پکتیکاوال

د پکتيکا اوسېدونکي: طالبان د جګړې پر زياتولو د بهرنيانو پاتې کېدو ته پلمه برابروي

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت سلګونه اوسېدونکو د جمهوريت او ملي بنسټونو په ملاتړ پراخه غونډه وکړه او ويې ويل چې د افغانانو غوڅ اکثريت د جمهوريت او شته ملي بنسټونو ساتنه او پياوړتيا غواړي.

د کټواز زون ولسوالیو دې اوسېدونکو سرتيري د هېواد د امنيت، ثبات او د هېواد د ملي او نړيوال وقار ساتونکي وبلل او ويې ويل چې د سرتېرو ملاتړ د هر افغان مسوليت دی.

دوی وويل چې د جګړې دوام په هېڅ نوم د منلو ندی او وسله وال طالبان روانې کورنۍ جګړې ته پر دوام ورکولو پړه دي.

قومي مشر عبدالله بسمل وايي چې د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی او په کار ده چې د وسله والو طالبانو مشرتابه د مسوليت په احساسولو په دې برخه کې خپلواک ګام واخلي.

بسمل روانه جګړه د پرديو د ګټو لپاره استخباراتي جګړه ياده کړه، چې په خبره يې هېڅ ټولنيز او ديني رنګ نشي ورکول کېدلی.

نوموړي زياته کړه: «د خپلې ملي اردو او ټولو امنيتي سرتیرو تر څنګ په کلکه ولاړ يو، نور ځوانان هم ورکوو. هر څوک چې د زموږ د نظام او پوځ مخالفت کوي، هغه د ټول افغانستان دښمنان دی.»

د سيمې یو بل قومي مخور نعمت الله محمدي وويل چې افغانانو شته ملي بنسټونه، لاسته راوړنې او نسبي سوله او ثبات په خورا زياتو قربانيو تر لاسه کړی او هېڅوک به يې ګواښلو يا ويجاړي ته پرېنږدي.

محمدي د جګړې درېدو لپاره د نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو لخوا پر وسله والو طالبانو او د هغوی پر ملاتړ د لازمو فشارونو پر نه راوړلو هم نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې نړيوال دې د افغانانو د اکثريت په خوښه د جمهوريت او ملي بنسټونو د ساتنې او پياوړتيا همکاري ته دوام ورکړي.

هغه وايي: «دا نظام زموږ دی، موږ د دې لپاره زياتې قربانۍ ورکړې او نورې قربانې ته هم تيار يو. د نظام ساتنه پر موږ فرض ده او هر افغان يې بايد له پرديو لېوانو په ساتنه کې مسوليت تر سره کړي. طالب که واقعا ثابتوي چې افغان دی، لا هم وخت شته او د افغانانو له تباهي دې لاس واخلي.»

د يادې سيمې د ځوانانو مشر عبدالقيوم جبران وويل چې د جمهوريت تر چتر لاندې هر افغان ته خپل حقونه رسيږي او د سولې په حالت کې به په هېواد کې تاريخي پرمختګونه پيل شي.

جبران په تېرو لسيزو کې هم شوې کورنۍ جګړې، چې په پايله کې يې افغانستان ته درانده نه جبرانېدونکي زيانونه اوښتي، هم د اسلام تر نوم لاندې استخباراتي پروژې يادې کړې او ويې ويل چې نور بايد افغانان هيچا ته په مقدسو نومونو د جګړې د دوام اجازه ورنکړي.

نوموړي زياته کړه: «موږ ټول په جمهوريت کې خپل سالم حقونه لرو، خو پنجابی امارت دا هر څه راڅخه اخلي. امريکايانو څو ځله وويل او په وروستۍ تفاهمنامه کې يې هم ويلي، چې که جګړه ودريږي، دوی وزي، خو طالب هر وخت جګړه زياته کړې، نو څوک د خارجيانو د پاتې کېدو لامل دي؟»

د پکتيکا والي ډاکټر مجيب رحمن څمکني له دولت څخه د دې ولايت د اوسېدونکو د دوامدار ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ويل چې ټول دولتي بنسټونه د خپلو خلکو هوساينې او پرمختګ ته ژمن دي.

څمکنی وايي چې وسله والو طالبانو د خلکو، افغان دولت، د افغانستان او اسلامي نړۍ د ديني عالمانو او اسلامي دولتونو لخوا د روانې جګړې د حرام ثابتولو سربېره له هغوی د جګړې درولو غوښتنه وکړه، خو يادې ډلې هېڅ ډول افغاني او اسلامي ارزښتونو ته درناوی ونکړ.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال طالبان لا هم فرصت لري او بايد شته ستونزې د خبرو له لارې حل او د خپل ځای ځايګي لپاره سياسي مبارزه پيل کړي.

مجيب څمکنی وايي: «ما ته هم هدايت شوی او زه خپل ولسوال او امنيه قومندانانو ته هم هدايت کوم چې په دې دوره کې که په هر قيمت وي، سوله به راولو؛ زه له تاسو مشرانو هم غواړم او زما لخوا دا عام و تام صلاحيت لرئ چې په خپل کلي، ولسوالي او ولايت کې د باعزته سولې لپاره کار وکړئ.»

د افغان سولې لپاره د امريکا پر ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تور دی، چې د ځينو افغان او نورو سياستوالو په سلا يې د موقت حکومت جوړولو لپاره هڅې کولې، خو د ولسمشر محمداشرف غني او خلکو د سخت مخالفت له امله ډېرو هېوادونو د جمهوريت او شته بنسټونو د پاتې کېدو او پياوړتيا ننګه وکړه.