د امن او ثبات کنفرانس

صمیم: افغانان یو دي او اغزن سیم یې نه شي بېلولی

اطلاعات روز: د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې اوږدو کې د اغزن سیم تېرېدل دواړو خواوو ته پروت یو افغان ټبر نه شي بېلولی.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر دغه څرګندونې نن (یکشنبه، ۱۷ د کب) کابل کې د «امن او ثبات» تر نامه لاندې یوې غونډې ته وکړې. ښاغلي صمیم وویل، چې هره ورځ د کرښې دواړو خواوو ته غواړي ناورین رامنځته کړي، خو په وینا یې ستاسو د «باشهامته» ورونو د قربانیو پایله کې د ډېرو بدامنیو مخه نیول شوې او وبه نیول شي.

که څه هم ښاغلي صمیم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو په ښکاره یې اشاره د افغانستان ګاونډ پاکستان ته ده. د ده په وینا، پاکستان تل د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه ځورولي او ستونزې یې ورته زېږولي دي.

محب الله صمیم دغه راز د پاکستان له خوا د ډیورنډ پر فرضي کرښې د اغزن سیم تېرېدو په اړه وویل، دغه هېواد په دې سره نه شي کولی چې افغانان سره بېل کړي. د نوموړي په وینا: «اوبه په ډانګ نه بیلیږي. دوی په سیم خاردار څوک نه شي بېلولی. د کرښې دواړو خواوو کې افغان یو دی.»

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر زیاته کړه، چې هېواد کې د جګړې سره سره ولسواکي بنسټیزه شوې او د واک لېږد د خلکو په رایو کیږي، دغه راز د بیان خپلواکي او ډېر نور فرصتونه رامنځته شوي دي.

«که څه هم ډېرې قربانۍ مو ورکړې خو ډېر فرصتونه مو هم رامنځته کړل، اوس په دې هېواد کې د جګړې پر وړاندې سخت نفرت دی. د یووالي لپاره ډېر امېدونه شته دي. نن په دې هېواد په میلیونونه نجونې او هلکان ښوونځیو ته ځي. په زرګونه ځوان لیسانس، ماسټران او پروفیسوران کادرونه لرو.»

خو نوموړي همدې فرصتونو ته په اشارې وویل چې باید ترې د امن او ثبات لپاره ګټه واخیستل شي. ښاغلي صمیم خبرداری ورکړ چې د بې پروایۍ پر مهال به افغانستان لا هم خوږ کړي.

«څوک مو چې وژني او ځانمرګي کوي دوی کومه کارخونه نه لري، دا را ته ښکاره ده چې دا څوک رالیږي او موږ پرې وژني. له دې فرصته په ګټنې باید ددې بلا مخنیوی وکړو. که بې تفاوته پاتې کیږو نور مو هم خوږوي. له دې فرصتونو باید داسې ګټنه وشي چې هم دلته امن او ټیکاو ټینګ شي او هم په خیبرپښتونخوا، وزیرستان او بلوچستان کې امن ټینګ شي.»

په همدې غونډه کې د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد هېواد کې د امن نه شتون د روانو بدمرغیو لامل وباله او زیاته یې کړه چې باید تر هرڅه لومړی امن ته کار وشي څو ثبات هم ورسره راشي.

نوموړي په خبرو کې وویل، رښتینی امن او ثبات هغه مهال راتلی شي چې د کرښې دواړه خواوې او ټوله سیمه ورته کار وکړي او په وینا یې چې که افغانستان ناامنه وي، ګاونډیان او سیمه به ورسره ناامنه وي.

د ده په ټکو: «دوامداره ثبات ته اړتیا لرو. په کار ده چې د جنګ ټرمینالوژي د سولې په ټرمینالوژي بدله شي. پر همدې بنسټ څه چې پرېکړې کوو په همدې چوکاټ کې راشي. اختلاف نظر په کور کلي کې هم شته، د یو هېواد ګټه د بل هېواد ورانۍ کې نشته. له ورانۍ به بل هېواد ته ورانۍ ورځي.»

د حاجي دین محمد په وینا، ټول باید د امن او ټیکاو لپاره سره لاس ورکړي، ستونزې باید درک او حللارې ورته وکتل شي. دغه راز د کرښې دواړو خواوو ته قومونه ډېر ځپل شوي باید ورسره مشورې وشي. لکه دا غونډه.

دغه راز په دې کنفرانس کې له کوزې پښتونخوا راغلي سیاستوال سردار حسین بابک په خپلو خبرو کې وویل،  افغان جګړه له بهره تپل شوې او د افغانانو نسل وژنه ده. د ده په وینا، چې دغه جګړه باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

د کوزې پښتونخوا سیاستوال سردار حسین بابک

همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په سولې خبرې وکړې. د ده په وینا، طالبانو سره خبرې اترې افغانستان تلپاتې ثبات ته نه شي رسولی، خو دا خبرې به طالبانو سره په لنډمهاله سولې بدلې شي.

د ده په وینا، سوله او ثبات دوه بېلې مقولې دي او په وینا یې چې افغانستان خپل تاریخ کې «ثبات» نه دی تجربه کړی. خو د ده په ټکو چې افغانستان د سولې تجربه لرلی او اوسنی فرصت هم هېواد لپاره «تاریخي» دی.

محب زیاته کړه، اوسنۍ خبرې اترې کولی شي چې د جمهوریت او طالبانو ترمنځ د نوي جوړښت لامل او روان جنګ پای ته ورسیږي. د ده په ټکو د افغانستان جګړه یوازې داخلي اړخ نه لري، ځکه په وینا یې که داسې وی، جګړې به تراوسه دوام نه پيدا کوو.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

نوموړي هیله وکړه چې د امن او ثبات دغه کنفرانس به د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو کې د امنیت ټینګښت لپاره یوه تګلاره پیدا کړي. د هغه په وینا، ددې غونډې پایله باید یوازې یو پرېکړه لیک نه، بلکې د حکومت لپاره باید د یو تلپاتې ثبات ټینګښت یو لارښود و اوسي.

د امن او ثبات په نوم دغه کنفرانس چې د خیبر پښتونخوا، وزیرستان او بلوچستان سیاسي مشرانو ته په کې بلنه ورکړل شوې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا جوړ شوی دی. د دې وزارت په وینا، دغه کنفرانس به دوه ورځې دوام ولري او پایله به یې په یو پریکړه لیک کې واورول شي.