زلمی خلیلزاد

د «سولې انتقالي دولت طرحې» سره د غني مخالفت او د طالبانو چوپتیا

ایا د دوحې سولې لړۍ ماتې خوړلې؟

خبریال: عباس عارفي
ژباړن: بهادرخان رحماني

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د ۱۷مې تقنیني دورې دریم کاري کال پرانیستغونډه کې د افغانستان سولې پروسې په اړه د جوبایډن ادارې د نوې طرحې او وروستیو بحثونو په اړه چې کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر کې رامنځته شوي، په غبرګون کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد یو نه معامله کېدونکی اصل دی: «هر بنسټ کولی شي له کړکېچه د وتو طرحه پر کاغذ ولیکي، له دې کاغذونو تېر کې ډېر لیکل شوي دي، خو زموږ وثیقه اساسي قانون دی.» که څه هم ولسمشر غني د ټاکنو پر اصل او د اساسي قانون پر ساتنې ټینګار وکړ، خو د ټاکنو پر ژر ترسراوي او د اساسي قانون تعدیل ته یې هم اشاره وکړه.

ولسمشر غني په داسې حال کې د ټاکنو پر ترسره کولو او د اساسي قانون په خوندیتوب ټینګار کوي، چې تېره یوه اونۍ کې کابل ته افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هم مهاله، د سولې خبرو د کچې په پورته بېولو، د سولې مشارکتي حکومت پر طرحې او د خبرو اترو لړۍ په چټکتیا بحثونه رامنځته شوي. له دې وړاندې وروستي ځل لپاره چې زلمي خلیلزاد کابل ته سفر کړی وی، د داسې طرحې راوړونکی و چې د ولسمشر غني د غوسې لامل شوه او حاضر نه شو چې خلیلزاد سره وویني.

اوس تر یو ځنډ وروسته خلیلزاد داسې مهال کابل ته راغی چې په ارګ او د ملي پخلاینې عالي شورا کې د ځینو معتبرو سرچینو له مخې، کابل ته د خلیلزاد له راتګ یوه ورځ وړاندې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، له ټیلیفوني اړیکې سربیره ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته په دوو جلا لیکونو کې، افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د تګلارې بیاکتنې ته په اشارې، د سولې پروسې چټکتیا، سولې ته د ملي اجماع رامنځته کولو او د خبرو کچې لوړولو غوښتنه کړې وه. د دې سرچینې په وینا، د افغانستان حکومت مشرانو ته د امریکا بهرنیو چارو د وزیر دا لیک د یوې طرحې سره مل دی چې جزیات یې لا خوندي دي، خو په زیات ګمان چې هماغه د مشارکتي حکومت طرحه به وي چې زلمي خلیلزاد په مخکیني سفر کې له سیاسي رهبرانو سره شریکه کړې وه، خو دا ځل په لږ بدلون او سموونو سره. کابل ته د خلیلزاد له درې ورځني سفر وروسته، په ځینو ټوېټونو کې دا سفر ګټور وباله.

د مشارکتي حکومت طرحه او د بن په څېر تجربه

د اسټرالیا دیکین پوهنتون کې لیکوال او څېړونکی نعمت الله ابراهیمي اطلاعات روز ته وایي، چې که څه هم تراوسه د دې طرحې جزیات نه دي راوتلي، خو په ټوله کې د سولې مشارکتي حکومت طرحه د افغانستان سیاست په اړه د بایډن ادارې د عمومي سیاست ښکاره کوونکی دی چې څو ځانګړنې لري: «د بېرته راتګ دا طرحه په ټوله کې نړیوالو اړیکو کې د هراړخیزتوب او په ځانګړي توګه د افغانستان قضیه کې، چې په دې طرحه کې ښکاره ده او کولی شو هغه د بایډن ادارې لویې برنامې برخه کې نړیوالو بنسټونو او نړیوالو میکانیزمونو ته د امریکا بېرته ورتګ لپاره و ارزوو.»

د اسټرالیا دیکین پوهنتون کې لیکوال او څېړونکی نعمت الله ابراهیمي

لیکونکی او د نړیوال سیاست او د شخړو حل څېړونکی الهام غرجي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې امریکایان غواړي دواړه خواوې هر څه ژر دې هوکړې ته ورسیږي. د تېر یوه کال تجربې ښودلی ده، چې د دوحې پروسه وخت نیوونکې ده او د دې ګمان چې شونې ده یو بل کال هم وخت ونیسي څو هوکړه وشي، شته دی: «سربیره پر دې هم طالبانو او هم دولت ښودلې چې د جنګ ختمولو لپاره د یو سیاسي جوړجاړي چندانې انګیزه نه لري. پر همدې پربنسټ، امریکایان لکه د بن له یوې بلې طرحې پسې دي چې هم وکولی شي د افغانستان سیاسي مشرانو په راوړلو سره د سولې خبرې اترې پورته یوسي او هم نړیواله ټولنه، د سیمې هېوادونه او په سر کې یې ملګري ملتونه نېغ په نېغه بحث ته دننه کړي.»

ښاغلی غرجي وایي، چې حکومت له دې طرحې سره موافق نه دی، خو له حکومت دباندې، له یو مشارکتي حکومته ملاتړ او طالبانو سره د واک وېش د جوړېدو حال کې دی.

لیکونکی او د نړیوال سیاست او د شخړو حل څېړونکی الهام غرجي

ښاغلی ابراهیمي د افغان سولې پروسه کې د ملګرو ملتونو سازمان رول په ښکاره کولو او له دې طرحې سره د امریکا دولت مخکینۍ برنامې ته اشاره کوي او باور لري چې «دا طرحه نسبت هغې ته چې د ټرمپ ادارې دوحه کې لرله، توپیر کوي. هلته نېغ په نېغه او یو اړخیزه طالبانو سره په یو تعامل کې دننه شول. اوس که دا طرحه مخته یوړل شي، د دوحې پروسه عملا ودریږي او موږ د یوې بلې برنامې او چلند شاهد یو. په دې طرحه کې ډېر مثبت ټکي شته دي، لکه د ازادیو خوندیتوب او دا چې راتلونکی سیاسي نظام د اوسني سیاسي نظام له لارې تېریږي. عبوري یا تېرېدونکی دولت داسې طراحي کیږي چې بنسټ یې د ۲۰۰۴ اساسي قانون دی او مدني خپلواکۍ هم تامینیږي.»

ایا د دوحې پروسې ماتې خوړلی؟

اتلانتیک شورا کې لیکوال او څېړونکي عمر صمد اطلاعات روز ته خبرو کې وویل، چې اصلي موضوع د دوحې لړۍ د ماتې او بریا نه ده، بلکې اصلي قضیه د جنګ پای، د مصالحې یو جدي پړاو لپاره فرصت جوړونه او یو تېرېدونکې، هراړخیزې او انتقالي مرحلې پر لور حرکت ده، چې هېواد کې د د نسبي ثبات او ټیکاو متضمن او په یوې ځانګړې مرحله کې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو لپاره فرصت برابر کړي. «که د بایډن ادارې نوې برنامه پایله ورکړي او د افغاني او نړیوالې کافي اجماع څخه برخمنه شي، په هغې وخت کې د دوحې پروسه یوې نوې پروسې باندې بدلیږي او بین الافغاني خبرې هم نوې بڼه ځان ته نیسي.»

اتلانتیک شورا کې لیکوال او څېړونکي عمر صمد

په دې سره د دوحې پروسه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پر بنسټ رامنځته شوی او د دوحې لړۍ ماتې پر مهال، د دوحې تړون برخلیک د پوښتنې وړ ګرځي. په دې اړه ښاغلی صمد په دې باور دی چې د دوحې تړون له دریو برخلیکونو سره مخ دی: «د هغې پلي کول څرنګه چې یې وړاندوینه کیږي، سړغړونه یې له یو اړخه له اړخیزه هوکړې پرته، تعدیل یې د اړخونو په هوکړې.»

د سیاسي مسایلو شنونکی او لیکوال تابش فروغ اطلاعات روز ته وایي، چې د دوحې پروسې ماتې او بندون د امریکا او طالبانو له لاسلیک په هماغه سبا، بایلونکې و.

امریکایانو له دوحې ډېر رښتینې هیلې درلودې. د امریکا او طالبانو سولې تړون سره د هیلو عمده برخه راوتلې ده. د امریکا له لیده هغه څه یې چې غوښتل دوحه کې وشي، وشول: «قطر که څه هم یو هوښیار لوبغاړی دی او فعاله ډیپلوماسي لري، خو دا وزن نه لري چې د افغانستان په اړه لویه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي.»

د سیاسي مسایلو شنونکی او لیکوال تابش فروغ

ښاغلی فروغ وایي، چې لویدیځ ډیپلوماتان له هماغه اوله د دوحې پروسې دې محدودیت څخه خبر و، خو بدیل ورته نه و.

طالبان به بدیله طرحه ومني؟

طالبانو ډلې چې د دوحې تړون لومړۍ کلیزې بیانیه کې خپاره کړي، د دوحې تړون پر ځای د بلې هرې هڅې راوړنه محکومه کړې وه. د طالبانو بیانیه کې راغلې وه: «د دوحې تړون افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګولو لپاره عملي لاره رامنځته کړې ده. که پر وړاندې یې، پر بل هر بدیل هڅه کیږي، پایله به یې له هماغه لومړیو ناکامه وي.»

خو په دې سره هم ویل کیږي چې خلیلزاد له کابل وروسته دوحې ته لاړ څو دا طرحه د طالبانو له مشرانو سره شریکه کړي. الهام غرجي وایي، دا چې طالبان به داسې طرحه ومني یا نه، خو ګانې شتون لري. د طالبانو ستر شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکون وتنه ده. امریکایانو هم ویلي، چې له افغانستانه وځي، خو غواړي ډاډه شي چې د هغوی وتل به د افغانستان په نسکورېدو نه اوړي.

ښاغلی غرجي په دې باور دی چې طالبانو تل غوښتي د افغانستان حکومت لېرې و اوسي او له قومي مشرانو یا هماغه پخواني متحده جبهې سره خبرې وکړي، ځکه چې طالبانو ته په وروستۍ ورځ، لوی خنډ، مرکز او د افغانستان شمال کې د هغوی پر وړاندې مقاومت دی.

نعمت الله ابراهیمي وایي، له هغه څه چې موږ له طالبانو پوهیږو، د دې احتمال چې دا ډله به د دوحې بدیله طرحه ومني، لېرې ده.

تابش فروغ پر دې باور دی چې طالبانو امریکا سره له ډیپلوماسۍ هم په تاکتیکي کچه او هم په ستراتیژیکي کچه ګټه وړې ده: «طالبانو پوهیږي چې له جنګ سره باید ډیپلوماسۍ ته هم دوام ورکړي. له دې لارې د هغه لاسته راوړنو په ساتنې چې له دوحې یې ترلاسه کړي، د انقرې پروسې سره یوځای کیږي. د دوحې تړون په اصل کې د طالبانو سیاسي قران دی. له هغې کم نه غواړي، خو که په لابۍ سره ډېره ترلاسه کړي، دا به دوی ته اضافي امتیاز وي.»