کونړ

کونړ کې د ګازډبې چاودنې یو تن وژلی او ګڼ نور یې ټپي کړي

اطلاعات روز: د کونړ مرکز اسعداباد کې د یوې ګازډبې چاودنې یو تن وژلی او ۱۹ نور یې ټپيان کړي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن (یکشنبه، ۱۷ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام ناوخته مرکز اسعد اباد کې د یوې هټۍ مخې ته رامنځته شوې ده.

هغه وایې، پېښه د هټیوال د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده. مصمم زیاتوي:«تېر ماښام ناوخته مرکز اسعداباد کې د یو دوکان مخې ته ګازډبې چاودنه کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.»

دغه ډول پېښې په خپل نوعیت کې نوې نه دي، له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لاملونه یې تر ډېره بې احتیاطۍ ښودل شوي دي.