دوحه

له دوحې ترکیې ته؛ ایا امریکا رښتونې سناریو لاس کې نیولې؟

خبریال: عباس عارفي

ژباړه: بهادرخان رحماني

د سولې مشارکتي یا ټول ګډونه حکومت طرحه چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خوا افغان حکومت، کابل کې سیاسي مشرانو او د طالبانو ډلې رهبرانو ته ورکړل شوې، تراوسه یې کوردننه او بهر پراخ او بېلابېل غبرګونونه لرلي دي. د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له دې طرحې هرکلی کړی او د ولسمشر دویم مرستیال امرالله صالح بیا دا د «غلامۍ سند» یاد کړی دی. خو طالبانو ډلې بیا تراوسه غبرګونه نه دی ښودلی.

د سولې ټول ګډونه حکومت طرحه او په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خبردارۍ لیک، په دوو تېرو اونیو کې د افغانستان سولې لړۍ سخته تر اغېز لاندې راوستې. داسې چې سیمه کې یې هم د افغان سولې لړۍ پسې خوځښت رامنځته کړی دی. روسیې افغان حکومت، سیاسي مشران او د طالبانو ډلې مشران دعوت کړي چې د مسکو ناستې ته ورشي. په دې برخه کې یو ټولیزه پوښتنه چې راپورته کیږي، هغه دا ده چې د امریکا د فشارونو پایله کې د دې طرحې په پلي کېدو او د مرکچيانو په لوړه کچه ګډون سره ترکیه کې د نوې پروسې په راتګ سره، ایا د دوحې لړۍ به څنګ ته کیږي؟

رښتونې سناریو

څېړونکی او د پوهنتون استاد ډاکټر محمدموسی جعفري اطلاعات روز ته وایي، چې د دوحې لړۍ څنګ ته کول څه ارزښت نه لري. ځکه چې د دوحې پروسه د امریکا او طالبانو په یوې هوکړې رامنځته شوه او له دې وړاندې چې موخه یې د افغانانو ترمنځ د سولې هوکړه وي، د امریکا او طالبانو د هوکړې یوې برخې تحقق یا رښتیني کېدل دي چې ارزښت لري: «اصلي مسله دا ده چې د افغانستان سولې لاره ایا په بین الافغاني خبرو اترو رامنځته کیږي؟ چې په دې برخه کې زما ځواب منفي دی.»

څېړونکی او د پوهنتون استاد ډاکټر محمدموسی جعفري

ښاغلی جعفري په دې باور دی چې د افغان سولې په اړه جو بایډن د ټرمپ له دولته ښه میراث وړی دی او د امریکا نوې اداره به له شک پرته له دې میراثه د ګټنې پسې وي: «موخه د جنګ پای دی او هغه موډل چې بایډن لاس کې نیولی، نړیوالو امورو تدبیر ته ورتګ Global Governance دی. د نړیوالو رژیمونو ځواکمنېدل او سیمه ییزو پېچلتیاوو ته پام د دې لامل کیږي چې د افغانستان په اړه هم له منطقي نظره ښه پرېکړه ونیول شي.» امریکا د سیمې قدرتونو ته له افغانستان د وتلو درشل کې د شین څراغ ښودلو سره، په ځلونو له بین الافغاني خبرو اترو رښتونې سناریو مخکې نیولی: «که څه هم د افغانستان سوله د قربانۍ غوښې په څېر د ګاونډیو هېوادونو پلازمېنو کې څرخي، خو باوري یم چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر وروستی لیک له بل هر وخته ډېر د نوي حالت زیږون لپاره په ورته مهال د شلو هډوکو غږ اورېدل کیږي.»

د کابل له حکومته د ملاتړونو لنډولو پسې

د پوهنتون استاد او د پارلمان مخکینی استازی سردار محمدرحمان اوغلي اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، د دوحې پروسه د امریکا او طالبانو ترمنځه د تړون لیک محصول دی، د امریکا جنجالي ټاکنو او د جو بایډن بریا پر وړاندې د ټرمپ مقاومت وروسته، وخت یې داسې راجوړ کړ څو د امریکا نوې اداره او ټرمپ له خوا تللې لاره بدله کړي. پر همدې بنسټ د دې شونتیا ډېره ده چې د دوحې تړون لیک له ارزونې وروسته، د دوحې سولې خپلمنځي خبرې څنګ ته کړي. خو د ژر، خلاصه او لیدونکې سولې لپاره هڅې وشي.

د پوهنتون استاد او د پارلمان مخکینی استازی سردار محمدرحمان اوغلي

ښاغلي اوغلي د دې پوښتنې ځواب کې چې ولې د دوحې پروسې پرمختګ نه دی لری وایي، د دولت مرکچي پلاوي دنده لرله چې د افغانستان د جنګ او سولې پېچلتیاوې لرې کړي، خو له بده مرغه چې و نه توانېدل: «د ناکامۍ دلیل یې ښایي د ځینو استازو کمه وړتیا او یا هم ښایي د ځینو مرکچیانو دا لېوالتیا چې د خبرو اترو په غځېدو به خپل لوړ معاش ترلاسه کوي، وه. له هغه ځایه چې ټول پوهېږي چې د افغانستان دولت ځینې مرکچيان د سیاسي او قومي مشرانو اولادونه دي او د طالبانو په ژبې چې په افغانستان کې هر عمل په قران او حدیث توجیه کوي، نه پوهېږي. دا مسله د طالبانو استازو ته چې فکر کوي امریکا یې ماته کړې، دروغجن غرور ورکوي څو د دولت استازي زیات جدي و نه نیسي او په دوحه کې وړاندې شوي مسایل د امریکا نوي ولسمشر د سیاست له اعلان وړاندې، اغېزناکې و نه بولي.»

لیکوال او څېړونکی محمداکرام اندېشمند اطلاعات روز ته وایي، امریکایان د سولې خپلمنځي خبرو له اوږدېدو او بې پایلې کېدو ناخوښه او ناهیلې شول. دا خبرې د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې اډانې له مخې پر خپل وخت مخته لا نه ړل.

لیکوال او څېړونکی محمداکرام اندېشمند

ښاغلی اندېشمند وایي، چې امریکایانو د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د ترکیې ناسته به راتلونکو ورځو کې جوړه کړي. د دې ناستې ګامونه کابل او دوحې ته د ملګرو ملتونو د استازي سفر سره اخیستل شوي: «له هغه ځایه چې قطر او ترکیه نږدې اړیکي لري، دا ناسته په سرعت سره ترسره شي او قطر به د مخالفت پر ځای مرسته وکړي. د طالبانو ډله د ترکیې ناسته کې د اماراتي نظام به راتګ به ټینګار و نه کړي، ځکه چې دا پاکستانیان نه غواړي. د دوحې تړون لیک کې هم له تړون وروسته د اسلامي نظام خبره شوې، چې پر نوم به یې یوې هوکړې ته ورسیږي.» د ښاغلي اندېشمند له نظره، امریکایان په قطعي ډول د خپلې طرحې پلي کېدو پسې دي، څو له افغانستان وتنې لاره ورته هواره شي. هغوی ته باعزته وتنه ارزښت لري او مهمه نه ده چې د افغانستان راتلونکې څنګه کیږي. د افغانستان راتلونکې تر ډېره د ګاونډیانو او د سیمې قدرتونو په یو شانوالي او نه یو شانوالي کې دی. طبیعي ده چې امریکا او اروپا په دې یو شانوالي کې مهم رول لوبولی شي.

څېړونکی او د پوهنتون استاد ډاکټر مهدي عارفي اطلاعات روز سره خبرو کې وایي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د لیک لحن یا څرنګوالی له دې لامله دی چې د اوسنیو خبرو اترو تر ټولو مهم خنډ ولسمشر غني ګڼل کیږي: «ښاغلي غني په خپلې سرې کرښې او اېښودل شویو شرطونو، حاضر نه دی چې له خپل پنځه کلن حکومته لاس واخلي او په هېڅ توګه نرمښت ته حاضر نه دی. پر همدې بنسټ د امریکا بهرنیو چارو وزیر پیغام لیک دا دی چې ولسمشر تر فشار لاندې راولي، څو له خپل دریځه شا ته شي.»

څېړونکی او د پوهنتون استاد ډاکټر مهدي عارفي

ډاکټر عارفي باوري دی چې که د دوحې لړۍ دوام وکړي، بیا به هم پایلې ته ونه رسیږي. ځکه چې د شخړو اړخونه او په ځانګړي ډول طالبانو اړخ چې د هېواد ناامنه کوونکي دي، جنګ او شخړو کې بندون ته نه دي رسېدلي: «د سولې جوړونې بحث کې د سولې یوې هوکړې ته رسېدو لپاره یو له مهمو شرطونو دا دی چې دواړه اړخونه د جنګ او شخړې بندون ته رسېدلي وي. خو په اوسنیو شرایطو کې طالبان له جنګي اقتصاده ګټه اخلي. پر همدې بنسټ هېڅ داسې مثبت او هیله بښونکی لید نه تر سترګو کیږي، چې د دوحې پروسه دې پایله ورکړي.»

د ډاکټر عارفي له نظره، د افغانستان جنګ کې بله پېچلتیا چې شته ده، دا ده چې حکومت د طالبانو پر وړاندې قاطع او ځپونکی چلند نه لري.