اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د دې ولایت حوزوي روغتون یوه روغتیاپاله په ماین چاودنه کې وژل شوې او لور یې ټپي ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تائید کړه او ویې ویل، دغه روغتیاپاله نن (پنجشنبه، ۱۴ د کب) سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د دریمې ناحیې اړوند عربانو ګولایي سیمه کې د یوې ریکشې پورې نښلول شوی ماین چاودنه له امله وژل شوې.
د نوموړي په وینا په دې چاودنه کې د نوموړې لور ټپي شوې ده. هغه وایې، نوموړې له کوره کاري دفتره ته پر لاره وه.
خوږیاڼی زیاتوي:«نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند عربانو ګولایې سیمه کې په ریکشا پورې نښلول شوي چسپکي ماین چاودنه کړې چې له امله یې د حوزوي روغتون یوه ډاکتره وژل شوې او کوچنۍ لور یې ټپي شوې ده.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.