په پښه معلول چې لکړو سره په بېل او کولنګ وهلو ورځنۍ مومي

شاوخوا ۵۰ کلن خليل د پکتيا د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی دی، چې له خپلو دوه لکړو سربېره ور سره کولنګ او بېلچه هم دي، وايي ځينې وخت له غره څخه د تيږو راوړو لپاره ور سره لوی جبل، د تيږو لګولو لپاره متر، کرنډۍ او د ځينو نورو کارونو اړوند لوازم هم وي.