کاغذي تذکرې

کابل ښار کې له دې وروسته کاغذي تذکرې او د هغې اړوند چوپړونه نه وړاندې کیږي

اطلاعات روز: د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، له نن (دوشنبه، ۱۸ د کب) وروسته کابل ښار کې د کاغذي تذکرو وېش او د هغې اړوند خدمتونه نه وړاندې کوي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې له خپلې فیسبوکپاڼې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غوره چوپړونو د وړاندې کولو او د موازي چوپړونو، د خلکو د وخت ضایع کولو او سرګردانۍ مخنیوي لپاره د کاغذي تذکرو پر ځای الکټرونیکي چوپړونه وړاندې کوي.

دې ادارې لیکلي: « دا اداره د کاغذي تذکرې او د هغې اړوند خدمتونه (د نوې او مثنی تذکرې وېشل، د عمر اصلاح، د نوم بدلول، د نوم اصلاح، د مدني حالت بدلون، د دندې بدلون، د اوسېدو ځای بدلون، د عکس نصبول، د پولیسو فورم، د تذکرې باطلول، بیاځلي ثبت، د تخلص درج کول، د تابعیت پرېښودل، لوړې زده کړې او نور) سر له دوشنبې ورځې (۱۸ کب ۱۳۹۹) غوښتونکو ته نه وړاندې کوي.»

د یادې ادارې په وینا، دغه اداره د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د الکترونیکي تذکرو د وېش ۲۵ فعالې وېش څانګې لري، چې غوښتونکي کولای شي هر وخت د انلاین سېسټم له لارې د خپلو برښنایي تذکرو د ترلاسه کولو په موخه ګام واخلي.

دغې ادارې دغه راز ویلي،هغه کاغذي تذکرې چې د بېلابېلو ادارو له لوري د صحت د تثبیت په اړه دې ادارې ته په رسمي ډول استول کېږي او نور اړوند مالومات چې په کاغذي تذکره کې د شخص د مالوماتو د بدلون سبب ګرځي، په کابل ښار کې د الکترونیکي تذکرو د خدمتونو له لارې وړاندې کېږي.

خو دا پرېکړه یوازې د کابل ښار لپاره شوې ده. دغه ادره وایي، په ولسوالیو کې به د پخوا په څېر خپلو چوپړونو ته دوام ورکوي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې: «د ویلو وړ ده، چې د کابل ولایت په ولسوالیو کې د کاغذي تذکرو خدمتونه، د حیاتي پېښو د ثبت خدمتونه (زېږونونه، مړینه، طلاق او ودونه) او د بهرنیو وګړو ثبت (د بهرنیو وګړو د راتګ او تګ ثبتول او د تابعیت اخیستل) او د استعلام او مکتوب له لارې د رسمي معلوماتو غوښتل د تېر په څېر دوام لري.»

د برښنایي تذکرو وېش په ټول افغانستان کې پیل شوی دی. ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې وویلې، چې هره ورځ په زرګونه افغانان د یادو تذکرو اخیستلو لپاره ورځي. د ده په وینا، حکومت هڅه کوي چې د تذکرو د وېش ظرفیت لوړ کړي.