غني

ولسمشر غني: واک ته د رسېدلو یوازینۍ لار ټاکنې دي

اطلاعات روز: ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان سیاسي اقتدار ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار ټاکنې دي.

د هېواد ولسمشر چې نن (شنبه ۱۶ د کب) په ولسي جرګه کې یې د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې درېیم کاري کال پرانیسته کې وینا کوله وویل، هغوی چې د دې واک لپاره یوې خوا او بلې خوا ځي باید پوه شي چې د دې واک تر لاسه کولو یوازینۍ کلي ټاکنې دي.

د ښاغلي غني په وینا: «هغوی چې د دې لپاره یو خوا او بلې خوا ځي هغوی ته وایم، چې د افغانستان سیاسي اقتدار یوازې همدا یوه دروازه او یوه کلي لري او هغه ټاکنې دي. دا دروازه یوازې د افغانستان خلک کولی شي چې یوازې په رایو مو ترمخ  خلاصه کړي نو ولسواکۍ ته ژمن پاتې شئ.»

د ولسشمشر غني دا خبرې داسې مهال دي چې تېره اونۍ کابل ته افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سفر او د ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشرتابه په ګډون د یو شمېر سیاسي څېرو سره په بېلابېلو کتنو کې ویل کیږي، چې نوموړي د ټول ګډونه عبوري حکومت طرحه شریکې کړې ده.

د دغې طرحې له مخې، چې ډېر جزیات یې رسنیز شوي نه دي، ویل کیږي چې د ترکیې په کوربه توب به د افغانستان مسلې ته کتنه وشي او پر یو عبوري حکومت به پرېکړه وشي.

خو ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د واک لېږد د ټاکنو له لارې یو اصل دی او زیاته یې کړه چې دا اصل د معاملې وړ نه دی. د ده په وینا، «زه د لومړي شخص په توګه اړ یم چې د خلکو تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې خوندي او پرېنږدم چې قرباني او تویې شوې ویني بې ګټې لاړې شي.»

ولسمشر غني زیاته کړې، تیار دی څو د یو خپلواک او روڼ او سراسري ټاکنو لپاره د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې بحث وکړي او د ټاکنو ترسره کولو په اړه هم کولی شي خبرې وکړي. نوموړي دغه راز وویل، ان د ټاکنو په نېټې هم غږېدلی شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني دا خبرې په ښکاره لنډمهاله حکومت چې دې وروستیو کې د ځینو بنسټونو او سیاسي حزبونو له خوا وړاندې کیږي، ته غبرګون او رد وې.

«هر نهاد کولی شي چې خیال او خوب په کاغذ کې ولیکي، دا پخوا هم اوس هم او بیا به هم ولیکل شي.

 زموږ وثیقه اساسي قانون دی بلې ته اړتیا نشته هیڅوک نه شي کولی چې د بنسټونو له منځه وړنه، چې  موجودیت یې په اساسي قانون کې تصویب شوی، وکړي.»

ولسمشر غني طالبانو ته:

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې دې وینا کې پر طالبانو غږ وکړ، چې تاوتریخوالی کم کړي او د شعار پر ځای دې د رښتینې سولې نیت په عمل کې وښیي. ده دغه راز له طالبانو وغوښتل چې خپلې خبرې د خبرو میز ته راوړي، څو په چټکۍ یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي.

«هیڅوک په وېرې د افغانانو سر نه شي ټیټولی. افغانان له جګړې ستړي دي خو د قبرستان سوله نه غواړو، نو تاوتریخوالی پرېږدئ، شعار پرېږدي او په عمل کې یې وښیی چې د واقعي سولې نیت لرئ.

په خپلو ژمنو ودرېږئ او د مذاکراتو میز کې په چټکۍ مثبتې نتیجې ته ورسیږئ. په هرې خبرې بحث کولی او پایلې ته رسېدلی شو.»

ولسمشر زیاته کړه چې طالبانو سره دوه کاله مخکې اوربند ثابته کړه چې ملت لویه غېږه لري. د ده په وینا د جمهوریت لمن لویه ده. په همدې خاطر طالبان دې خلکو ته رجوع او سوله وکړي.

دغه راز که څه هم د بېلابېلو حزبونو او سیاسي څېرو له خوا افغان سولې لپاره د اجماع په نه شتون خبرې کیږي، خو ولسمشر غني وایي، هغه اجماع چې په ملي، سیمه ییزې، نړیوالې او اسلامي نړۍ په کچه رامنځته شوې ده، بې نظیره ده او په وینا یې چې د یوې تلپاتې سولې لپاره د دې اجماع تقویت لپاره او تضمین لپاره هڅې حتمي دي.

د ده په وینا، افغان حکومت د امریکا نوي حکومت سره دوامداره اړیکه کې دی او سلا مشورې ور سره روانې دي او دغه راز د سیمې له هیوادونو سره هم ګټورې خبرې دوام لري.

ولسمشر غني پاکستان ته:

ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز د افغانستان له ګاونډي پاکستان هېواد وغوښتل چې واقعي سولې ته راشي. د ښاغلي غني په وینا، پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست بدل او یو ازاد او سرلوړی افغانستان دې ومني.

د ده په ټکو: «په پاکستان غږ کوو چې واقعي سولې ته راشئ. راشئ چې تاسو او موږ دوه مستقله دولته او دوه خپلواک ملتونه سره یو بل ومنو. ټوله مرکزي اسیا مو پر مخ خلاصولی شو او په ګډه هغه کارونه کولی شو چې د چا فکر کې هم نه وي. نو راشئ مثبتې لارې ته، دا لوی فرصت دی د پاکستان لپاره چې د تېرو لسیزو سیاست بدل کړي او یو ازاد او سرلوړی افغانستان ومني.»

ولسمشر غني دغه راز په خپلو خبرو کې وویل، چې سوله خیال نه دی، خو تلپاتې سوله تدبیر، ژمنې او فداکارۍ ته اړتیا لري. د ده په وینا، په ۴۲ کلونو کې اوس افغانستان ته د سولې یو فرصت په لاس ورغلی.

ده وویل: «تلپاتې سولې ته لومړی ژمنه په کار ده. د سولې هغه موافقې چې له تدبیر پرته په بېړه شوي په لومړیو ۵ میاشتو کې بېرته ناکامې او ړنګې شوي او بدبختۍ او د ملت ړنګېدو لامل شوي دي. دویم ژمنه مهمه ده. باید ژمنه وکړو چې ټول داسې سولې ته ژمن یو چې فرصتونه له لاسه ورنه کړو. داسې سوله چې په کې هیڅ افغان له بل افغان کم نه وي. داسې سوله چې د پرمختګ یوازینی معیار استعداد وي. دریم فداکاري ده. واقعي او پایدارې سولې ته رسیدل فداکاري غواړي. نو لومړی معیار مو دا دی چې شخصي ګټو نه تېر شو، د ملت غوښتنو ته ورشو.»

د ولسمشر اشرف غني په وینا، د سولې برخه کې هرې فداکارۍ ته حاضر خو چې پورته خاصیتونه ولري.