونو پر وړاندې جګړه به له سره پیل شي او په دې سناریو کې د دوحې قرارداد له منځه وړنه شونتیا هم شته ده.»