ننګرهار سوداګر

سوداګر: د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ تړون نیمګری دی، له سره دې وکتل شي

اطلاعات روز: افغان سوداګر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې پر شوې توافقنامه نیوکې لري.

د ختیځ ولایتونو سوداګرو نن (سه شنبه، ۱۲ د کب)  د یوې ناستې پرمهال د «اپټا» په نامه له افغان حکومت سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د پاکستان شوې تړون نیمګړی وباله او پر یاد تړون یې له سره د بیا کتنه غوښتنه وکړه.

سوداګر حاجي تورملنګ اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د (اپټا) په نامه هوکړه لیک د افغان سوداګرو په زیان بولي او وایې، د یاد تړون پر مهال له سوداګرو سره سلا مشوره نه وه شوې.

تورملنګ زیاته کړه: «کوم تړون چې شوې مونږ غواړو چې پر یاد تړون دې له سره بیا ځلې کتنه وشي، ځکه په دې هوکړه لیک کې داسې مادې شته چې پاکستان ته یې ګټه ډیره خو افغان سودګرو ته بیا کمه ده نو زمونږ غوښتنه دا ده چې هلته په پاکستان کې دې افغان سوداګرو ته لازم سهولتونه برابر شې.»

سوداګر حاجي تورملنګ دا تړون د افغان سوداګرو په زیان بولي.

یو بل سوداګر زلمی عظیمي بیا ټينګار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په توافقنامه کې دې د بیا کتنې په برخه کې افغان سوداګرو ته د توکو د لیږد، رالیږد په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

عظیمي زیاتوي: «کوم هوکړه لیک چې له افغان حکومت سره پاکستاني حکومت لاسلیک کړی په دې کې پاکستان هیڅ په خپله ژمنه عمل نه دی کړی او نه یې هغه څه چې ویلي په عمل کې ثابت کړي دي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د شوي تړون له مخې هند ته به د افغانستان صادرات د پاکستان د واګې تربندره ورسیږي؛ خو نوموړی وایې چې له پاکستان سره له شوې تفاهم نامې سره سره، د پاکستان په خاوره کې افغان ټرانزیټ ته لازمې اسانیتاوې نه دي برابرې شوي.

الکوزي زیاته کړه: «د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې چې کوم تړون له پاکستان سره افغان حکومت لاسلیک کړی دی، پاکستان تراوسه هغه مادو باندې عمل نه دی کړی، افغان سوداګرو ته یې ګټه وي، د شوي تړون پر په اساس د افغانستان مالونه د پاکستان مهمو بندرونو لکه واګې پورې رسیدلی شي او د پاکستان موټرهم دا حق لري چې خپل مالونه د افغانستان تر بندرونو ورسوي.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د سوداګرو په دې ناسته کې وویل، که دغه تړون د سوداګرو په ګټه نه وي، نو باید اصلاحات په کې رامنځته شي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین بیا وایې، که یاده توافقنامه په سم ډول پلې شي له یوې خوا افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې او له بله خوا به افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ یوه باوري لیکه ثابته شي.

تمکین زیاته کړه:« که چیرې یاده توافقنامه په سم ډول عملي شي، نو دواړو خواوو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي هم سوداګرو ته او دواړو هیوادونو ته.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپټا تړون له لاسلیکیدو لس کاله تیریږي، په یاد تړون کې ویل شوي، چې د افغانستان مالونه د پاکستان مهمو بندرونو لکه واګې پورې رسیدلی شي او د پاکستان موټر هم دا حق لري چې خپل مالونه د افغانستان تر بندرونو ورسوي.