ننګرهار

د ننګرهار کړکېچن امنیتي حالت؛ خلک خورا اندېښمن شوي او حکومت په ناغېړۍ تورنوي

خبریال: جان اغا صالح

د هېواد ختیځ کې ننګرهار ولایت په دې وروستیو کې له پخوا ډېر ناامنه شوی او ترې د وژنو راپورونه راځي.

په دې ولایت کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون د درې ښځینه کارکوونکو وژنه او نن د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې په یوې ریکشا پسې د یو نښلول شوي ماین چاودنې له امله د دې ولایت حوزوي روغتون د نسایي ولادي څانګې یوې روغتیاپالې وژنه او دغه راز د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ګچ اوو کارګرو (مزدورانو) مرموزې وژنې هغه څه دي چې دغه ولایت یې په وحشت ځای بدل کړی دی.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر دغه وژل شوي کسان هزاره ګان یادوي او ادعا کوي چې دغه کسان داعش وسله والې ډلې وژلي دي. خو داعشیانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د دې ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت بیا وایي، ددې پېښې په اړه ۴ شکمن کسان نیولي دي. ولسمشرۍ ماڼۍ هم دغه پېښه غندلې او دا کار یې د طالبانو بللی.

« جمهوررئیس د دې وحشیانه عمل د غندنې ترڅنګ وویل، طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتوالي سره یو وار بیا ثابته کړه چې په سولې باور نه لري او زموږ بېګناه هیوادوال وژني.»

ارګ زیاته کړې چې د ننګرهار ولایتي ادارې ته یې د دې پېښې د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو لپاره یې د ننګرهار ولایت مسوولینو ته جدي لارښوونې وکړې.

د ننګرهار وروستي امنیتي وضعیت مدني فعالان او ولسي استازي اندیښمن کړي دي. مدني فعالانو نن (پنج شنبه، ۱۴ د کب) د یوې خبري ناستې پرمهال په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د هدفي وژنو، ماین چاودنو او نورو جنایي پېښو د زیاتیدو په اړه خپلې اندیښمنې له رسینو سره شریکې کړې.

مدني فعال سباوون ملکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ورځ تر بلې په ښار او ولسوالیو کې امنیتي پېښې مخ په زیاتیدو دي چې دا حالت ولسونو ته د منلو وړ نه دی. ملکزي زیاته کړه: «هره ورځ یوه یا څو چاودنې او نورو ترهګریزې پېښې رامنځته کیږي چې نور دا حالت ولسونو ته د منلو وړ نه دی او غوښتنه مو دا ده، چې امنیت باید ونیول شي.»

دوی په ښار او ولسوالیو کې د وروستیو امنیتي پېښو د زیاتوالي لامل په امنیتي ادارو کې د نامسلکي کسانو ګمارنه، د پولیسو د تشکیل کموالی او د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ولایتي او نورو اړوندو امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي یادوي.

یو بل مدني فعال صبعت الله حنیفي د ننګرهار پر ولایتي شورا هم نیوکې وکړې او ویې څه ډول چې لازمه ده د ولس غږ یې تر چارواکو نه دی رسولی. حنیفي زیاتوي: «ننګرهار کې د امنیت د خرابوالي یو لامل د پولیسو د تشکیل کموالی دی او بل د غیر مسلکي کسانو ګمارل دي چې په حوزو او نورو امنیتي او کشفي ادارو کې ګمارل شوي دي.»

مدني فعالانو په یوه پریکړه لیک کې له حکومته په دې ولایت کې د هدفي وژنو د مخنیوي تر څنګ له عدلي او قضایي ادارو هم وغوښتل چې د ترهګریزو پېښو نیول شوي عاملین دې په سخته سزا ورسوي.

دوی وویل: «مونږ په دې ولایت کې د هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کوو، ترڅنګ یې له عدلي او قضایي ادارو غواړو چې د پېښو په اړه نیول شویو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي او که چیرې امنیت کنترول نشي نو مونږ به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړو.»

په همدې حال کې ولسي استازي هم په دغه ولایت کې د امنیتي پېښو زیاتیدو اندیښمن کړي دي. د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر له مرکزي حکومت وغوښتل چې په دې ولایت کې د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره ځانګړې طرحه ترتیب کړي.

عمر زیاته کړه: «مونږ ته هم دغه اوسنی امنیتي وضعیت د منلو وړ نه دی ځکه هره ورځ د څو پېښو شاهدان یو او دا ټول زور له ولس وځي نو له مرکزي حکومت په دې برخه کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو.»

ننګرهار کې د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې داسې مهال راپورته کیږي، چې په دې وروستۍ یوه اونۍ کې پرله پسې هدفي بریدونو د اوو میرمنو په ګډون ګڼ شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.