مس عینک

مس عینک کې د زرګونه لرغون توکو موندنه؛ ترلاسه شوي توکي ملي موزیم ته سپارل شوي

خبریال: امېد اشنا

د لوګر ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د مس عينک له لرغونې سيمې تر اوسه ۳۰۶۰ تاريخي اثار ترلاسه او ملي موزيم ته سپارل شوي دي.

افغانستان د څو زره کلن تاريخ څښتن دی او په دې اوږده دوره کې پر دې ځمکه مهم تمدنونه او مبتکر انسانان تېر شوي دي.

دا هېواد که د اقتصادي پياوړتيا د فرصتونو لپاره تر ځمکې لاندې پرېمانه زېرمې لري، نو د باختر، آريانا او خراسان په نومونو دا پخوانۍ جغرافيه له کلتوي اړخه هم خورا غني ده.

د غلغله، ضحاک، مس عينک او ورته نور ځينې پخواني ښارونه، د صلصال، شمامه او په مس عينک کې ځينې نورې کشف شوې خورا لرغونې مجسمې، د هرات، غزني او غور منار، د کابل او ګردېز لرغوني بالاحصارونه، د کوه نور الماس، د ميرزکې خزانه او ورته سلګونه نورې هغه بېلګې دي چې ياده شتمني يې څو چنده کړې ده.

که څه هم د بدمرغه کورنيو جګړو په جريان کې د دې کلتوري شتمنيو زياته برخه ويجاړه او غلا شوې او اوس هم په هېواد کې د ناسمو شرايطو له امله په ورته لرغونو ځايونو کې قانوني کيندنو ته زمينه نده برابره، خو د لوګر ولايت په مس عينک سيمه کې د اړوندو ادارو تر څار لاندې د فني کسانو لخوا کيندنې شوې دي.

په دې سيمه کې کيندنې د مسو د استخراج پر مهال د لرغونو اثارو د کشف او خوندي کولو لپاره شوې دي.

د مسولينو په خبره په دې مهمه سيمه کې تر اوسه ۳۰۶۰ بېلابېل اثار او مجسمې تر لاسه شوې، چې ۵۷۴ يې پخوا ملي ميوزيم ته لېږدل شوې دي.

هغه لرغوني توکي چې تازه د عینک کان کې موندل شوي دي.

د لوګر د اطلاعات او کلتور رياست مسولين وايي چې په تازه اقدام کې يې له مس عينک څخه تر لاسه شوي ۲۵۸۴ نور بېلابېل اثار ملي ميوزيم ته وسپارل.

د ياد رياست مشر عبدالرحمن تسل اطلاعات روز ته وويل چې د دې اثار له ډلې ۴۱۰ مسي اثار، چې ډېری يې مسي او نقره يي سکې دي، د خوندي ساتنې لپاره د هېواد ملي موزیم او ۲۱۷۴ نور اثار خټين او سفالي اثار د پروسـس او پاک کاري لپاره د اطلاعات او کلتور وزارت د لرغون پېژندني لابراتوار ته ولېږدول شول.

تسل وايي: «په روان کال کې د قانوني او فني کيندنو له لارې له ۳ زره زيات اثار تر لاسه شوي. دا اثار ټول ثبت او سجيل دي او ټول يې د اطلاعات و فرهنګ رياست او وزارت، ملي امنيت او د مس عينک غونډ د استازو د ګډ هيئت تر نظر لاندې په سم ډول انتقال شوي دي.»

د لوګر د اطلاعات او کلتور رياست مسولين وايي چې په تازه اقدام کې يې له مس عينک څخه تر لاسه شوي ۲۵۸۴ نور بېلابېل اثار ملي ميوزيم ته وسپارل.

عبدالرحمن تسل د مس عينک تاریخي سيمې د لرغوني تاريخ په اړه اطلاعات روز ته وويل چې د دې سيمې تاريخ له اسلام څخه ډېر وړاندې د کوشانيانو او زردشتیانو دورې ته ورګرځي.

تسل وايي چې په دې سيمه کې څنګ په څنګ دوه ښارونه اباد و، چې زردشتيانو د اور او بودايانو د بوتانو عبادت کاوه او د دواړو ښارونو اوسېدونکو د يو بل کلتور او ارزښتونو ته درناوی درلود.

نوموړي زياته کړه چې په دې سيمه کې لا هم زياتې څېړنې او تاريخي مطالعاتو ته اړتيا ده، چې په اړه يې نور ناوېل شوي مسايل کشف او تر لاسه شي.

عبدالرحمن تسل وايي: «مس عينک ډېر لرغونی او غني تاريخ لري. فکر نکوم د هېواد په بل ځای کې دې داسې کمپلکس لرغونی ځای وي، چې هلته د دواړو قومونو د بوتانو او آتشپرستي او نور ډېر ځايونه شته. په دې ځای کې بايد لا زيات فني او قانوني کار وشي او لا زيات مادي او معنوي څه تر لاسه شي.»

يو تن فرهنګپال عبدالله دلاور د لرغونو ځايونو د ساتنې په اړه اندېښنه لري او وايي چې له دې ډلې ځينې مهم ځايونه او اثار د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې او د نه پاملرنې له امله تر ګواښ لاندې دي.

دلاور اطلاعات روز ته وويل چې د هرې سيمې خلک دې د لرغونو اثارو په خوندي پاتې کېدو او لوټ کېدو څخه د ساتنې لپاره هڅې وکړي او د هېواد دا ملي کلتوري شتمني دې خوندي کړي.

نوموړي زياته کړه: «د لوګر په شمول په هر ولايت کې د طالبانو تر واک يا نفوذ لاندې داسې سيمې شته، چې هلته مهم تاريخي ځايونه او اثار دي. زه خپله هېڅ نه يم ډاډه چې طالبان به يې په ارزښت پوه شي او يا د دوی ځينې ملاتړي بهرنيان وغواړي قاچاق يې کړي، دوی به يې مخه ونيسي.»

د جګړو له امله له بيارغونې او ساتنې د ګڼو تاريخي ځايونو پاتې کېدو سربېره د هېواد د ځينو لرغونو اثارو قاچاق هغه ننګونې دي، چې ډېر افغانان او د يادې برخې فعالان يې اندېښمن کړې دي.