حمدالله محب: د «سولې انتقالي دولت» طرحه د واک پر وېش ورټوله ده

اطلاعات روز: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا «د سولې انتقالي دولت» طرحه د واک پر وېش تمرکز لري.

ښاغلي محب چې نن یې (یکشنبه، ۱۷ د کب) د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي او د ملي دفاع وزارت له مرستیال شاه محمود میاخېل سره په یوې ګډې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې د افغانستان حکومت د امریکا دغه طرحه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې دغه طرحه یو شمېر سیاسي څېرو ته هم رسېدلې ده.

د ملي امنیت سلاکار دغه راز وویل، د سولې انتقالي دولت طرحه د امریکا د حکومت طرحه نه ده، بلکې داسې طرحه ده چې «وکولی شي افغان سولې پروسې ته چټکتیا ورکړي.» هغه زیاته کړه: «دا یوه جوړښتي طرحه ده او تمرکز یې [هم]  پر دې دی چې څنګه وکولی شو واک ووېشو، څو امنیتي ستونزې حل شي.»

له بلې خوا، حمدالله محب ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت پر دې طرحې ډېر فکر کوي. له دې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ویاند احمدنادر نادري هم په یوې خبري ناسته کې وویل، چې «د سولې انتقالي دولت طرحه» د دولت تر ارزونې لاندې ده.

په همدې حال کې ښاغلي محب وویلې، چې له طالبانو سره د افغانستان دولت ستونزه یوازې د جوړښت په څرنګوالي نه ده. هغه زیاته کړه چې د افغانستان دولت او طالبان پر نورو مسلو په ځانګړي ډول بهرني سیاست له هغې ډلې پاکستان سره د دې ډلې پر اړیکو او د افغانستان دننه د حکومتولۍ پر څرنګوالي هم اختلاف لري.

دا خبرې په داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته په خپل سفر کې یاده طرحه حکومت او ځینو سیاسي څېرو سره شریکه کړه.

په ارګ او د ملي پخلاینې عالي شورا کې د ځینو معتبرو سرچینو له مخې، کابل ته د خلیلزاد له راتګ یوه ورځ وړاندې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، له ټیلیفوني اړیکې سربیره ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته په دوو جلا لیکونو کې، افغان سولې په اړه د امریکا متحده ایالاتو د تګلارې بیاکتنې ته په اشارې، د سولې پروسې چټکتیا، سولې ته د ملي اجماع رامنځته کولو او د خبرو کچې لوړولو غوښتنه کړې وه.

د دې سرچینې په وینا، د افغانستان حکومت مشرانو ته د امریکا بهرنیو چارو د وزیر دا لیک د یوې طرحې سره مل دی چې جزیات یې لا خوندي دي، خو په زیات ګمان چې هماغه د مشارکتي حکومت طرحه به وي چې زلمي خلیلزاد په مخکیني سفر کې له سیاسي رهبرانو سره شریکه کړې وه، خو دا ځل په لږ بدلون او سموونو سره.

کابل ته د خلیلزاد له درې ورځني سفر وروسته، په ځینو ټوېټونو کې دا سفر ګټور وباله.