ملي امنیت

ننګرهار کې د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې ملي امنیت د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼې نن (دوشنبه، ۱۸ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲قطعې» تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ «ادړ» سیمې اړوند څندلۍ کلي د شپنیو عملیاتو پرمهال د ننګرهار لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مرستیال وژلی دی.

هغه وایې، وژل شوي کس پلان درلود چې په ننګرهار او یا کابل کې پر افغان ځواکونو موټر بم او ډله ییز بریدونه ترسره کړي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تېره شپه خوږیاڼو ولسوالۍ کې ملي امنیت د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د استخباراتو معاون وژلی دی او هم افغان ځواکونو ګڼ شمیر وسلې ترلاسه کړي دي.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.