اطلاعات روز: د پکتيا ولايت د ابتدايه عسکري څارنوالي يو څارنوال د رشوت اخيستو پر مهال نيول لاس په لاس نیولی شوی دی.
يوې معتبرې سرچينې چې نه غواړي، هويت يې په ډاګه شي، اطلاعات روز ته وويل، د پکتيا ولايت د ابتدايه عسکري څارنوال عبدالمنان د ۱۰۰ زره افغانيو بډو اخيستو پر مهال لاس په لاس نيول شوی دی.
سرچينه زياتوي، چې دا څارنوال تېره ورځ د حفظ او مراقبت مسوولينو لخوا نيول شوی دی.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال نجيب الله سرتير بیا وايي، په دې اړه به څېړنې وکړي.