ملي ځواکونه

خلک: امنيتي ځواکونه د هېواد يوازینی ساتونکی انساني ځواک دی، بايد لا تجهيز او پياوړي شي

خبریال: امېد اشنا

سرتېری د فداکاري او له وطن سره د مينې لپاره د تر ټولو سختو ماموريتونو تر سره کوونکو نوم دی، چې په هر ډول حالاتو کې له خپلې ژمنتيا سره سم سربازي کوي.

که څه هم مخکې کلونو کې به خلکو ځينې مهال د غونډو او لاريونونو پر مهال له امنيتي ځواکونو ملاتړ ښوده، خو له ۱۳۹۵ کال راهيسې چې د کب ۹ د سرتيري ملي ورځ نومول شوې، خلک دا ورځ په ځانګړو مراسمو نمانځي او له سرتېرو سره خپله مينه او ملاتړ ښيي.

په همدې مناسبت په پکتيا کې هم په دوه بېلو پروګرامونو کې د امنيتي ځواکونو ځانګړې ورځ ونمانځله او هغوی ته يې د ګلونو په ورکولو د هغوی قربانيو قدرداني وکړه.

د خلکو له خوا د امنیتي ځواکونو ستاینه

د ورځې په پيل کې د ګردېز ښار په بېلابېلو په بېلابېلو ځايونو کې خلک راوتلي او پر ګډو امنيتي ځواکونو يې ګلونه وشيندل او دويم پروګرام تر غرمې وروسته په ۲۰۳ تندر قول اردو کې و، چې شاوخوا دوه زره تنه سرتېرو، د پکتيا سلګونه اوسېدونکو او له ملي دفاع وزارت څخه د راغلي هيئت په ګډون پکې ګڼو چارواکو ګډون کړی و.

د پکتيا په ګڼو ولسواليو کې د دې ورځې د نمانځې سربېره په خوست، پکتيکا او لوګر ولايتونو کې ونمانځل شوه.

د يادونې ده چې د پکتيکا په وازېخوا ولسوالي کې بيا په لومړي ځل د سرتيري ملي ورځ ونمانځل شوه، چې سلګونه کسانو پکې ګډون کړی و.

خلک وايي ملي امنيتي ځواکونه د هېواد او خلکو يوازينی ساتونکی انساني ځواک دی او اوسمهال د ټولو هېوادوالو د هيلو سترګې دوی ته دي.

د خوست اوسېدونکی لعل محمد بهير وايي چې نن يې له خپلو ملګرو سره يو ځای د امنيتي ځواکونو لپاره ګلونه پېرلي او د هغوی د مورال پياوړې کېدو او ملاتړ لپاره يې ورته ډالۍ کړي دي.

بهير وويل: «نن ټول خلک د دې لپاره راوتلي چې د خپلو اتلو امنيتي ځواکونو د قربانيو او زحمتونو قدرداني وکړي. دوی دي چې موږ يو، دولت دی او نظام دی. هر څوک چې له دوی سره جګړه کوي، په حقيقت کې د افغانستان او افغان ملت نابودي غواړي او هغوی د ټولو افغانانو دښمنان دي.»

د ګردېز اړوند د تېرې سيمې قومي مشر حاجي خان ولي اطلاعات روز ته وويل چې ټول افغانان بايد د خپلو امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ او د امنيت په ټينګښت کې ور سره مرسته وکړي.

خان وايي: «نن ماته د شاهي دورې جشن راياد شو، باور وکړئ ژړا راځي. سربازان زموږ وروڼه او زامن دي او وطن ساتي، بايد قدر يې وشي او د شهيد شويو سربازانو کورنۍ ښې وساتل شي.»

د پکتيکا د ښرنې اوسېدونکی سرتيري له تېري کوونکو او بې رحمه انسانانو د نجات فرښتې بولي او وايي چې د دوی په ليدو د ډاډ احساس کوي.

نوموړي زياته کړه: «کله چې يو لرې يا داسې ځای کې يې چې د خطر احساس کوي، نو د سرتيري په ليدو انسان بيخي ډاډه کيږي، چې دلته يو څوک شته چې غېږ يې مصونه ده. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی ته ډېر امکانات، وسلې او تجهيزات ورکړل شي او قوي حمايت يې وشي.»

د لوګر قومي مخور محمدنعيم نيوکه کوي چې امنيتي ځواکونو ته زيات اووښتونکي تلفات د لوړ پوړو مسولو چارواکو د کمزوري مديريت او پر وخت د ملاتړ نه کېدو له امله دي.

نعيم وايي: «زه په دې یقيني يم چې که د سربازانو سم او په وخت ملاتړ وشي، په وخت مرسته ور سره وشي او سم مديريت يې وشي، نو تلفات به يې نيمايي ته راکم شي. امنيتي سرتیري اوس تر پخوا قوي دي، ښه انګېزه لري او خلک ور سره دي، يوازې ښه مديريت هغه خلا ده، چې لا نده ډکه شوې.»

سرتيري وايي د خلکو مينه او  ملاتړ ور سره بېساری دی او دوی ته يې زياته انګېزه او مورال ورکړی دی.

د دوی له ډلې جګړن عبيدالله اتل وويل: «نن موږ ته خلکو دومره مينه او مورال راکړی چې زه يې نشم بيانولی. خلک له موږ سره دي او موږ به د تل په شان د دوی په ساتنه او محافظت کې تر څو چې ژوند يو،  سرښندنې کوو. طالبان دې سوله وکړي، که نه موږ يې ځپلو ته چمتو يو.»

د ملي پوليسو سرتېری جان محمد وايي چې نن يې د خلکو د مينې په ليدو په لا ډېر قوت دنده اجرا او هېڅ ستړيا يې نده احساس کړې.

محمد وويل: «نن د ځوانانو، مشرانو او خوېندو لخوا چې موږ ته کومه مينه راکړل شوه، د ډېرې قدرداني وړ ده. ما ته نن کور ندی راياد شوی؛ ځکه دا ټول زموږ د وروڼو او خوېندو په شان و، چې موږ يې ونازولو. موږ به د دوی په ساتنه کې هېڅ ډول کوشش ونه سپموو.»

د تندر قول اردو په غونډه کې د يادې قول اردو قومندان بريدجنرال ميرويس صافي وويل چې دولت د خپلو خلکو په غوښتنه د طالب زندانيانو خلاصولو او بې قيده و شرطه د سولې خبرو په ګډون ځينې ګامونه واخيستل، خو وسله والو طالبانو نه يوازې اوربند ونکړ، بلکې کورنۍ جګړې او ورانيو ته يې دوام ورکړی دی.

صافی وايي: «طالب يوازې ترهګري او تخريب کوي او د ټولو ورانيو مسول دي. سوله لومړيتوب دی، خو که سوله يې ونکړه او جګړو ته يې دوام ورکړ، داسې به يې وځپو چې هېڅکله به يې نه وي ليدلي او بيا د سر راپورته کولو پاتې نشي. موږ د ملت د بېساري ملاتړمننه کوو.»

د پکتيا ولايتي ادارې، ولايتي شورا او خلکو د ملي امنیتي ځواکونو پر لا تجهيز او پياوړتيا ټينګار وکړ او ۲۰۳ تندر قول اردو ته يې د هوايي ځواک ورکولو غوښتنه وکړه.