زده کوونکې

ننګرهار کې د ۷ زره ښوونکو کمښت؛ ښوونکي: له ډېرې ښوونې ستړي کیږو

خبریال: جان اغا صالح

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې لا هم د ښوونکو د کمښت ستونزه پرځای ده. په دې ولایت کې د شاوخوا ۷ زره ښوونکو کمښت له امله، شته ښوونکي درس ورکوي خو دغه ښوونکي وایي، له ډېر درس ورکولو ستړي کیږي.

دغه راز د دې ولایت ښوونکي وایي، په ښوونځيو کې د ښوونکو کمښت د زده کوونکو روان تدریسي بهیر ټکنی کړی او نه شي کولای د پوهنې وزارت له لوري د ورکړل شوې تګلارې له مخې په سم دول زده کړې ورکړي.

ښوونکی سید کمال همدرد وایې، پخوا به یې په اونۍ کې ۲۴ ساعته تدریس کاوه، خو اوس په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت له امله ۳۶ ساعته تدریس کوي.

همدرد زیاتوي: «مونږ ډیر زیات اندیښمن یو، هر ښوونځي کې معلمین کم دي او پخوا به چې مونږ په اونۍ کې څو مشخص ساعتونه لرل، هغه راباندې څو چنده شوي دي. زمونږ غوښتنه دا ده چې پوهنې وزارت دې ننګرهار ته پام وکړي او د ښوونکو د کمښت ستونزه دې ژر حل کړي.»

دمګړۍ ننګرهار کې ۷ زره ښوونکو ته اړتیا ده.

بل لورته د ننګرهار د پوهنې ریاست هم د ښوونکو د کمښت ستونزه مني او وایي په دې ولایت کې ۱۵ زره ښوونکي نږدې یو ميلیون زده کوونکو ته درس ورکوي، چې دې شمیر زده کوونکو ته د تدریس لپاره لا ډیرو ښوونکو ته اړتیا ده.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دې ولایت کې ۷ زره ښوونکو ته اړتیا ده چې په ګمارنه یې د دې ولایت په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت شته ستونزې حل کیدای شي.

د ښاغلي شینواري په خبره د ولسمشر له لوري ننګرهار سره د دوه زره نویو ښوونکو د ګمارل کیدو ژمنه شوې چې په راتلونکې کال کې به یې د ګمارنې لړۍ پیل شي.

نوموړی وایې، اوسمهال درې زره ښوونکي په بیلابیلو ښوونځو کې په رضاکاره ډول ګمارل شوي چې تر یوه بریده د ښوونکو د کمښت ستونزه یې حل کړې ده.

شینواري زیاته کړه: «ننګرهار پوهنې ریاست د دې ولایت په ټولو ښوونځيو کې ۷ زره ښوونکو ته اړتیا لري او دا ستونزه په ټولو ښوونځيو کې ده. که په ښار کې دي او که په ولسوالیو کې دي، مونږ تمه لرو چې په نږدې راتلونکې کې به ننګرهار ته د ښوونکو په برخه کې د جمهور رییس د ژمنې پر اساس د نویو ښوونکو د ازموینې لړۍ پیل شي، چې په دې سره به تر یوې اندازې د ښوونکو د کمبود ستونزه حل شي.»

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواری وایي، اوسمهال درې زره ښوونکي په بیلابیلو ښوونځو کې په رضاکاره ډول ګمارل شوي چې تر یوه بریده د ښوونکو د کمښت ستونزه یې حل کړې ده.

په همدې حال ننګرهار کې قراردادي ښوونکي هم شکایت کوي، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د قراردادي ښوونکو مشرې فاطمې اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، یو کال یې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د حق الزحمه یي ښوونکو په توګه یې په سختو ورځو کې دندې ترسره کړي، خو لا یې هم د ننګرهار د پوهنې ریاست له لوري تنخواوې نه دي ورکړل شوي.

نوموړې له پوهنې ریاست غوښتنه کوي، چې د ښوونکو په برخه کې اعلان شویو بستونو کې دې حق الزحمه ښوونکي په دندو وګماري.

هغې زیاته کړه: «مونږ په ډيرو سختو شرایطو کې کار وکړ. یو کال مې د قراردادي ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه خو تراوسه زمونږ یو معاش نه دی راکړل شوی مونږ غوښتنه کوو چې یو خو دې زمونږ معاشونه راکړل شي او بله دا چې قراردادي ښوونکي دي په رسمي بستونو کې ځای پر ځای شي.»

بل لورته د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواری که څه هم په دې ولایت کې د قراردادي ښوونکو د معاشونو د ځنډیدو ستونزه مني، خو وایي د ښوونکي د تنخواوو ستونزه یې له پوهنې وزارت سره شریکه کړې ده.

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وایي، د ښوونکو په برخه کې اعلان شویو بستونو ته په ډله ییزه توګه ازموینه اخیستل کیږي.

«مونږ د قراردادي ښوونکو چې په ننګرهار کې یې د پوهنې ریاست سره په مختلفو ولسوالیو کې کار کړی، د دوی ځینو معاشونه پاتې دي خو دغه ستونزه مونږ د پوهنې وزارت سره شریکه کړې او تمه شته چې ور به کړل شي مونږ د دوی غږ تر اړونده ادارو رسولی او تمه لرو چې ستونزه یې حل شي.»

د ننګرهار پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری وایي، د ښوونکو په برخه کې اعلان شویو بستونو ته په ډله ییزه توګه ازموینه اخیستل کیږي.

د ښوونکو د کمښت سره سره ننګرهار کې د زده کوونکو بله ستونزه د ښوونځیو د ودانیو او کتابونو نه شتون دی، چې د زده کړو په چارو یې منفي اغیز کړی دی.

ښوونکي او زده کوونکي وایي، د ودانیو نه شتون له امله ډېری وخت ښوونځي رخصت وي، ځکه په وینا یې په دغو ورځو کې یا باران وي او یا هم د سخت لمر له امله نه شي کولی چې په عادي توګه د زړه ګړي بهیر روان وساتي.