تاریخي اثار

پاکستان ته د تاریخي اثارو قاچاق؛ ننګرهار کې یې چارواکي د مخنیوي لپاره د تاریځي ځایونو رغېدو ژمنه کوي

خبریال: جان اغا صالح

د ننګرهار د اطلاعات فرهنګ رییس وایي، په دې ولایت کې به ټول هغه تاریخي ځایونه چې د له منځه وړو له ګواښ سره مخ دي، ورغوي.

رحیم الله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وویل، هڅې یې پیل کړي چې په ننګرهار کې هغه تاریخی ځایونه بیا ورغوي چې د تېرو جګړو پر مهال تخریب شوي او یا یې د له منځه تللو ویره ډیره ده.

نوموړی وایې، د ننګرهار شاهي ماڼۍ، سراج العمارت بڼ او د غازي امان الله خان مقبره هغه پروژې دي چې اوسمهال یې د بیا رغیدو چارې روانې دي.

خوږیاڼی زیاته کړه: «اوسمهال په ننګرهار کې د شاهي ماڼۍ، سراج العمارت بڼ او د غازي امان الله د مقبرې د بیارغیدو هغه پروژې دي، چې اوسمهال یې کارونه روان دي، نږدې وخت کې به په ۱۷ نورو پروژو هم کار پیل شي چې په کې تاریخي ځایونو بیارغیدل او نور کلتوري پروګرامونه شامل دي.»

ننګرهار کې د خان عبدالغفار خان مقبره


د ننګرهار د اطلاعات او کلتور مشر رحیم الله خوږیاڼی پر حکومت هم نیوکه کوي او وایې، د اطلاعاتو اوکلتور وزارت ته د کمې بودجې د ورکړې له امله نشي کولای ټول تاریخي ځایونه په خپل وخت ورغوي.

هغه واېې، سږکال به په دې ولایت کې د ۱۷ پروژو په پلي کیدو سره په ښار او لیرې پرتو ولسوالیو کې یو شمیر هغه تاریخي ځایونه بیا ترمیم کړي، کوم چې د دوی له پامه غورځول شوي وو.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې به سږکال هغه تاریخي ځایونه بیاورغو کوم چې له پامه غورځول شوي، دا پرژوې به په بیلابیلو سیمو کې پلې کیږي او تمه دا ده چې دې سره به تر ډیره د تاریخي ځایونو ساتنه وشي.»

نوموړی په دې ولایت کې د تاریخي اثارو د قاچاق او خپل سرو کیندنو خبره هم کوي او وایې، د تیرو جګړو پر مهال د دې ولایت زیات شمیر تاریخي اثار نه یوازې پاکستان ته قاچاق شوي بلکې زیاتره یې د وسله والو ډلو له لوري په بمونو الوزول شوي هم دي.

رحیم الله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې لاهم د دې ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د تاریخي اثارو د موندنې خپل سرې کیندنې روانې دي، چې له امله یې ګڼ شمیر تاریخي اثار د پاکستان موزیم ته قاچاق شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور مشر رحیم الله خوږیاڼی وایي، په ننګرهار کې لا هم خپلسرې کیندنې روانې دي او ځینې لرغون توکي پاکستان ته قاچاقیږي.

هغه وایي، خپل سرې کیندنې زیاتره ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته په نږدې سیمو او ناامنه ولسوالیو کې د ځایي زورواکو او مافیایي ډلو او وسله والو له لوري ترسره کیږي چې ترلاسه شوي اثار په کم قیمت د پاکستان په بازارونو کې پلوري.

خوږیاڼی زیاتوي: «تیرو جګړو د هیواد له نورو برخو سربیره زمونږ تاریخي میراثونو ته هم زیان اړولی او د دې ولایت زیاتره تاریخي اثار پاکستان ته قاچاق شوي او هلته اوس په بازارونو کې خرڅیږي او هم د پېښور په موزیم ساتل کیږي هم، چې دې چارې زمونږ فرهنګي میراثونو ته ډیر زیان اړولی دی.»

د نوموړي په خبره د ننګرهار په زیاتو ولسوالیو کې تاریخي اثار شتون لري، چې دوی یې د یو تخنیکي ټيم د سروې له مخې«۱۲۲» ځایونه په نښه کړي .

د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی په ننګرهار کې د تاریخي اثارو د قاچاق او خپل سرو کیندونو د نه مخنیوي لوی لامل د بودجې کموالی او د مرکزې حکومت له خوا دې ولایت ته نه پاملرنه یادوي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د خپلو سرو کیندونو دنه مخنیوي لوی لامل دا دی، چې مونږ ته خپله تعین شوې بودیجه نه راکول کیږي او له همدې امله له ستونزو سره مخ یو، که بودیجه راکړل شې دغه ستونز حل کیږي، چې بیا به مونږ وکولای شو د خپلو سرو کیندونو مخنیوی وکړو.»

د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی په ننګرهار کې د تاریخي اثارو د قاچاق او خپل سرو کیندونو د نه مخنیوي لوی لامل د بودجې کموالی او د مرکزې حکومت له خوا دې ولایت ته نه پاملرنه یادوي.

ننګرهار کې د تاریخي اثارو قاچاق او خپل سرو کیندنو د دې ولایت فرهنګیان هم اندیښمن کړي او له اړونده ادارو په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

فرهنګي فعال عزیزالله عزیز له اطلاعاتو او کلتور وزارت او د یونسکو په ګډونو له نورو نړیوالو سازمانونو غوښتنه کوي، چې د افغانستان قاچاق شوي تاریخي اثار دې بیرته ملي موزیم ته وسپاري.

«دهیواد په هر ولایت کې تاریخي اثار قاچاق شوي له ننګرهارهم پاکستان ته قاچاق شوي، ځکه هلته په لاره کې بندیز نه و، له حکومت غواړو چې دغه اثار دې د نړیوالو سازمانو په مرسته ملي موزیم ته ورکړي.»

یو بل فرهنګي فعال غازي عابد بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، ننګرهار ګن شمیر تاریخي ځایونه لري، خو د مسوولو چارواکو د نه پاملرنې له امله له پامه غورځول شوي دي.

 هغه وایې، د فرهنګي میراثونو ژوندي ساتلو لپاره دولت ته لازمه ده چې د دغه ځایونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

پاکستان ته قاچاق شوي ځینې دغه تاریخي اثار د پېښور موزیم کې ایښودل شوي.

عزیز زیاته کړه: «تاریخي ځایونه د یو هیواد لپاره ملي شتمني ده نو دولت ته په کار ده چې دغه تاریخي ځایونه پیدا او جوړیدو ته یې لاس په کار شي او د ننګرهار هم زیات تاریخي ځایونه د تخریب له ګواښ سره مخ دي که مسولې ادارې ورته پام ونه کړي نو ویره یې ډیره ده چې د څه وخت وروسته به له منځه لاړ شي.»

چارواکي داسې مهال د ننګرهار د تاریخي سیمو د بیا رغیدو خبره کوي، چې نن د روانې کب په شلمه په هیواد کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې ملي ورځې سره برابره ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو له مخې د دې ولایت په مختلفو سیمو کې یې ۱۲۲ تاریخي ځایونه د یوې سروې له مخې تثبیت کړي، چې له دوی سره یې له ډلې یوازې ۲۲ ثبت شوي دي.