ملي اردو

ملي اردو ختیځ زون کې د طالبانو د سوق او ادارې لوی مرکز نیولی

اطلاعات روز: د هېواد ملي دفاع وزارت وایي، کمانډو ځواکونو د ننګرهار حصارک کې د عملیاتو پر دوام، د طالبانو د سوق او ادارې یو مرکز نیولی دی.

له دې وزارته به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ځواکونو له خوا دغه مرکز پرون (دوشنبه، د کب ۱۱مه) نیول شوی، وسلې او تجهیزات یې ضبط او د طالبانو ځینې نشه یي توکي یې سوځولي دي.

دفاع وزارت وایي، طالبانو له دې مرکزه په ختیځ زون په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت لپاره د ترهګریزو بریدونو پلان جوړ او عملي کوو.

د یاد ولایت حصارک ولسوالۍ کې له څه مودې راهیسې د دولت ضد وسله والو پر ضد عملیات روان دي. دولت په دې عملیاتو کې طالبانو ته د ګڼې مرګ ژوبلې خبر ورکوي او وایي، ډېرې سیمې یې د هغوی له شتونه پاکې کړې دي.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار نظامي مسوولینو ویلي و، چې په دغو عملیاتو کې یې د طالبانو د وسلو د پېر او پلور بازار نیولی دی. دوی ویلي و چې دې بازار ته له پاکستان وسلې راوړل کېدې او دلته بیا پر طالبانو پلورل کېدې.