کابل جلال اباد لویه لار

د کابل-جلال اباد پر لویه لار ټرافیکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، دغه پېښه د یو کرولا ډوله موټر او ټراکټور ترمنځ د کابل-جلال اباد پر لویه لار شوې، چې دوه تنه په کې مړه او یو بل ټپي دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (سه شنبه، ۱۲ د کب) سهار څلور نیمې بجې د کابل_جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «کاکڅ» سیمه کې شوې.

د ښاغلي دولتزي په وینا، په دغه پېښه کې د سراچې موټرچلوونکي او یو بل تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي دی.

دولتزي زیاته کړه: «نن سهار وختي د کابل-جلال اباد په لویه لاره د کرولا ډوله موټر او ټراکټور د ټکر له امله دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.»

د والي ویاند په وینا، پيښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.