ننګرهاری ځوان

هغه ننګرهاری ځوان چې غوښتل یې تش په نوم خسرګنۍ له منځه یوسي

ولې یو ننګرهاری ځوان اړ شو، چې خپلې مینې لپاره ځان او نور قربان کړي؟

خبریال: جان اغا صالح

ذکریا عالم له کلونو راهیسې د خپل ماما پر لور مین و، خو کله یې چې د زړه خبره اظهار کړه د ټولنې ناخوالې یې پر وړاندې خنډ شوې.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په سواتۍ کلي کې د ذکریا عالم په نوم يوه هلک وروسته له هغه د خپل تش په نوم خسر کور ته له ځان سره بم وړی دی، چې مينه يې د کورنۍ غړيو له ده ګرځولې او بل چا ته یې ورکړې ده.

دغه شل کلن ځوان د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د سيدا ګل په نوم د ماما په لور مين و.

له ښځي اړخه دویم ذکریا عالم دی./ انځور: اطلاعات روز ته لېږل شوی.

حبیب الله د هغه نجلۍ تره دی چې ذکریا عالم پرې مین و، نوموړی وایي، ذکریا یې نه یوازې نیږدې کلیوال و، بلکې له خپلوانو یې هم و.

حبیب الله وایې، ذکریا عالم یوه نیمه میاشت مخکې کوژده کړې وه، خو خبر نه و چې د ده پر ورېرې مین دی، د هغه په خبره پخوا یې هم پر دوی د خپلوۍ لپاره جرګه کړې وه خو دوی خبره رد کړې وه.

د هغه په وینا، یاد ځوان له دغې نجلۍ سره مينه درلوده او تمه یې لرله چې دغه نجلۍ به يې د کور مېرمن شي، خو چې خبر شو هغه يې بل چا ته کوژده کړې، له همدې خبرې په اوریدو سره یې لاسي بم د ډالۍ په څېر نغښتی او له ځان سره یې د خپلې مینې کور ته وړی دی.

حبیب الله وایې، ذکریا عالم د خپلې معشوقې په ګډون د ده د کورنۍ ټولې میرمنې په دې موخه په ځان راټولې کړې وې، چې ده ورته ویل مهمه خبر ورته کوي، چې پر همدې مهال یې لاسي بم ته چاودنه ورکړې او په کې هغه میرمن وژل شوې چې دی یې پر لور مین و. دغه راز د دوو ماشومانو په ګډون درې نورې میرمنې ټپيانې شوي خو په ټپیانو کې د ذکریا عالم معشوقه نه ده شامله.

حبیب الله زیاته کړه: «مونږ په اصل کې د شینوارو ولسوالیو اوسیدونکي یو، خو له کلونو راهیسې د سره رود په سواتۍ کلي کې ژوند کوو، مونږ هیڅ تمه نه لرله چې دا ډول پېښه به رامنځته کیږي، د ذکریا عالم په نوم هلک زمونږ له لیرې خوریانو څخه دی ډیر مو تګ راتګ نشته ذکریا یوه نیمه میاشت کیږي چې کوژده یې کړې او زما وریره چې دی پرې مین و، څلور ورځې کیدې چې بل چا ته مو ورکړې چې هغه اوسمهال په جرمني کې دی، خو له دې وړاندې دوی پر مونږ جرګه کړې وه خو مونږ ورسره نه وه منلې ځکه زما د وریرېې هم ذکریا نه خوښیده، نو بس هغه بله ورځ راغلی زمونږ د کور ټولې ښځې یې په ځان راټولې کړي چې خبره درته کوم په همدې مهال یې لاس کې بم ته چاودنه ورکړې یوه میرمن وژل شوې او دوه ماشومان او درې نورې ښځې ټپيانې دي او په خپله ذکریا هم ټپي دی.»

حبیب الله د هغه نجلۍ تره دی چې ذکریا عالم پرې مین و.

د نجلۍ بل تره محمد نظیر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په کومه نجلۍ چې ذکریا مین و، هغه له مور او پلاره یو ورور او یوه خور دي.

نوموړی وایې، د وژل شوې وریندار خاوند یې معلول دی، چې د میرمنې د مرګ په خبریدو سره یې عصبي توازن له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «زه په خپله د موټرو مستري یم چې کلي ته نیږدې دوکان لرم، خو کله چې مې د بم اواز واوریده فکر مې وکړ چې بل ځای به چاودنه شوي وي خو له لږې شیبې وروسته خلکو زمونږ د کور پر لور منډې وهلې، کله چې راغلم نو ومې لیدل چې د کورنۍ ټولې میرمنې او کوچني ماشومان یې په سرو وینو کې پراته دي او په خپله ورسره همدغه ذکریا هم په ټپي حالت کې دی.»

د ذکریا عالم د تش په نوم خسرګنۍ کور.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له پخوا یې څه بدي نه درلوده، خو پر ذکریا یې له ډیر وخت راهیسې د دوی کور ته تګ راتګ بند کړی و او دوی هم نه پوهیدل چې هغه یې پر ورېرې مین دی.

هغه وایې، ذکریا عالم یې په ټپي حال کې د ولسوالۍ پولیسو ته سپارلی او تمه لري، حکومت یې د ترسره شوي جرم سزا ورکړي.

هغه زیاته کړه: «ذکریا په هماغه ټپي حالت کې مونږ پولیسو ته وسپاره او تمه لرو چې هغه ته به د خپل جرم سزا حکومت ورکړي او کله له کلونو وروسته هم له بنده ازاد شي زه به ترې د خپلې کورنۍ غچ اخلم.»

د نجلۍ ورور اسرار، چې د مور غم یې په زړه بیخي تازه دی، یوازې هرې خوا ټپې، ټپې ګوري او نور څه نه وایي، یا یې د مور مرګ ترې نور د خبرو شیمه اخیستې. ښایي له ځان سره وایي، چې ولې داسې ور سره وشول؟ ولې یو خپل ورته دومره درد ورکړ؟

کله مې چې له هغه د خبرو غوښتنه وکړه، یوازې همدومره یې وویل چې د مور غچ به اخلي او بس.

د نجلۍ ورور اسرار

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، کله چې د نجلۍ په کور کې خلک راټول شوي، هلک بم ته چاودنه ورکړې چې له امله یې د همدې کورنۍ یوه مېرمنه وژل شوې.

د نوموړي په خبره، په ټپیانو کې درې ښځې، يو همدا ځوان او دوه ماشومان شامل دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «کومه پېښه چې په سره رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې په هغې کې پنځه تنه ټپیان شوي او یوه میرمن وژل شوې او د پېښې عامل هم په ټپي حالت کې پولیسو نیولی دی.»

په همدې حال کې د ننګرهار د سیمه ییز روغتون ویاند ګل زاده سنګر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د سره رود ولسوالۍ څخه د ذکریا عالم په نوم ټپي یې د ښې درملنې په موخه کابل ته لېږدولی.

ښاغلي سنګر زیاته کړه: «د سره رود ولسوالۍ چې کوم ځوان په ټپي حالت کې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته راوړل شوی و هغه تیره ورځ ناوخته کابل ته د ښې درملنې په موخه انتقال شوی دی.»

په ټولینزو رسنیو کې هم دغې پېښې د ډېرو افغان کاروونکو پام وراړولی و. ځينو د ذکریا عالم یاده تر ډیره خندوونکې، ځینو بیا پرې غوسه او ځینو بیا د «خپلې مینې لپاره لومړی ځانمرګی» یاد او ستایلو و.

پر ټولنیزو رسنیو یادې پېښې ته غبرګونونه

که څه هم په افغاني ټولنه کې د مینانو کیسې ډیرې شته چې پر خپله معشوقه یې ځان قرباني کړی، خو په دې وروستۍ لسیزه کې شاید ذکریا عالم له هغه لومړنیو عاشقانو وي چې د خپلې مینې لپاره ځان وژنې ته هم تیار شوی دی.