ترکیه افغانستان

د ترکيې او افغانستان د ډیپلوماټیکو اړیکو سلمه کلیزه

لیکوال: اوغوزخان ارطغرل – د ترکیې جمهوریت لوی سفیر

نن د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د بنسټ اېښودلو سلمه کلیزه ده. افغانستان په دې ورځ د ۱۹۲۱ میلادي کال د مارچ په لومړۍ نیټه د یووالي د پیمان په لاسلیک کولو سره د انقرې حکومت په رسمیت پیژندلی دی. زه د انقرې د حکومت اصطلاح کاروم، ځکه چې ترکیه په ۱۹۲۳ میلادي کال کې جوړه شوې او له دې وړاندې کلونو کې په ازمایښتي ډول د اتاترک تر لارښوونې لاندې او د ترکیې د خلکو د ستر مجلس لخوا پرمخ وړل کېده چې موږ هغه ته پارلماني حکومت یا د انقرې حکومت وایو.

هر کال په رسمي ډول د افغان او ترک د دوستۍ په نوم د مارچ د لومړۍ نېټې نمانځلو لپاره، د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو لخوا د ۲۰۱۰ میلادي کال د ‌ډسمبر په ۲۴ نېټه په استانبول کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

دواړو لوریو ته یوه اخلاقي او تاریخي دنده ده چې ددې ازمایل شوي تړون، ارزښت او ریښتینې مانا راتلونکو نسلونو ته ور زده کړي. سره له دې چې موږ د دیپلوماتیکي اړیکو د رامنځ ته کولو له سلمې کلیزې څخه برخمن یو خو دا اړیکې یواځې په تېرې پېړۍ پورې اړه نه لري. په دې سیمه کې د ترکانو لومړنی خوځښت له میلاد نه وړاندې دوهمې پېړۍ ته ورګرځي چې ترکان ساکا (ایسکیت) خپل دولت د افغانستان په شمالي سیمو کې جوړ کړ. په هغه پسې په پنځمه میلادي پېړۍ کې د ترکانو یوې بلې قبیلې په دې سیمه کې د (افتالیت) په نوم امپراطوري جوړه کړه چې د بلخ، تخار، کابل، غزني، زابل او اوسني کندهار سیمې یې تر واک لاندې وې.

اوغوزخان ارطغرل، افغانستان کې د ترکیې سفیر/ انځور: اطلاعات روز ته رالېږل شوی.

افغانستان په لسمه پېړۍ کې د غزنویانو پرمهال، په یولسمه پېړۍ کې د سلجوقیانو پرمهال او په دوولسمه پېړۍ کې د خوارزم شاهانو پر مهال د ترکانو لپاره په مهم هستوګنځي بدل شوی ؤ. په دیارلسمه پېړۍ کې افغانستان د مغلو تر واکمنۍ لاندې شو او د بابرشاه په دور کې، ترکانو یوځل بیا په ۱۶ او ۱۷ پیړۍ کې په دې جغرافیه کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه.

د افغانانو او ترکانو ترمنځ ګډ ژوند په اتلسمه پېړۍ کې هم دوام درلود او احمدشاه ابدالي د عثمانی خلافت له دریم خلیفه سلطان مصطفی سره د لیک استولو له لارې اړیکې ټینګې کړې. همدارنګه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې سلطان عبدالحمید یو دیپلماتیک پلاوی کابل ته واستاوه. د شلمې پېړۍ په پیل کې د امیرحبیب الله خان حکومت د محمود طرزي په وړاندیز، د مختلو چارو لپاره له ترکي څخه سلاکاران وبلل. د حیرانۍ ځای نه دی چې په ۱۹۱۲ میلادي کال کې د څو تنو دغو سلاکارانو په مټ کابل کې لومړنی دولتی روغتون جوړ شو.

د ۱۹۱۰ کال دلسیزې په وروستیو کې، افغان زده کړیالان چې په اناتولي کې یې زدکړې کولې، د ترکیې دخپلواکۍ د اخستلو له جګړې سره یو ځای او شهیدان شول. افغانو ښځو هم د خپلو ارزښتنمندو ګاڼو په ډالۍ کولوسره د ترکیې دخپلواکۍ د اخیستلو د جګړې له سپاهیانو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه. په ۱۹۲۰ میلادي کال د عثماني امپراطورۍ یو غښتلی او اغیزناک رهبر جمال پاشا کابل ته راغی او دلته د اردو د رغونې په موخه تر یوه کاله پاتې شو.

کله چې اتاترک د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې ډېر بوخت و او هغه وخت افغانانو له بل هروخته موږ ته اړتیا درلوده، نو افغانان یې له یاده ونه ایستل او د څو پرله پسې هیئتونو له لیږلو یې چې له ډاکترانو، ښوونکو او افسرانو څخه جوړ وو ډډه ونه کړه.

دخپلواکۍ دبیرته اخیستلو جګړو چې د ۱۹۱۰ له وروستیو او د ۱۹۲۰ میلادی تر پیله یې دوام وکړ، دواړه ملتونه یې له زړه او ذهنه سره نږدې کړل. دواړو ملتونو په بشپړه توګه او پوره يووالي سره، سره ورته غمونه او خوښۍ تجربه کړلې. لکه څنګه چې غازي امان الله خان د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر د لسمې نیټې په غونډه کې چې د ترکیې دخپلواکۍ د جګړې د ګټلو په پار په دلکشا ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ویلي وو چې “ترکان او افغانان سره وروڼه دي. د هغوی خوښي زموږ خوښي ده؛ دهغوی غم او ویر، زموږ غم او ویر دی.”

کوم لومړنی پریکړه لیک چې د انقرې په حکومت کې ومنل شو هغه په کابل کې د دیپلوماتیکو اړیکو د نمایندګۍ پرانیستل و، چې پر دې بنسټ، یوافغانی الاصله ترکي افسر ښاغلی عبدالرحمن صمدان په ۱۹۲۰ میلادي کال د ترکیې د استازي په توګه په افغانستان کې وګمارل شو. په کابل کې د ترکیې د سفارت لومړنی دیپلوماتیک مأموریت شو. ترکیه دوهم هیواد و چې افغانستان یې په رسمیت وپېژانده. افغانستان هم دوهم هیواد و چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د ۱۹۲۱ میلادي کال د جون په لسمه نېټه د افغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پرسر پورته کړ. امان الله خان لومړنی بهرنی پادشاه و چې د ۱۹۲۸ میلادي کال د مۍ په میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د فني همکاریو لومړنی هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړ. له افغانستان سره د ترکیې نږدې همکاریو د دوهمې نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي هیئت لخوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ تنظیم شوه. کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ مېلادی کال مړ شو، نو افغانستان یواځینی هیواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول د ماتم اعلان وکړ.

امیر امان الله خان او مصطفی کمال اتاترک

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترکیې په افغانستان کې د عصري دولتې جوړښتونواو ټولنیزو بنسټونو لکه اداري، نظامی، فرهنګی، زده کړې اوروغتیا په رامنځ ته کولو کې رغنده رول ولوباوه. ترکیې تر ۱۹۶۰ لسیزې پورې افغانستان ته د ښوونکو، ډاکترانو، نظامي افسرانو او په مختلفو برخو کې د کارپوهانو را استولو ته دوام ورکړ. د ۱۹۵۷ میلادی کال د اګست ۲۶ نه ترسپټمبر ۸مې د ظاهرشاه سفر ترکیې ته په ګرمۍ استقبال شو.

د ځانګړي ملاتړ د ښکارونې په توګه د ترکیې لومړي وزیر په ۱۹۵۶ میلادی کال د جولای له ۲۶ نه تر ۳۰ پورې له کابل څخه لیدنه وکړه او په هغه پسې په کال ۱۹۵۸ میلادي کې د دسیپټمبر له ۱۲ نه تر ۲۲ پورې، د ولسمشرجلال بایار لس ورځنی سفر کابل، کندهار، هلمند، کندز او بغلان ته ترسره شو.

دغو نږدې همکاریو ترکال ۱۹۷۹ یانې د شوروي تر اشغال پورې دوام وکړ. له کال ۱۹۸۹ میلادي را وروسته، ترکیې د افغانستان جګړه څارله او هڅه یې کوله چې د خپل سفارت له لارې چې ترکال ۱۹۹۶ پورې پرانیستی و د سولې او ثبات لارې چارې ولټوي.

له تیرو وروستیو ۱۹ کلونو راهیسې ترکیې د نظامي او د پولیسو د افسرانو روزنه پیل کړې ده چې تردې دمه یې ټولټال ۵۰۶۱ نظامي او ۹۹۱۳ دپولیسو افسران روزلي دي. نن ورځ ترکیې د تاریخ تر ټولو ډېرې مرستې په پراختیایي برخه کې وړاندې کړېدي چې ډېری هغه یې د زده کړو، زیربناوو او روغتیا په برخه کې لګېږي. افغانان په لوړه کچه له ترکیې څخه د تحصیلي بورسونو غوښتونکي او ترلاسه کوونکي دي. په اتو ولایتونو کې د ترکیې ۲۱ ښوونځي او څلور د زده کړو مرکزونه دي چې ۷۰۸۰ زده کونکي لري او موږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې نوي ښوونځي پرانېزو. د افغانستان مختلفو سیموته د لاسرسي په موخه مو د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې خپله دویمه سرقونسلګري د هرات په ښار کې پرانسته او په روان کال کې د کندهار په ولایت کې د دریمې سرقونسلۍ د پرانیستو چمتوالی روان دی.

افغانستان له څلورو لسیزو راپه دېخوا کړېږي. د سولې ډیر وختونه یې له لاسه ورکړل. خو د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر له ۱۲ نېټې راپه دیخوا چې د افغانستان د سولې بهیر پیل شوی دی نو یو تاریخي فرصت سولې ته د رسیدو لپاره رامنځ ته شوی. له دې سره، سره موږ باید دا هیر نه کړو چې د سولې لاره اوږده او له خنډونو ډکه ده. نو موخه باید یواځې ژر راتلونکې سوله نه، بلکې تلپاتې او پایښتي سوله وي. له همدې امله ښکېلې خواوې مسوولیت لري چې دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

ترکیه تل د افغانانو په رهبرۍ او ملکیت د سولې د روان بهیر پلوی کوي. په دې اړه ترڅو چې زموږ د مرستې اړتیا وي، چمتویو چې له افغان وروڼوڅخه ملاتړ وکړو ترڅو د هغې تلپاتې سولې د راوستو د هڅو ګډون وال شو چې دافغانستان د هرې طبقې خلکو او د سیمې او نړیوالو لوبغاړو د هرکلي وړ وګرځي.